البته مېرمنې هم د نارينه و له ژبې سره همدا شانته ستونزې لري

 ښځه پښتو او پښتو ښځه قاموس
نرينه پښتو او پښتو نرينه قاموس

آلماني طنز ليکونکي ماريو بارت د آلماني ژبې د قاموسونو د مشهورې مطبوعې «لانګنشايډټ» لپاره يو داسي قاموس ليکلی دی چې آلماني نارينه و ته د آلماني ښځو د خبرو معنی ورښيي. معنی دا چې د يوې ژبې د يوې جملې يا لغت معنی په دې پوري مربوطه کېدلای شي چې نارينه يې کوي که يې مېرمنه کوي. دا چې مېرمنې د نارينه و په خبره او مېرمنې د نارينه و په خبره هميشه نه پوهيږي، دا پديده په ټول جهان کې موجوده ده.
مثال:
نارينه او مېرمنه کوم چيرې دعوت ته روان دي، نارينه چمتو شوی او مېرمنې ته په انتظار دی. له مېرمنې پوښتنه کوي: «څومره وخت دې لا پکار دی؟» مېرمنه ورته په جواب کې وايي: «پنځه دقيقې.» ښايي پنځوس دقيقې تېري شي او نارينه ناقراره شي او له ځان څخه پوښتنه وکړي چې پنځه دقيقې خو تر مخه لا تېري شوي، ايا مېرمنې مې تېر باسلم؟ خو نه، مېرمنې يې ورته درواغ نه دي ويلي او نه يې هم تېرباسلی دی. دا ځکه چې که څوک د مېرمنو د ژبې قاموس ته مراجعه وکړي نو ښايي هلته ليکلي وي: «کله چې مېرمنه درته ووايي چې په پنځو دقيقو کې تلو ته چمتو يم، نو اصلي مقصد يې دا وي، چې زړه مې غواړي چې په پنځه دقيقو کې مې کارونه بشپړه او زه چمتو شم، خو دا چې په رشتيا به څومره وخت وغواړي، له بده مرغه دقيق وخت در ښودلای نشم. هيله ده تر هغو ځان ته کوم مصروفيت پيدا کړې، او اعصاب خراب نکړې.»
البته مېرمنې هم د نارينه و له ژبې سره همدا شانته ستونزې لري او بايد چې د نارينه و د بهتر پوهاوي په مقصد مېرمنو ته هم يو قاموس وليکل شي. ښايي دغه قاموس صرف دوه لغتونه ولري:
۱ ـ هو:
بلې، هو
۲ ـ نه:
نه، يا
ايا ستاسو په فکر به په پښتو ژبه هم داسي قاموسونه ګټور نه وي؟!


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۶ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page