Warning: in_array() expects parameter 2 to be array, string given in /var/www/vhosts/ahmadwali.achakzai.com/httpdocs/plugins/system/contentprotection/contentprotection.php on line 33
«په پښتو کتاب کي د دنيا او آخرت تاوان دی» - د احمدولي اڅکزي وېبلاګ
Close

«په پښتو کتاب کي د دنيا او آخرت تاوان دی»

په درو ولايتونو کي کتاب پلورنځي لرونکي يو کس نقل قولونه:

د افغانستان د يو کتابفروش نقل قولونه:

«زموږ کورنۍ له ۱۳۶۰ کال راهيسي د کتابفروشۍ کار کوي. په کندهار، هلمند او کابل کي د کتاپ پلورنځي لرو او زما تر څنګ زما ټول ورونه په دغه کار اخته دي. زه له خپلې تجربې درته ويلای سم چي د پښتو کتابونو ليکل، چاپول او خرڅول د ښکيلو ټولو اړخونو له پاره لوی اقتصادي تاوان وي. په افغانستان کي بعضي هغه مطبوعې چي ورڅخه بعضو يې پخوا په پاکستان کي کتابونه چاپول او اوس افغانستان ته راغلي دي، هغوی هم په تاوان کي روان دي. د ... خپرندويه شرکت صرف په دې خاطر يو څو زياتي افغانۍ پيدا کړې چي يو څو لوی پروژې په لاس ورغلې. خو اوس د دغې مطبوعې هم خوند نسته او د کندهار په شان لوی ولايت کي لا د شلو زرو افغانيو کلنی فروخت نه لري.»

حتی د باباګانو کتابونه څوک نه رانيسي

«د نوو ليکوالانو خبره به پرېږدو، حتی د پخو او منل سوو ليکوالانو او په اصطلاح باباګانو يو ځل چاپ سوي کتابونه د تيرو لسو کالو راهيسي په بازار کي په پېخر پراته دي او څوک پوښتنه نه پر کوي. زه پخپله د ژبو او ادبياتو د څلورم کال محصل يم. زما هم صنفيان بغير له چپټره په څلور کاله څلور کتابه نه رانيسي. دا رقم نو په ټول پوهنتون کې که کتاب ته ضرورت سي نو محصلين هغه په يو کتابتون کي پيدا کوي او عکسونه ورڅخه اخلي.»

له کانکور څخه يې قياس کړئ

«تېر ځله له کندهار ولايت څخه چي د پښتنو لوی کور بلل کيږي، د ۷ زرو او ۸ زرو تر منځ کسانو د کانکور ازموينه ورکړه. په همدغه کال صرف له پنجشېر څخه تقريبا ۱۶ زرو کسانو د کانکور ازموينه ورکړې وه. که له يادو شمېرو څخه نور موضوعات هم قياس کړو نو ښايي په زياتو خبرو مو سر خلاص سي چي موږ پښتانه د علم او عمل په ميدان کي څومره ناميان يو.»

پښتو لیکوال په خپل کور کي نامحبوب وي

«زيات پښتون ليکوالان سته چي خپل ټول ژوند يې پښتو ته وقف کړی وي. د خپل دغه شوق يا مکلفيت يا خدمت د احساس له کبله د اکثرو دغو کسانو شخصي اقتصادي ژوند ډېر کمزوره وي. اکثره وخت د هغوی خپلي کورنۍ هم ورڅخه ناراضه وي ځکه چي د دغو ليکوانو زياته توجه د کورنۍ د اړتياؤ د پوره کولو پر ځای د ليکوالۍ پر سمت وي. دغه ليکوالان عموما د آل و اولاد د برخې وخت او امکانات هم د پښتو کتابونو ليکلو ته ورکوي. خو کله چي دغه ليکوالان وفات سي، نو په کور کي يې په لسهاؤ ناچاپ سوي کتابونه پاته سي. زيات وختونه د هغوی کورنۍ د دغو کتابونو له معنوي ارزښت څخه بېخبره وي او يا ورڅخه په عذاب وي او دغه کتابونه پر ډيران وغورځوي او يا يې د کاغذ د تول په حساب خرڅ کړي. اکثره دغه ليکوالان نه په ژوند او نه هم له مرګ وروسته د خپلو زحمتونو له پاره کورودانی واوري او نه کومه بله معنوي يا مادي ګټه يې په برخه سي.»

حتی غربي مطبوعې يې لا مفت غواړي

«د پښتو هغه ليکوالان چي کتابونه يې چاپيږي، عموما د خپل جيب څخه د کتاب د چاپ مصارف ادا کوي يا يې کتابونه د کومې مؤسسې يا شخص له خوا چاپيږي. په ډيرو کمو مواردو کي بعضي تجاران يا سياستوال هم د کوم کتاب د چاپ مصارف په غاړه اخلي. پښتو کتاب چي د هر طريق څخه هم چاپ سي ليکوال ته يې هيڅ مالي ګټه نه رسيږي. حتی په غربي هيوادونو کي چي د پښتنو ليکوالانو کوم کتابونه د مشهورو مطبوعو له خوا چاپ سوي دي، نو دغو ليکوالانو ته هيڅ پيسې نه ورکوي. د بېلګي په توګه د لا ازياتيک مشهورې فرانسوۍ مطبوعې د ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ څو پښتو فرانسوي قاموسونه چاپ کړي، خو دغه ليکوال ته يې په بدل کي يوه افغانۍ هم نه ده ورکړې. په آلمان کي د ډاکټر صاحب محمد اکرم ملکزي د مشهور آلماني پښتو قاموس په هکله مي هم دغه اورېدلي چي بوسکه شرکت ورته پيسې او ګټه نه ده ورکړې. يعني پښتو دومره بې قدره او بې ارزښته سوې ده چي حتی غربي مطبوعاتي شرکتونه يې هم حتی مسلکي او په نړيوال ستندرد ليکل سوي کتابونه صرف په دې شرط چاپوي چي ليکوال به ورڅخه پيسې نه غواړي.»

پښتو علمي کتابونه هيڅ بازار نه لري

«پښتو علمي کتابونه که د محتوی او چاپ د څرنګوالي له مخي ډېر ښه معيار وهم ولري، نو عموما زر بېلګي يې په لس کاله لا هم ښايي ونه پلورل سي. مجموعا د پښتو علمي کتابونو بازار ډېر سوړ دی. البته سياسي او پر ورته موضوعاتو ليکل سوي پښتو کتابونه تر علمي کتابونو بهتره بازار لري.»

هر څوک يې صرف مفت غواړي

«له زياتو پښتو کتاب ليکونکو څخه مي اورېدلي چي حتی نژدې ملګري يې ورباندي فرض بولي چي که يې کوم کتاب چاپ سي نو هغوی ته به دغه کتاب مفت ور رسوي. د هغه باوجوده اکثره پښتانه هغه کتاب چي په پيسو يا په مفته توګه په لاس ورغلی وي، هغه نه لولي بلکه په آلمارۍ يا سرتاخ کي يې بندي ايښی وي.»

د لسو کالو د زحمت نتيجه په لس ثانيو کي

«د پښتو يو کتاب ليکونکي يو وخت راته نکل وکړ. هغه راته وويل:
د پښتو آلماني لومړی قاموس مي نژدې تر لسو کالو زيات زحمت وروسته بشپړ کړ. د دغه قاموس ناچاپ سوې بڼه مي په آلمان کي ماستري لرونکي خپل يو پښتون ملګري ته وښوده. هغه د لسو ثانيو له پاره د کتاب لومړۍ پاڼه وکتله او بېرته يې کتاب بند کړ او ماته يې راکړ. ويل يې: دا خو دي فارسي آلماني قاموس ليکلی دی پکښي فلانکی غير سوچه پښتو لغت دي ولي راوستلی دی؟
د کتاب دغه ليکونکی وايي چي د لسو کالو د کتاب ليکلو زحمت يې دغه کس په لسو ثانيو کي ورته په صفر نمرو وارزاوه. تاسو فکر وکړئ چي د ماستري لرونکي يو پښتون دا چلن وي، نو د نورو خلکو چلن به د پښتو د کتاب او کتاب ليکونکي په وړاندي څنګه وي؟»

پر موبايل په لسهاؤ زره افغانۍ ورکوي، خو کتاب مفت غواړي

«يو پښتون سړی ښايي په لسهاؤ زره يو موبايل رانيسي يا په يوه ورځ په مېلمستيا په سلهاؤ زره افغانۍ خرڅي کړي. خو کله چي په پنځوس افغانيو د کتاب رانيولو خبره سي، نو بيا دغه پنځوس افغانۍ نه لري او په دې شرم نه احساسوي چي يو کتاب مفت وغواړي يا يې مفت ترلاسه کړي. لا بدتره، دغه کتاب بيا لولي هم نه.»

درباري ليکوالان

«د اکثرو مشهورو پښتو کتاب ليکونکو او په اصطلاح ليکوالانو تر منځ خورا تربګنۍ او بد نيتۍ هم موجودي وي. هغوی پشلا او په ښکاره يو په بل پسي رد و بد هم وايي. له بدنيتۍ څخه ډکي يو د بل پر ضد ليکنې او تورونه يې هر وخت پر انټرنټ موندل کيدلای سي. د بعضو ليکوالانو په هکله دا تورونه هم سته چي د دولتي او سياسي مافياؤ برخه وي او د پښتو او کتلوري سياست تر سيوري لاندي سيميزه او شخصي اجنداوي هم پر مخ بيايي. پر دغو کسانو تور لګول کيږي چي صرف هغو ليکوالانو ته په دولتي امکاناتو او حتی علمی رطبو او القابو کي برخه ورکوي چي د دوی د ډلو غړيتوب ولري.»

پښتو کتابونه که بې ارزښته سامان

«زموږ څخه زيات هغه کتابفروشان چي پخپله د کتابفروشۍ تکليفونه ور معلوم وي، دا پوښتنه کوي چي تاسو په کتابفروشۍ کي څه ليدلي دي چي ټول ورونه بيا هم په دغه کار کي اخته ياست. چي رشتيا ووايم موږ پخپله هم د دغه سوال له پاره وړ جواب نه لرو، ځکه چي په اصل کي مو بايد يو بل مسلک او کار ته لاس اچولی وای. زه بعضي وخت د دوستانو سره ټوکي کوم او وايم چي پښتو کتاب ليکونکي او پښتو کتاب خرڅوونکي چي د پښتو کتابونو په لاره کي کومه انرژي مصرفوي، که يې د نورو دنياوي کارونو له پاره وکاروي نو به حتما په اقتصادي توګه بهتره حالت ولري. که هغوی دغه انرژي د آخرت له پاره په کارونو ولګوي نو خامخا به يې آخرت هم بهتره وي. د پښتو او پښتنو له پاره کتاب ليکل او يا يې خرڅول د دنيا او آخرت تاوان دی. خو د هغه باوجوده د پښتو او پښتنو سره لېونۍ او غېر منطقي مينه ده چي بيا هم بعضي کسان پښتو کتابونه ليکي او بعضي نور په دغه ناچله سامان د روزي ګټلو ستونزمنو هڅو ته ادامه ورکوي.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۲۶مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...