افغان تجارانو ته پکار ده چې په صعنتي ډوډۍ کې پانګونه وکړي

 د ليکنې نچوړ او لنډه بڼه:
افغان تجارانو ته پکار ده چې په صعنتي ډوډۍ کې پانګونه وکړي او هغه ځانګړي تخمونه، خميره او نور اړين مواد په لاس راوړي چې له کبله يې ډوډۍ په اونيو اونيو او آن مياشتو نه خرابيږي. هدف باید د ګټې تر څنګ په لا ارزانه توګه خلکو ته د ډوډۍ رسول او د غذايي امنيت په زياتولو کې ونډه اخيستل وي. دا به د پانګه اچوونکو لپاره هم ډېره ګټه او هم ډېر ثواب وي.
يادونه: زه د تجارتي يا مالي چارو کاپوه نه يم او له دې کبله د دغې مشورې عملي کوونکی کس له اقدام مخکې بايد ټول اړخونه پخپله وسنجوي، له باتجربه او پوه خلکو څخه مشوره واخلي.

د ليکنې تفصيلي بڼه:
ډوډۍ په نړيواله توګه د بنيادي غذايي موادو او د ولسونو د مړولو د يو مهم توکې په توګه زښت زيات اهميت لري. په ډوډۍ کې کاربوهايډرېټس، پروټين، تار لرونکي مواد او د ويټامن بي او وسپنې په شان نور مهم غذايي اجزا هم موجود وي. په نړيواله توګه د غذا د ټولو کالوريانو (غذايي انرژي) تقريبا نيمه برخه د غنمو او نورو دانو په مرسته پوره کيږي چې پکښي وچه ډوډۍ مهمه برخه تشکيلوي. 
افغانستان هم د نړۍ له هغو هيوادونو څخه دی چې پکښې د هوا او اوبو وروسته ډوډۍ تر ټولو مهم څيز ګڼل کيږي. خو د اوږدمهالو جګړو له کبله په دغه هيواد کې د غذايي توکو او په زياته د غنمو او په دې توګه ډودۍ د امنيت لپاره اړين بنيادي جوړښتونه يا انفراسټرکچر لکه صنعت او صنعتي زراعت نه دی رامنځته شوی. په داسي حال کې چې اوس هم وچه ډوډۍ تر بل هر خوراکي توکي زياته استعمالېدونکې ده، نو په دغه ساحه کې پلان شوې او محاسبه شوې سرمايه ګذاري يا پانګونه به نه يوازي د پانګه اچونکو لپاره ګټوره وي، بلکه هغه کسان چې ورته د انسانانو سره مرسته او د ديني عقايدو له کبله د ثواب موضوع مهمه وي، نو ورته به په دغه سيکتور کې پانګونه له ديني اړخه هم ډېره منافع بخشه وي.


صنعتي ډودۍ
په تخنيکي او اقتصادي توګه پرمختللو هيوادونو کې د غذايي امنيت له کبله د نورو خوراکي توکو تر څنګ د غلې او ډودۍ د صنعت لپاره بنيادي جوړښتونو رامنځته کول، د هغوی پراخول او عصري کول يوه له مهمو حکومتي دندو څخه وي. البته حکومت صرف و شرکتونو او پانګه اچوونکو ته نسبتا جذاب شرايط جوړوي، خو پانګه وال او شرکتونه به په خپله ابتکار او پانګونه کوي. په دې ترڅ کې زيات شرکتونه شته چې پر خپلو پراخو پټيو د غنمو او نورو غلو له کرلو او حاصل کولو څخه نيولې بيا تر ترانسپورت، ژرندو، فابريکو کې پخولو او تر مصرف کوونکو پورې د ډوډۍ او ورته نانوايي توکو رسولو پورې هر څه پخپله کوي. د دې تر څنګ داسي شرکتونه هم شته چې په بيلو مراحلو کې له نورو شرکتونو څخه مال يا خدمات رانيسي. 
په لوېديځ کې کرل کېدونکي او توليد کېدونکي غذايي او زراعتي مواد ښايي په بعضو صورتونو کې تر نړيوال بازار ګران تماميږي، خو دولتونه او حکومتونه د ممکنه خرابو وختونو لپاره تر نړيوال بازار پر ځای د خپل هيواد دننه پر توليد او د بنيادي جوړښتونو د ولاړ او فعال ساتلو ته ترجيح ورکوي. په دې ترڅ کې د مثال په توګه د جرمني او ټولې اروپايي اتحاديې په سطحه اړونده شرکتونو، بزګرانو او تجارانو ته مالي مرستې، ارزانه پورونه او ورته مرستې رسول کيږي.
له بل اړخه د نانوايي ټوکو لپاره ډېر لوی لوی او نړيوال شرکتونه رامنځته شوي دي چې هيواد نه بلکه هيوادونو او نړيوال بازار ته له غلې جوړ شوي توکي ارزه کوي. په دغو کې يو بريالی او ګټور قلم د صنعتي ډوډۍ دی. صعنتي ډوډۍ په دې معنی چې دغه په لويو لويو فابريکو کې پخيږي او بيا تر مستهلکينو پورې رسول کيږي. 


د صنعتي ډوډۍ خواص
د عصري علومو، ټيکنالوژۍ او ابتکارونو په مرسته ننۍ صنعتي ډوډۍ په يو شانته «های ټېک» توليد بدله شوې ده. هغه دا چې ډوډۍ نه يوازي په بيلو رنګونو، کېفيت، وزن، ذايقو او نورو خصوصياتو کې توليديږي، بلکه دغه ډوډۍ بېله يخچال څخه هم په اونيو اونيو او آن مياشتو تازه او د خوراک وړ پاته وي.


ځانګړې خميرې
و يادو مقاصدو ته د رسېدلو لپاره ځانګړې خميرې انتخاب شوي او په بعضو صورتونو کې په جينيټکي توګه اصلاح شوي دي. د دغو ځانګړو خميرو په مرسته دا ممکنه کيږي چې ډوډۍ لپاره استعمالېدونکو اوړو اخښل اسانه شي او د خميرېدو وختونه او څرنګوالی يې په بهتره توګه اداره شي. دغه خميرې د دې لامل کيږي چې ډوډۍ تر زيات وخت پورې خرابه نشي او تازه پاته شي.


ځانګړي انزايمونه
په صنعتي ډوډۍ کې ځانګړي انزايمونه هم کارول کيږي چې د ډودۍ جوړښت بهتره کوي او په ماشينونو کې د اخږل شوو اوړو د بهتر استعمال لپاره آسانتیا او د پروسې د کنټرول امکانات رامنځته کوي. دغه انزايمونه هم د ډوډۍ د اوږد وخت لپاره تازه ساتلو کې مرسته کوي.


مستحلبات يا ايمولسيون کوونکي
د دې لپاره چې اړين غوړ، اوبه او وچ اوړه د اخږلو پر وخت په ښه او د کنټرول او محاسبې وړ توګه سره مخلوط شي، ورته ځانګړي متحلبات يا ايمولسيون کوونکي کارول کيږي. 


کانزرف يا ساتونکي مواد
د دې لپاره چې په خميره او ډوډۍ کې د کپک، چڼاسک يا مکروبونو د تکثير او په دې توګه د خرابېدو مخه ونيوله شي، په صنعتي ډوډۍ کې د معلوم، محاسبه شوي، دولتي صحي ادارو لخوا کنټرول شوي او معلومې اندازې له مخې داسي کانزرف يا ساتونکي مواد ګډيږي چې د مستهلکينو د روغتيا لپاره مضر نه وي.


د بهترې کلچه پزۍ يا بېکينګ لپاره مواد
دا چې په زرونو قسمه ډوډۍ په بازار کې ارزه کيږي، نو په داښت کې د پخولو د پروسې د بهتر کنټرول او په ډوډۍ کې د پخولو پر وخت د ځانګړو خصوصياتو لکه بوريشته باندنۍ سطحه، رنګ وغير د مديريت لپاره ځانګړي مواد کارول کيږي. دغه مواد د اوړو د اخږلو په وخت پکښي ګډيږي.


د صنعتي او سنتي ډوډۍ امتزاج
په تېره لسيزه کې په اروپا کې د ډوډۍ او نانوايۍ يو نوي توليد خورا زيات محبوبيت موندلی دی. دغه توليد په دوو برخو ويشل شوی دی. لومړۍ برخه يې دا ده چې اوړه په لويو فابريکو کې اخږل کيږي او په نيمه توګه پخيږي. دغه نيمه پخه شوې ډوډۍ بيا د اروپا په بيلو نانوايانو، دکانونو  او سوپرمارکېټونو کې تقسيميږي. په دغو مارکېټونو کې برقي يا ګيسي داښتونه درول شوي، چېرې چې د اړتيا په مقدار د نيمچه پخ شوو ډوډيو پاته پخېدنه بشپړه کړل کيږي او دغه ډوډۍ خرڅلاو ته وړاندي کيږي. زيات وختونه چې کله مشتريان دغه ډوډۍ رانيسي نو آن ګرمه وي او يا د نانوايي په شان نيم ساعت يا يو ساعت مخکې له داښته راوتلې وي.


د صنعتي ډوډۍ لپاره د هرې صنعتي پروسې په شان ځانګړو ځايونو، ماشينونو، پرسونال، لوژيستيک او د ذخيره يا زيرمه کولو لپاره سړو او ځانګړو خونو ته اړتيا وي.
که تاسو د افغانستان يو تاجر يا پانګه اچوونکی ياست نو پر دې غور او ريسرچ وکړئ چې تاسو په افغانستان کې هم ورته د ډوډۍ صنعت رامنځټه کړئ. که ستاسو معلومات او سرمايه د لويو فابريکو جوړولو ته کفايت نه کوي، نو هغه څه چې د پانګونو لپاره درته ممکنه ده، هغه د اوسنيو او شته نانوايانو د ډوډۍ لپاره د بهتره او ارزانه غنمو تر څنګ د ځانګړو خميرو او انزايمونو موندل او افغانستان ته راوړل کېدلای شي. دا به هم ثواب او هم خورما وي.


افغانان د سولې، هوا او اوبو وروسته و ډوډۍ او و غذايي امنيت ته تر بل هر شي زياته اړتيا لري. 


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۲ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t.ly/5sgEu
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page