د ټولې علاقې ستړو او لانجو ته ولاړ يم.

 خان: ګوره وراره، دا ستا تاليم ماليم خو موږ ته هيڅ ګټه ونکړه.
ځيرک: ولې خان کاکا؟ خدای دې نکوي. تاسو راباندې د يو کار امر وکړئ، زه به يې په دواړو سترګو وکړم.
خان: دا ماشين وينې، دغه مې په دولس کلنۍ غاړي ته اچولی دی او دا دی اوس مې لمسيان لا د کوزدې عمر ته رسيږي، خو ماشين او زه لا نه يو سره جلا شوي. د ټولې علاقې ستړو او لانجو ته ولاړ يم. خو د مور ز... که تر دا نن پورې چا راته کور ودانی ويلی وي.
ځيرک: تاسو ته دې خدای د ستړياوو اجر درکړي.
خان: د خبرې مقصد مې دا دی وراره، چې که زه دا نن له غاړې ماشين کښته کړم، دا د شاوخوا سپي به دا ټوله علاقه وخوري. هلکانو راته پر موبايل د دوی ويډيوګانې ښکاره کړې چې په ټي وي کي راغلي دي. بالکل يې ځانونه پکښي زمريان ښودلي دي. موږ هم بايد تر هغو پاته رانشو او دنيا ته ځان وښيو.
ځيرک: ښه خان کاکا اوس پوه سوم. دا ويډيوګانې چې ته يې ښيې هغه په ټي وي کي نه بلکه په سوشل ميډيا او ټيکټاک کې خپرې شوي دي.
خان: شوشل موديا ده که هره بلا ده، خو موږ پکښي تر اوسه نه يو راغلي چې دا زموږ کمزوري ښيي. پکار ده چې پر موږ هم سندري وويلې شي او دنيا مو له کارنامو خبره شي.
ځيرک: خان کاکا، دا کومي ويډيوګانې چې تاسو يادوئ، هغه د ګټې پر ځای تاوان رسوي او دنيا ته زموږ سيمه او خلک په ډېره غلطه طريقه معرفي کوي.
خان: يو خو دا ستۍ زوی مړو سکول والا په خبرو زما سر نه خلاصيږي. سيده سيده وګايږه وراره چې سر مو سره خلاص شي.
ځيرک: مقصد مې دا دی کاکا چې اوس دنيا په علم، پوهه او پرمختګ کې سيالي سره کوي. سيال هغه څوک بلل کيږي چې ځان او نورو ته يې ژوند آرام کړی وي، خوشاله وي، آباد وي، په سوله کې وي.
خان: زموږ خو ستا څخه توقع دا وه چې ته به په دا خپله پوهه د خپلې قبيلې د سيمي تعارف و دنيا ته وکړې. ليکن ته خو بالکل بل شانته ګايېږې.
ځيرک: خان کاکا، دا موبايل خو نن د هر چا په جيب کې دی او ورباندي ويډيو جوړول، ورسره موسيقي يوځای کول او بيا يې خپرول هم آسانه دي. دا کومې ويډيوګانې چې تاسو ته ښودل شوي دي، ورته ټوله متمدنه دنيا ګوته په غاښ پاته ده چې دا څه وحشي خلک دي.
خان: وحشي ولي؟
ځيرک: د کومو خلکو ويډيوګانې چې تاسو ليدلي دي، دا خو ټول بد او لچر خلک دي. څوک د نشيي توکو قاچاق وړونکي دي، څوک پر مځکو قبضه کوونکي، څوک انسان تښتوونکي، څوک قاتلان او څوک غله دي. تاسو پخپله مخکې ورته د «سپيانو» خطاب وکړ. نو دا کسان چې کوچره کوچره لچر لچر راروان وي، ويډيو پسي پر سلو موشن شوې وي، اړخونو ته يې توپک په لاس کې چرسيان او بينګيان شلېدلي شلېدلي راروان وي، شاته يې فرمايشي د قصيدو سندره ږغيږي، نو دا خو بالکل د بې ذوقۍ انتها ده. هيڅ سيال او خانداني سړی نبايد داسي کار وکړي. کيدای شي د دوی په اولادو کې يو وخت انسانان پيدا شي او بيا د خپل پلار او نيکه دا زړې ويډيوګانې وګوري، نو به څومره په شرميږي.
خان: ښه، ښه نه معلوميږي؟
ځيرک: بالکل خان کاکا، هيڅ ښه نه معلوميږي. نن سبا خلک دا رنګه خلکو ته چې داسي کوچره کوچره کارونه پر سوشل ميډيا خپروي، د لنډغرو نوم کاروي. نه ده پکار چې څوک د دغو لنډغرو سره ځان يوشانته وښيي. هغه څوک چې دغه کار کوي، نو بيا به وروسته ډېر په پښېمانه وي خو بېرته به يې راګرځولای ځکه نشي، ولې چې هر شی چې انټرنټ ته يو ځل داخل شي، بيا ورڅخه را ايستل کېدلای نشي. نو دا ډول ويډيوګانې نه يوازي پخپله ددغو کسانو لپاره د شرم او پيغور خبره ده، بلکه ټوله سيمه په بدناميږي. زما خو زړه غواړي چې د هرې دا ډول ويډيو په تبصره کې وليکم چې، «لنډغر ماما پښېمانه به شې»
خان: د سکوليانو خبرې دي پرېږده وراره، دا راته ووايه چې زما ويډيو به کله جوړوې؟

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست لسمه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page