په اصل کې بايد په عامه او شخصي محفلونو کې د رېفري په شان يو کس ولاړ وي

 د خپل ځان څخه علاوه بېله اجازې د بل هر کس عکس يا ويډيو اخيستل نه يوازي له آفاقي او نړيوالو اخلاقو او د انسانانو د شخصي حريم د کرامت ضد عمل بلکه د افغان کلتور تر څنګ په نورو ډيرو کلتورونو کې هم يو ډېر سپک او آن په بعضو ځايونو کې له «بېغرتۍ او بې ناموسۍ» ډک کار دی. هغه کسان چې دغه انځورونه بيا بېله اجازې خپروي، يا يې شېر/شريک کوي، د هغوی لپاره خو بالکل په قاموس کې په کافي اندازه منفي صفتونه وجود نلري.
په دا خپلو ګناه ګارو سترګو مې د افغانانو په ودونو او نورو محفلونو کې ليدلي چې په عزت راغوښتل شوي بعضي ظاهرا درانه خلک (نر او ښځې) ياد سپک کار باوجود هغه کوي چې ورته کوربه کورنۍ په وارو وارو هيله او خواستونه وکړي چې لطفا دا کار مه کوئ. خو دغه ظاهرا درانه خلک پوهيږي چې يا خو به د محفل جوړونکي کوربه خلک خپله خوښي بدخونده کوي او يا به حوصله کوي او پر خپل حق او حريم تېری به زغمي.
له بل اړخه په عزت و خپلې ښادۍ ته د وربللو وروسته د هغوی د اجازې پرته د کوربانه و له خوا د مېلمنو عکسونه او ويډيو اخيستل يو ډېر ناوړه او د مېلمنو د سپکاوي مترادف کار دی. څوک چې د خوښي محفل لري، بايد يا خو د ناستي ځايونه داسي تقسيم کړي چې هغه څوک چې نه غواړي عکس يې واخيستل شي خوندي کښېني، يا دې له سره عکاسي نه کوي.
زيات افغانان دا هم وايي چې ځکه خپل ماشومان غونډو او کانفرانسونو ته نه بيايي، ځکه چې هلته د کانفرانس يا غونډې ويناوو ته د غوږ نيولو پر ځای هر کس او ناکس موبايل شاوخوا څرخوي او راڅرخوي او د کم عمره ماشومانو، مېرمنو او د نارينه و انځورونه او ويډيوګانې اخلي چې بيا يې بېله اجازې سمدلاسه سوشل ميډيا ته پورته کړي. 
په اصل کې بايد په عامه او شخصي محفلونو کې د رېفري په شان يو کس ولاړ وي او په لومړي ځل د يادو اخلاقو او نزاکتونو نقض کوونکي ته ژړ کارډ او په تکراري توګه د نقض په صورت کې ورته سور کارډ وښيي او نه يوازي يې له محفل څخه تر لاس نيولی/نيولې وباسي، بلکه موبايل يې هم تر چکوښ لاندي ورته رېزه رېزه او بيا په کوچنۍ پلاسټيکي کڅوڼه کې ورته په لاس ورکړي.
نن سهار مې د يو داسي کس د فيسبوک په سټوري کې د افغانانو د کوم شخصي محفل دغه ويډيو (عکس) وليده چې زما سره فيسبوک کې ملګری هم دی. محترمه، ايا تا اجازه اخيستې چې پردۍ ويډيو خپروې يا د بل چا لخوا خپره شوې ويډيو شېر يا بيا خپروې؟! دغه کس خو به د دوستانو له ليسټ څخه وباسم او بلاک به يې کړم.
ستاسو څخه هم هيله ده چې هر هغه څوک بلاک کوئ چې داسي بې نزاکته کارونه کوي. که يو څوک بېله اجازې ستاسو يا ستاسو د ماشومانو، نرينه و يا ښځينه و عکس بې اجازې اخلي، بايد ورباندې ټول اخيستل شوي عکسونه پاک کړئ او که ستاسو محفل ته راغلی وي، تر لاس يې ونيسئ او د دروازې لورې ته يې رهنمايي کړئ.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۹ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page