Close

په ودانۍ کي دننه د لمر له تودوښي ساتنه

 په ګرمو سيمو کي په زياته په دوبي/اوړي کي له تودوښي ساتنه د ودانۍ پر څرنګوالي اړه لري. د بېلګي په توګه د افغانستان په ګرمو سيمو کي پخوا خټين او پټنډ ديوالونه لرونکي کورونه او زېرخانې جوړېدلې چي له سختي ګرمۍ څخه يې په ساتنه کي مرسته کوله. خو اوس زيات «نوي کورونه» نه يوازي کانکرېټي او له پخې خښتي جوړيږي، بلکه پکښي کړکۍ هم د ګرمو سيمو سره په تطابق کي نه وي. همدا وجه ده چي دغه دفتري او د اوسېدنې ودانۍ په دوبي کي د تنور په شان ګرمي وي او په هيڅ ائير کنډيشن او کولر نه سړيږي چي دغه ودانۍ له دې کبله په لوړه اندازه د برېښنا/انرژۍ د مصرف سبب ګرځي.
که د يوې قاچوغي سر د اور لمبې ته ونيسئ او پای يې په خپل لاس کي ونيسئ نو ډېر ژر به د لمبې تودوښه د قاچوغي پای او ستاسو لاس ته در ورسيږي. دا ځکه چي فليز ډېر ژر او ښه تودوښه انتقالوي. کانکرېټ/سمېټ او پخه خښته هم د تودوښي ښه لېږدونکي دي. خو خټه/خاوره/کچه خښته بيا په لږه اندازه تودوښه انتقالوي چي له همدې کبله کچه ودانۍ په دوبي کي دننه نسبتا سړې وي.
په تودو سيمو کي د ودانۍ جوړولو لپاره بايد ځانګړي اصول په پام کي ونيول سي چي د ټولو يادول په دغه لنډ پوست کي ممکن نه دي. که تاسو په تاسو په ګرمو سيمو کي کور جوړول غواړئ يا تر مخه لا کور لرئ نو درسره لاندنۍ مشورې شريکولای سم:
ـ د دېوالونو او چت باندني اړخونه/سطحه په خټه ګل او په سپينه چونه/اهاکو رنګ کړئ. دا به د دې سبب سي چي د دېوال يا چت باندنۍ سطحه د لمر زياتي وړاندې انعکاس کړي او جذب يې نه کړي.
ـ د نوي کور جوړولو پر وخت د امکان تر حده خامخا زيرخانې جوړي کړئ
ـ کړکۍ له لرګي يا عصري پلاسټيک څخه جوړي سوي وکاروئ. فليزي کړکۍ ژر تودوښه انتقالوي او کوټه په دوبي ګرموي او په ژمي يې يخوي.
ـ د امکان تر حده غبرګي کړکۍ ولګوئ چي دا به په ژمي او دوبي کي ګټه ولري. د لا نور تفصيل لپاره په لومړي تبصره کي لينک پرانيزئ
ـ د کړکيو مخي ته ژالوزين يا لمر انعکاس کوونکي ځانګړي پردې يا سايوانونه ولګوئ چي د لمر د وړانګو د مستقيم دننه ننوتلو مخه ونيسي.
ـ د امکان تر حده د کور دننه چمن/باغچه/ونې ولګوئ ځکه چي شينګيا د تودوښي مخه نيسي.
د دغه پوست سره خپور سوي انځور مشورې عملي کړئ.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د می ۱۲مه نېټه

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...