imagesource: http://bounceomaha.com/wp-content/uploads/2015/05/faq_small.png
imagesource: http://bounceomaha.com/wp-content/uploads/2015/05/faq_small.png

که تاسو د قاموسونه ټکی کام په تړاو پوښتنه لرئ، دغه ولولئ

زياتره وخت د دوستانو سوالونه او غوښتني تکراري او زما جوابونه هم تکراري وي. د وخت سپمولو له پاره دغه پوښتني چي په انګريزي کي ورته Frequently Asked Questions ويل کيږي، دلته وړاندي کوم. که تاسو پوښتنه کړې او درته د دغه ليکني لينک درلېږل سوی وي نو په لوی احتمال به په لاندي پوښتنو کي ستاسو پوښتنه هم خامخا جواب سوې وي. اول لاندي پوښتني ولولئ که پوښتنه هغه وي چي ستاسو په زړه ده، بيا يې جواب هم ولولئ.

  

۱ ـ سوال: زه څنګه د قاموسونه پروژې سره مرسته کولای سم؟

جواب: قاموسونه پروژه نه د حکومتي او نه هم د غېرحکومتي منابعو څخه مالي مرستي تر لاسه کوي. دغه پروژه د عامه ګټي يوه شخصي پروژه ده چي ټول کارونه او مصارف يې د يو کس په غاړه دي. دغه پروژه د هيڅ چا څخه مالي مرسته نه غواړي او نه يې قبلوي. که تاسو د دغې پروژې سره مرسته کول غواړئ نو د دغې پروژې په تړاو خپلو نورو دوستانو ته معلومات ورکړئ او کله چي د دغې پروژې نوي خبرتياوي خپريږي نو هغه په ټولنيزو رسنيو کي نشر او share  کړئ چي لا زيات خلک د دغې پاڼي څخه خبر او مستفيد سي.

 

۲ ـ سوال: موږ دغه قاموسونه څنګه تر لاسه کولای سو؟

جواب: د قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com  ټول قاموسونه صرف آنلاين بڼه لري. يعني دغه پروژه قاموسونه په چاپي ډول يا د کتابونو په ډول نه وړاندي کوي. تاسو کولای سئ چي د www.qamosona.com انټرنټ ادرس له لاري په دغو قاموسونو کي په مفته توګه لټون وکړئ. تاسو د دغې پروژې د موبايل اېپ هم کارولای سئ چي په دريم سوال کي نور معلومات لوستلای سئ. دا چي تاسو په دغه پاڼه کي څنګه لټون کولای سئ، په لاندنۍ ويډيو کي يې وګورئ:

https://www.youtube.com/watch?v=h5YNbAtDjLs

د يادولو وړ ده چي زموږ پر پاڼه يا اېپ کي صرف د لغتونو معنا لټولای سئ. د جملو يا متن ترجمه لا له بده مرغه تر اوسه نه ده ممکنه. 
هغه قاموسونه چي په نوم کي يې Testversion ليکلی وي، کېدای سي چي د ژباړي او نوري تېروتني ولري. دغه قاموسونه ازمويښتي بڼه لري او په استعمال کي يې احتياط په کار دی.

 

 ۳ ـ سوال: په موبايل کي څنګه دغه قاموسونه کارولای سم؟ 

جواب: که تاسو د اندرويد موبايل يا بله آله لرئ چي حد اقل ۴،۱ (څلور اعشاريه يو) د اندرويد سيسټم او انټرنټ ته لاس رسی لري نو زموږ ځانګړی اېپ کارولای سئ. دغه اېپ تاسو د لاندني لينک په مرسته له ګوګل پلې څخه تر لاسه کولای سئ:

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.development.wdtec.quamosona

 که تاسو د اېپل آی فون يا آی پېډ لرئ، نو بيا کولای سئ چي د لاندني لينک په مرسته زموږ پاڼه وکاروئ:

https://www.Qamosona.com/G

 

۴ ـ سوال: په ګوګل سټور  يا اېپل اېپ سټور کي د قاموسونو اېپ څنګه پيدا کړم؟

جواب: اندوريد ـ که تاسو د اندرويد حد اقل څلور اعشاريه يو ورژن او انټرنټ لرئ نو په ګوګل پلې کي پهPashto multilingual dictionaries Qamosona.com پسي لټون وکړئ او چي پيدا مو کړ انسټال يې کړئ.
اېپل او نور موبايلونه ـ دمګړی په پام کي نه لرو چي د اندرويد علاوه د نورو موبايلونو له پاره دغه اېپ خپور کړو. پر ځای يې تاسو زموږ قاموسونه پر دغه لينک https://www.Qamosona.com/G کارولای سئ.

 

 ۵ ـ سوال: د وينډوز سيسټم له پاره به کله دغه اېپ جوړ سي؟

جواب: دمګړی په پام کي نه لرو چي د اندرويد علاوه د نورو موبايلونو له پاره دغه اېپ خپور کړو. پر ځای يې تاسو زموږ قاموسونه پر دغه لينک https://www.Qamosona.com/G کارولای سئ.

 

۶ ـ سوال: ستاسو اېپ ولي يوازي آنلاين کار کوي؟

جواب: د حقونو د چاپ يا کاپي رايټس موضوع او نور دلايل راته دا اجازه نه راکوي چي موږ آفلاين قاموسونه جوړ کړو. د نورو ليکوالانو يا ادارو له خوا مخکې چاپ سوي او بيا د اجازه ترلاسه کولو وروسته پر قاموسونه ټکی کام خپاره سوي قاموسونه د چاپ حقونه لري. د آفلاين وړاندي کولو مخکي يې بايد په ليکلې بڼه نوې اجازه واخيستله سي. هغه قاموسونه چې پر دغه پاڼه په امتحاني شکل خپاره سوي دي، په هغو کي زياتي غلطۍ سته چې د وخت په تېرېدو سره بايد ورو ورو اصلاح کړل سي. له دې کبله نه بايد چې دغه قاموسونه له مخکنۍ مکملې اصلاح څخه آفلاين وړاندی کړل سي. همدا وجه ده چي دغه قاموسونه يوازي هغه څوک کارولای سي چي انټرنټ ته لاس رسی ولري. موږ په نژدې راتلونکي کي هم پلان نه لرو چي آفلاين قاموسونه وړاندي کړو.

 

۷ ـ سوال: تاسو د برېښناليک جواب ولي نه راکوئ؟

جواب: له بده مرغه چي د دغې پروژې ټول کارونه د يو کس په غاړه دي او له همدې کبله هميشه کارونه زيات خو وخت او منابع کم وي. همدا وجه ده چي د برېښناليکونو په جوابولو کي ځنډ رامنځ ته کېدلای سي. بعضي وخت د رالېږل سوو پيغامونو ايميل ادرسونه غلط وي چي زه ورته جواب وليکم هغه بېرته واپس راسي. زه له د فيسبوک پر پاڼه هم د دوستانو د مهربانو ټولو تبصرو جواب نه سم ليکلای ولي چي غواړم دغه وخت هم د قاموسونو په بهتره کولو کي ولګوم.

 

۸ ـ سوال: د قاموسونو ډاټا بېس څنګه تر لاسه کړم؟

جواب: دا چي پر قاموسونه ټکی کام پراته قاموسونه د هغوی د کاپي رايټ يا د چاپ حقونو درلودونکو په اجازه او په زياتو مواردو کي د ليکل سوي قراردادونو پر بنسټ آنلاين کړل سوي دي، موږ اجازه نه لرو چي دغه قاموسونه د بل چا سره شريک کړو. دا بېله توپيره چي هغه کس ورڅخه وېبپاڼه، اېپ جوړول او يا ورڅخه د شخصي استعمال له پاره کار اخيستل غواړي.

 

۹ ـ ايا قاموسونه ټکی کام زما سره زما په پروژه کي مرسته کولای سئ؟

جواب: د قاموسونه ټکی کام پروژه ډېر زيات وخت او منابعو ته اړتيا لري چي له کبله يې کارونه زياتره وختونه ځنډني وي. په داسو محدودو شرايطو کي پخپله د دغې پروژې د کارونو سرته رسول هميشه وړو وړو معجزو ته اړتيا لري. په داسي يو حالت کي د پروژې څخه دباندي په نورو پروژو کي وخت يا منابع مصرفول زما له پاره ناممکنه کار دی. که څه چي زړه مي غواړي د هر دوست په خدمت کي حاضر واوسم خو د وخت کمښت راته اجازه نه راکوي چي د قاموسونه ټکی کام وخت او منابع واخلم او د بلې پروژې يا دوست له پاره يې وکاروم. هيله ده چي له همدې کبله دوستان راڅخه خوابدي نه سي چي يا خو ورسره مرسته نه سم کولای او يا يې چټک او هميشه د هيلو جواب نه سم ورکولای.
بعضي وخت بعضي دوستان راڅخه هيله کوي چي د هغوی د پروژې له پاره د سپانسرانو په لټون کي ورسره مرسته وکړم. زه پخپله الحمدلله تر اوسه د چا سپانسرشپ ته نه يم اړ سوی او په آينده کي به هم انشالله همدغه کوښښ کوم چي زما ټولي پروژې همداسي بېله د دویم کس يا ټولني د مالي مرستو پر مخ بوزم. له همدې کبله د بل چا سره د سپانسرشپ په موندلو کي هم مرسته نه سم کولای سم.

خو هغه کسان چي قاموس ليکل غواړي یا يې قاموس ليکلی وي او و چاپ ته د دغه قاموس په چمتو کولو کي مرستي ته اړتيا لري او يا هم د پښتو قاموسونو سره تړلې کومه پروژه لري، زه پوره هڅه کوم چي ورسره تر خپله وسه مرسته وکړم.


۱۰ ـ زه څېړونکی يم / موږ تحقيقي  اداره يو، څنګه د قاموسونو مواد د تحقيق له پاره تر لاسه کولای سم/سو؟

لومړی: که تاسو د تحقيق له پاره د قاموسونه ټکی کام همکارۍ ته اړتيا لرئ نو بايد ثابت کړئ چي ستاسو کار عامه ګټه لرونکی دی او هيڅ تجارتي مقاصد نه لري. قاموسونه ټکی کام  پروژه د عامه ګټي په مقصد بېله باندنيو مالي يا ورته مرستو پر مخ بيوله کيږي. له همدې کبله د بشپړه تجارتي يا نيمه تجارتي پروژې يا سازمان سره همکاري ورته ناشونې ده.

دويم: که تاسو د قاموسونه ټکی کام څخه مواد لکه د لغتونو ليسټونه تر لاسه کول غواړئ، نو دا کار ته قاموسونه ټکی کام يوازي په هغه صورت کي زړه ښه کوي چي دغه کار د يوې همکارۍ بڼه ولري او نه دا چي تاسو کوم شی غواړئ او معلوم او معين نه وي چي د عامه ګټي پروژې قاموسونه ټکی کام ته به په بدل کي په معنوي لحاظ څه ورکوئ. د بېلګي په توګه که له قاموسونه ټکی کام څخه خام مواد غواړئ نو به بيا چمتو سوي مواد لکه بشپړه سوی قاموس هم ورته سپارئ چي پر قاموسونه ټکی کام آنلاين سي او ورڅخه ټول خلک په وړيا توګه ګټه واخيستلای سي.

دريم: قاموسونه ټکی کام چا ته د لغتونو ليسټونه يا بشپړه قاموسونه هيڅکله په يو ځای نه ورکوي. که تاسو همکاري غواړئ نو به د بېلګي په توګه تاسو ته محدود شمېر لغتونه درکول کيږي، د هغه وروسته چي تاسو دغه شمېر لغتونه د بېلګي په توګه وژباړل يا مو بل ډول پروسه کړل او وروسته مو دغه د قاموسونه ټکی کام سره شريک کړل، نو بيا به تاسو ته نور محدود شمېر لغتونه يا مواد سپارل کيږي. د تيرو وختونو تجربو ښودلې چي صرف ژمنه کفايت نه کوي بلکه بايد همکاري په عملي توګه دوه اړخيزه وي.

څلورم: د موادو په تبادله کي بايد د عدل پر بنسټ ولاړ تناسب موجود وي. يعني که يو څوک قاموسونه ټکی کام ته اجازه ورکوي چي د عامه ګټي له پاره يو لس زره لغته لرونکی قاموس انلاين کړي، نو نه سي کولای چي په بدل کي د ۲۰ زرو لغت لرونکی قاموس ډاټا وغواړي. 

پنځم: که تاسو قاموس ليکونکي ياست او غواړئ د قاموسونه ټکی کام له شته ليسټونو څخه ګټه واخلئ، نو به هم د عدل پر اساس د قاموسونه ټکی کام ونډه او کرېډيټ منئ او د قاموس د ليکونکو په برخه کې به ورته عادل حق ورکوئ.

د يادو پنځو اصولو مقصد دا دی چي د قاموسونه ټکی کام هغه ګڼ شمېر کتونکي چي هره ورځ له دغې پاڼي څخه کار اخلي، بالآخره پر دغه پاڼه لا ښه او بهتره مواد ومومي. د دغو اصولو بل مقصد دا هم دی چي د قاموسونه ټکی کام مواد چي اکثره يې په انفرادي توګه د يو شخص (احمدولي اڅکزي) له خوا د کالونو زيار وروسته د عامه ګټي او غېرتجارتي استفادې له پاره چمتو کړل سوي دي، ورڅخه په ناوړه توګه تجارتي يا استخباراتي او نوره ناوړه ګټه نه واخيستله سي. 

۱۱ ـ سوال: قاموسونه ټکی کام ولي صرف د پښتو قاموسونه آنلاين کوي؟

جواب: زما په فکر علم د پرمختګ او ځان پېژندني لومړی شرط دی. زه د هر ډول جګړې او تاوتريخوالي ضد يم او غواړم چي د خبرو او نه ختمېدونکو بحثونو پر ځای خپل وخت د داسي مقصد له پاره وکاروم چي د خلکو په علمي سطحه لوړېدلو کي عملي مرسته وکړي. ښه او معياري قاموسونه د ژبو تر منځ د مهمو علمي آثارو او په دې توګه د يوې ژبي د ويونکو د علمي سطحي په لوړولو کي زياته مرسته کوي. د نړۍ هره ژبه خوږه او د الله تعالی د ښايستو تخليقاتو څخه يوه ده. خو دا چي زه صرف د پښتو پر قاموسونو کار کوم وجه يې زما محدود وخت، محدود منابع او د نورو ژبو سره زما کمه تجربه ده. زما په فکر په ژبه، قوم او سيمه نه څوک اصيل کيږي او نه هم کم اصل کيږي. ماته ټولي ژبي او ټول اقوام محترم دي.


۱۲ ـ سوال: د ګوګل ټرانسلېټر يا ژباړنې له پروګرام سره تاسو څنګه مرسته کولای سئ؟

 جواب: د ګوګل ژباړن د پښتو له پاره هم پروژه پېل کړې او یوازي په هغه صورت کي په نسبتا چټکه توګه پای ته رسېدلای او په ګوګل کي د پښتو ژباړه بهتره کېدلای سي، چي زيات داؤطلبان ورسره په ژباړه کي کومک وکړي. له همدې کبله به موږ هم هڅه کوو او تاسو هر يو هم کوښښ وکړئ چي که مو اړيني ژبي زده وي، نو د ګوګل سره په ژباړه او اصلاح کي کومک وکړئ.


۱۳ ـ سوال: قاموسونه ټکی کام ولي آفلاين موبايل اېپ نه دی خپور کړی؟

جواب: قاموسونه ټکی کام د اندرويد او اېپل له پاره مفت اېپس يا پروګرامونه لري چي څوک يې په مرسته د قاموسونه ټکی کام ټولو قاموسونو ته آنلاين لاس رسی لري او پکښي لټون کولای سي. دا چي د دغو قاموسونو شمېر تر مخه لا الحمدلله ډېر زيات دی، نو که د هغوی يو آفلان اېپ جوړ کړل سي د هغه حجم به په سلهاؤ ميګابايټه وي او د اکثرو کمزوره انټرنټ او کمي حافظې لرونکو موبايلونو له پاره به يې ډاونلوډ او استعمال ډېر مشکل وي. د دې تر څنګ يو شمېر نور دلايل لکه کاپي رايټس يا د چاپ حقونه او داسي نور هم دا اجازه نه راکوي چي د قاموسونه ټکی کام له پاره آفلاين اېپ جوړ کړو.

۱۴ ـ سوال: ايا قاموسونه ټکی کام يا  احمدولي اڅکزی زما د پاڼي په مشهوره کولو کي راسره مرسته کولای سي؟

جواب: د يوې پاڼي يا شخص له پاره زموږ پر انټرنټ پاڼو، وېبلاګ، فيسبوک يا د ټولنيزو رسنيو پر اکاونټونو د مشهورۍ ته هيڅ زړه نه ښه کوم. هيله ده چي راڅخه دا ډول غوښتنه ونه کړئ. د نورو دلايلو تر څنګ دغه موضوع د يو لوی مسؤليت سره تړلې وي چي زه نه داسي يو مسؤليت په غاړه اخيستلای سم او نه يې د جاج اخيستلو له پاره له بده مرغه وخت لرم. هيله ده زما معذرت ومنئ. 

۱۵ ـ سوال: ايا تاسو راسره کومک کولای سئ چي زه بهر ته د تحصيل بورس تر لاسه کړم؟

جواب: قاموسونه ټکی کام د پښتو قاموسونو آنلاين پروژه ده او له بده مرغه ستاسو سره په بهر يا هيواد دننه کي په کار موندنه، بورس تر لاسه کولو، مسلک زده کولو، واده کولو، کور جوړولو، موټر ترميم کولو او نورو ورته چارو کي هيڅ کومک نه سي کولای.

۱۶ ـ سوال: د قاموسونه ټکی کام د ماشومانو پروژه کوچنی ټکی کام څنګه مرسته راسره کولای سي؟

جواب: د کوچنی ټکی کام پروژه صرف د يو کس له خوا بلا معاوضه او تجارتي اغراضو څخه چلول کيږي. دغه پروژه نه د کوم دولتي او نه هم د غېردولتي ادارې يا سازمان څخه مرسته ترلاسه کوي. له دې کبله دغه پروژه ستاسو سره بېله دې چي آنلاين نکلونه په مفته توګه د لوستلو له پاره وړاندي کړي، بله مرسته نه سي کولای. موږ له بده مرغه ستاسو د خصوصي يا ټولنيزي ګټي يا بلې پروژې له پاره د موادو په ټولولو کي مرسته نه سو کولای. 


۱۷ ـ سوال: زما د قاموسونه ټکی کام يا احمدولي اڅکزي سره کار دی. څنګه ورسره تماس ونيسم؟

جواب: وخت امانت دی. هغه وخت چي په شخصي خبرو او تشريفاتو کي ضايع کيږي د هغه پر ځای عملي کار پر مخ تللای سي. کله چي زموږ سره تماس نيسئ نو لطفا بېله تشريفاتو لنډ راته اصلي موضوع ليکئ چي موږ څنګه ستاسو خدمت کولای سو. لومړی يوازي د «سلام عليکم» پیغام لېږل، بيا جواب ته انتظار کېدل، بيا د جواب جواب ليکل او د هغه جواب ته انتظار کيدل بېله دې چي اصلي موضوع مطرح سوې وي، د وخت د ضايع کېدو لامل کېدلای سي. لطفا په يو واري ټوله خبره په دقيقه خو په لنډه توګه وليکئ چي هم ستاسو وخت سپمول سوی وي او هم د دغې پروژې.

۱۸ ـ سوال: موږ غواړو چي احمدولي اڅکزی زموږ په وتس اپ / فيسبوک ډله / مسينجر کي راسره ملګری سي، بايد څه وکړو؟

جواب: مصروفيتونه له بده مرغه راته اجازه نه راکوي چي زه پر مسينجر مجلس وکړم. هيله ده چي زما عذر ومنئ.


۱۹ ـ سوال: موږ يو غورځنګ جوړ کړی او د قاموسونه ټکی کام يا احمدولي اڅکزي ملګري او ملاتړ ته اړتيا لرو، بايډ څه وکړو؟

جواب: موږ په هيڅ ډول سياسي فعاليت کي د برخه اخيستلو امکانات او اراده نه لرو. له بده مرغه چي په غيرسياسي او ټولنيزو فعاليتونو کي هم ونډه نه سو اخيستلای ځکه چي د پروژې د کارونو بار د دې اجازه نه راکوي. هيله ده چي زموږ عذر ومنئ. د دې تر څنګ زه احمدولي اڅکزی د عامه ګټې له پاره کار ته معتقد يم او نه يو ځانګړي سيمي، ژبي يا قوم ته.


۲۰ ـ قاموسونه ټکی کام څنګه تضمين کوي چي آنلاين مواد يې له غلطۍ پاک دي؟

جواب: قاموسونه ټکی کام هيڅ ډول داسي ادعا نه لري چي مواد يې له غلطيو او تېروتنو پاک وي او له دې کبله د دې هيڅ تضمين نسي ورکولای. دا پروژه د دقيقوالي او صحيح والي هيڅ مسؤليت په غاړه نه اخلي. البته تر وس او امکان پوري کوښښ سوی دی چي پردي قاموسونه په امانتدارۍ سره ديجيتل سي او د نوو قاموسونو په جوړولو کي ټول ممکن امکانات په کار واچول سي چي غلطۍ نه وي. هغه قاموسونه چي له چاپي بڼو ټايپ سوي يا په اصطلاح ډيجيټل سوي دي، پکښي د ممکنه ټايپي تېروتنو علاوه لاسوهنه نه ده سوې. هغه قاموسونه چې پخپله د قاموسونه ټکی کام د پروژې له خوا په امتحاني بڼه خپاره سوي دي او چاپ سوي نه دي، پکښي د زياتو غلطيو امکان سته. د دغو قاموسونو سره د ستوري علامه لګول سوې او يا ورسره ليکل سوي دي چي ټيسټ ورژن قاموسونه دي.

۲۱ ـ زه د احمدولي اڅکزي شخصي ملګری، د کورنۍ غړی يا عزيز يم او غواړم د قاموسونه ټکی کام يو قاموس په ديجيتل بڼه ترلاسه کړم. بايد څه وکړم؟

جواب: لطفا د سوالونو او جوابونو په دغه ليست کي د نهم او لسم سوال جوابونه ولولئ ولي چي هغه به ستاسو د دغې پوښتني جواب وي.

 

۲۲ ـ زه يوه تخنيکي پوښتنه يا ستونزه لرم او غواړم چي قاموسونه ټکی کام يې په حل کي راسره مرسته وکړي؟

جواب: ښايي داسي کم موضوعات وي چي په ګوګل کي يې جواب تر مخه لا نه وي موجود. نو لطفا تاسو بيا هم لومړی د خپلې ستونزې او تخنيکي پرابلم په تړاو په ګوګل کي لټون وکړئ. زه احمدولي اڅکزی صرف په هغه صورت کي ښايي ستاسو مرستي ته زړه ښه کړم يا وخت راوباسم که پوه سم چي اړينه تجربه يې لرم او د حل کېدو چانس يې وينم. خو بل شرط به ښايي دا هم وي چي ستاسو ستونزه ستاسو فردي او شخصي نه وي بلکه داسي ستونزه وي چي د ممکنه حل وروسته يې زياتو کسانو ته يا په اصطلاح ټولنې ته ګټه رسېدونکې وي. دا ځکه چي زه له بده مرغه د قاموسونه ټکی کام په پروژه کي زښت زيات وخت ته اړتيا لرم او صرف په هغه صورت کي تاسو ته وخت درکولای سم چي زه د قاموسونو ټکی کام د پروژې روان کارونه ودروم او پر ځای يې ستاسو له پاره وخت راوباسم. دا چي قاموسونه ټکی کام يوه عام النفعه پروژه ده نو دا به عدالت نه وي چي د عام النفعه پروژې وخت او يا نور امکانات د يوې فردي پوښتني يا ستونزي د هوارۍ له پاره وکارول سي. هيله ده چي له دې څخه د غرور يا ورته بل منفي تعبير نه واخلئ.
که بيا هم زړه نا زړه ياست، نو لطفا په دقيقه توګه او په بشپړه توګه خپله پوښتنه راته په ليکلې بڼه ولېږئ او زه به انشالله درته جواب وليکم. ښه به وي چي دغه تماس داسي لنډ وي چي ستاسو له خوا يو سوال وي او زما له خوا يو جواب وي او دې ته اړتيا پيدا نه سي چي په لومړي سر کي د موضوع د پوهېدلو له پاره لا اوږدې مکالمې ته اړتيا وي.


۲۳ ـ ستاسو په يوه ليکنه کي مي املايي/د ټايب غلطي وليدله، دې ته ولي پام نه کوئ؟

جواب: عموما چي کله کومه علمي ليکنه خپريږي نو ليکوال تر څنګ يې بايد حد اقل يو بل کس هم ولولي او اصلاح يې کړي. په زياته بيا کله چي کتاب چاپيږي نو بايد حد اکثر هڅه وسي چي پکښي هيڅ دول غلطي تېره نه سي. خو په خواله رسنيو کي چي کله څوک د بېلګي په توګه په موبايل کوم لنډ پيغام ليکي يا لنډه ليکنه کوي، نو امکانات زیات وي چي هم ټايپي او هم املايي غلطۍ تيري سي. ښه به وای چي داسي نه کېدلای، خو زما په فکر تر کوم وخته چي چاپېدونکې يا ورته کومه علمي مقاله نه وي، نو پر دا ډول وړو غلطيو څوک سترګي پټولای سي.

۲۴ ـ احمدولي اڅکزی څه ډول تخصص لري؟

جواب: زه احمدولي اڅکزی د قاموسونه ټکی کام آنلاين پروژه پر مخ بیايم او هيڅ ډول داسي ادعا او فکر نه لرم چي ګواکي زه دي د ژبې، ژبپوهنې يا قاموس ليکنې کارپوه يا متخصص يم. زه ځان ته د يو ابتدايي شاګرد په توګه ګورم او هغه ګوډ او مات کارونه چي مي کړي دي، پکښي هڅه مي کړې ده چي د امکان تر حده تېروتنې ونه کړم خو بيا هم د دې ډېر زيات امکانات سته چي په دغو کارونو کي زياتي غلطۍ او نيمګړتياوي تيري سوي وي. زه نه عالم، نه متخصص، نه ګړندی او نه هم په کافي اندازه منظم يم. 

۲۵ ـ سوال: موږ يوه سياسي/ټولنيزه ډله/يو شخص يو او غواړو ستاسو څخه هيله وکړو چي ستاسو په نوم راجستر سوی يو د انټرنټ يو ځانګړی ډومين (لکه اڅکزی ډاټ کام، قاموسونه ډاټ کام، کوچنی ډاټ کام...) موږ ته راکړئ. ايا دا ممکنه ده؟

جواب: د انټرنټ ډومين لرل د زيات مسؤليت او دوامداره مصارفو او کار سره مل وي. ټول هغه ډومېنونه چي ما د ځان په نوم ثبت کړي دي او د نژدې دوو لسيزو راهيسي يې پالم او مصارف او ورسره مل کارونه مي يې په غاړه اخيستي دي، زما شخصي ملکيت دي. په دغو کي بعضي ډومېنونه حتی داسي دي چي تر شا ولاړو پروژو يا د شخصي دلايلو پر اساس يې حتی ارزښت په پيسو نه سي تلل کيدلای. له دې کبله که يو څوک راڅخه دا هيله کوي چي زه ورته خپل يو ډومېن ورکړم، داسي معنی لري لکه زما څخه چي زما مځکه يا کور غواړي. په دې لحاظ زيات معذرت غواړم چي ستاسو دغې غوښتنې ته مثبت جواب نه سم ويلای.


۲۶ ـ سوال: د قاموسونه ټکی کام په هکله د مهمو معلوماتو لينکونه چيري موندلای سو؟

جواب: د قاموسونه ټکی کام سره تړاو لرونکي هغه تر ټولو مهم لينکونه درته لاندي په يو ځای کاپي کوم:

 د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page