هک پک حيران شي څوک و دغې زمانې ته ـ چې نه ولاړه ده نه ناسته نه دا چپه نه دا راسته ده

 هک پک حيران شي څوک و دغې زمانې ته
چې نه ولاړه ده نه ناسته نه دا چپه نه دا راسته ده

نه دا ګاځره، پټاټه نه الوچه نه هندواڼه ده
ميوه خو نه ده، سابه نه دي، نه دا خوږه نه دا تروه ده

سپينه خو نه ده، توره نه ده، خړه هم نه را معلوميږي
نه دا ابلقه، نه رنګينه، نه دا چوڼيا، نه زرغونه ده

نه دا نبات، نه کوم حيوان، نه حشره، نه پرنده ده
جنس يې مبهم مبهم ساتلی، نه نرينه، نه ښځينه ده

نه دا کافره، نه مسلمه، نه دا بې دينه ده ملحده
نه د توحيد شعار ويونکې، نه و خپل پير ته په سجده ده

عجب خو دا چې هم هغه ورباندې پورې او هم آبل پوري ځړيږي
غبرګې اوږدې تر هغه يو يې، غبرګو کې هم يوه وړه ده

نه يې پاسپورټ، نه يې ګرين کارډ، نه قبولي، نه يې ويزه شته
ګلخان ته ورته بې هويته، نه يې لوکل نه تذکره شته

نه دا راغلې، نه راځي، نه دا بهيږي په ثابته
نه دا تيريږي، نه دريږي، نه دا پخوا، نه آينده ده

نه دا ژوندۍ، نه هم دا مړه، نه زکندن باندې پرته ده
حيات هم نه ده، نه برزخ ده، نه قيامت، نه آخره ده

دا بې چوکاټه، بې وزنه، دا بې آهنګه لکه شعر دا
نه دا کوم نثر، نه کوم نظم، نه دا غزل، نه قصيده ده

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۱ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page