خو مديريت او ساتل يې ساده کار نه دی.

 نن سبا د اکثريت خلکو سره ځيرک موبايلونه شته چې ورباندې بې شمېره انځورونه او ويډيوګانې جوړوي. د دې تر څنګ په زیاته هغه خلک چې په غربي هيوادونو کې ژوند کوي، په لوړه اندازه دفتري او نور مواد په ډيجيټل بڼه ورته راغونديږي او حجم يې ورځ تر بلې زياتيږي. خو دومره زياته ډېټا (انځورونه، ويډيوګانې، فايلونه...) خو په يو کمپيوتر يا موبايل کې نشي ساتل کېدلای. که موبايل يا کمپيوتر ورک يا خراب شي نو به څه کيږي؟

د ډېټا رامنځته کولو (عکسونه او ويډيوګانې اخيستل، فايلونه، پروګرامونه وغيره راغونډول) آسانه کار دی، خو مديريت او ساتل يې ساده کار نه دی.
تاسو خپل ديجيتل مواد څنګه اداره کوئ؟ څنګه يې ساتئ؟ چيري يې ساتئ؟ د يو موبايل يا کمپيوتر د خرابېدو يا ورکېدو مخکې لا تاسو دغه ډول يو وضعيت ته څه ډول احتياطي تدابير او د مهمې ډېټا د نه منځه تللو لپاره کوم اقدامات کړي دي؟
که مو د يادو پوښتنو په هکله تر اوسه غور نه دی کړی او يا ورته خپله لاره او طريقه نه لرئ، نو به مې درته مشوره دا وي چې دغه پوښتنې ځان ته جواب کړئ او ځان ته د ډېټا د مديريت يوه طريقه خپله او عملي کړئ.

تعقيب (زما جواب):
(په فيسبوک کې د يادو پوښتنو په تړاو) د ټولو دوستانو له مهربانو معلوماتو څخه يوه نړۍ مننه. له بده مرغه زه تر اندازې زياته ډېټا لرم چې آن د بعضو لويو هارډ ډسکونو وس نه په رسيږي. د دې تر څنګ مې ترخې تجربې هم لرلي چې په زياته يو اس بي سټيکونو کې عکسونه خراب شوي او نوره ډېټا پکښې زيانمنه شوې. بل يو ځل راڅخه يو داسي هارډ ډسک لوېدلی هم دی چې ورباندې ټوله ډېټا مې ثبت وه او هغه خراب شوی او ورسره ټوله ډېټا ورکه شوې ده.
د آنلاين مفت خدمات لکه ګوګل ډرايف او نور په کافي اندازه حجم نه وړاندي کوي چې زما ډېټا دې پکښي خوندي شي، بل ورباندې د محرموالي په موضوع کې اعتماد نشته. کلاوډ يا د آنلاين کمپيوتري سرور يا زيرمې په کرايه اخيستل هم د هر چا په اقتصادي توګه په وسه نه وي پوره.
زما په شخصي نظر ښه لاره همدغه ده چې...
- مطلق ضروري او حتمي ډېټا بايد له غيرضروري او غير حتمي څخه جلا شي. د مثال په توګه که په يو محفل کې لس عکسونه اخيستل شوي وي، نو صرف يو يا دوه ورڅخه غوره کړل شي او هغه په ضروري ډېټا کې وشمارل شي. پاته عکسونه په غير ضروري ډېټا کې. په همدې شان له دې وروسته عکسونو يا ويډيو اخيستلو پر وخت بايد پام وشي چې په يو محفل يا صحنه کې سل عکسه ونه ساتل شي بلکه په هم هغه ورځ پکښي انتخاب وشي او نور پاک کړل شي. د دغه بېلتون وروسته به په لوی احتمال د حتمي ډېټا حجم راکم او مديريت به يې آسانه شي.
داسي فکر وکړئ چې تاسو ته وويل شي چې ستاسو ټوله ډېټا بايد پاکه کړل شي او پکښې صرف د يو، دوه، يا درې جي بي ډېټا ساتلو اجازه لرئ، نو تاسو به کوم فايلونو ته اوليت ورکړئ؟ همدغه به په لوی احتمال هغه مطلقه حتمي ډېټا وي.
ـ مطلق ضروري ډېټا بايد په څو بيلو ځايونو او وسايلو (ګوګل ډرايف، تيليګرام، باندنی هارډ ډسک وغيره) کې وساتل شي چې د يو د خرابېدو په صورت کې په بل کې پاته وي.
ـ زيات وختونه موږ د ځان سره د ډيټا داسي بار هم ساتلی وي چې هيڅ مو په درد نه خوري او اضافي وي. دا ډول مواد بايد وپېژنو او پاک يې کړو. د مثال په توګه د بعضو خلکو سره د کمپوترونو پخواني پروګرامونه يا ورته مواد وي چې نور يې هيڅ پکار نه ورځي. دا ډول شيان بايد پاک کړل شي.
ـ د ډيټا د خوندي کولو او زيرمه کولو لپاره بايد د تاريخ يا موضوع پر اساس و فولډرانو ته د نوم ورکولو داسي يو چوکاټ عملي کړل شي، چې د اړونده کس لپاره پکښي بيا ژر د مطلوب شي پيدا کول او د زړې او نوې ډيټا تر منځ فرق کول ورته آسانه شي.
ـ که ډېټا مو ډېره محرمه وي نو تاسو کولای شئ چې په قلف شوې بڼه يا اينکريپټ شوې بڼه يې خوندي کړئ چې بيا يې بېله تاسو بل څوک نشي کتلای. دا کار د مثال په توګه د اضافي هارډ ډیسک په مرسته کولای شئ. البته دغه قلف کول يې زدکړه او تمرين غواړي. پام چې داسي يې قلف نه کړئ چې بيا يې خپله هم نشئ خلاصولای.
په اصل کې خو به ښه دا وای چې له سره زه او تاسو په دغه جنجال اخته نه وای او نه مو ډېټا لرلای او نه يې د ساتلو په جنجال اخته وای.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۵ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t.ly/mhEvh
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page