Close

سم سم يې وايه! لنډ نکل

 خدای بخښلي معلم صاحب ق. راته لاندنۍ کيسه کړې وه:
کله چې زه لا د ښوونځي زده کوونکی وم نو له کلي څخه سپينږری حاجي کاکا چې موږ ورسره د لېري خپلوي لرله زموږ کور ته مېلمه راغلی و. تاريکي او غريبي وه نو ما هم د مېلمه په خونه کې څراغ ته درس وايه. هغه راڅخه پوښتنه وکړه: «ق. څه شی وايې؟» ما ورته وويل: «حاجي کاکا سبا مي د انګرېزي امتحان دی، هغه ته تمرين کوم.» هغه راته په غوسه وويل: «راشه ماته دي سبق تېر کړه.» زه هم ورغلم او مخې ته يې کښېنستلم او درس مې ورته شروع کړ: «ابراهيم ايز مای ټيچر. هي ايز ويري ګُود ټيچر. هي ايز ترټي يېړز اولډ...» ما صرف دغه څو جملې ويلي وې چې پر سترګو مي تکه توره تاريکه شوه. څو ثانيې وروسته چې مې بېرته پر سترګو رڼا شوه نو په چپه غوږ کې مي ډېر سخت شپېلکی ږغېدی. د حاجي کاکا ږغ مې نه اورېدی خو د شونډو له حرکت څخه يې پوه شوم چې راته ويل يې: «سم سم يې وايه!» حاجي کاکا چې په ژوند يې نه انګرېزي اورېدلې او نه يې زده کړې وه، و ماته سخته چپلاخه/څپېړه راکړې وه، ځکه چې فکر يې کاوه، ما سم درس نه و زده کړی. هغه هم په داسې حال کې چې آن راسره نژدې خپلوي يې نه لرله او ما د ده د کور نه بلکه ده تازه تازه زموږ د کور ډوډۍ خوړلې وه.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۲۲ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/loyas
___________

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...