له اتلس کالو عمر ته رسېدلو مخکې نبايد چې ماشومانو، ځوانانو يا پيغلو ته خپل د موبايل لرلو اجازه ورکول شي. 

 ليدل کيږي چې زياتې مېندي او پلرونه آن داسي ماشومان په موبايل معتاده کوي چې تر اوسه يې خبرې کول لا نه وي زده کړي. د دې تر څنګ د ښوونځي ماشومان خپل زيات وخت يا موبايل يا تلويزيون ته تېروي چې دا په دغه حساس او مهم د ودې عمر کې د هغوی د ذهني، فکري او بدني طبعي پرمختګ اخلال ګرځي.

کوچني ماشومان خو بايد قطعا هيڅکله موبايل په لاس کې ونلري که يې پلار يا مور هر څومره سنبال کولو ته خلاص نه وي او د کور په کارونو کې بوخت وي. موبايل د ماشوم د امنولو، آرامولو او روزلو لپاره غوره څيز نه دی.

له اتلس کالو عمر ته رسېدلو مخکې نبايد چې ماشومانو، ځوانانو يا پيغلو ته خپل د موبايل لرلو اجازه ورکول شي. د دې لپاره چې له تخنيکي اړخه يې د موبايل او انټرنټ چل زده وي، بايد چې د ښوونځي ماشومانو ته په اونۍ کې د رخصتيو په ورځو کې د يو ساعت يا دوه ساعته لپاره پردی موبايل داسي ورکول شي چې د مور او پلار تر نظارت لاندې وي. د ښوونځي شاګردانو ته صرف هغه وخت د اونۍ په منځ کې د موبايل اجازه ورکول شي چې د درس په تړاو د معلوماتو راغونډولو لپاره يې پکار وي، هغه به هم تر نظارت لاندي دا کار کوي.

همدا خبره د تلويزيون لپاره صدق کوي. د ښوونځي زدکړيالانو ته بايد په اونۍ کې يو ځل د تلويزيون کتلو اجازه ورکول شي او هغه هم د مور او پلار تر نظارت لاندې د يو ساعت او دوه ساعته لپاره. دا هم په هغه صورت کې چې ټوله اونۍ يې خپل درسونه سم ويلي وي او خپلې دندې يې په سمه توګه پای ته رسولي وي. په دې توګه به نو هم ورته د اونۍ دا يو ساعت دوه ساعته ډېر جالب وي او هم به ورته ټوله اونۍ کوښښ کوي چې درسونه او خپلې دندې په سمه توګه بشپړه کړي.

ماشومان فيزيکي لوبو، ځغستلو راځغستلو، سپورټ يو د بل سره تماس، د کتابونو لوست او نورو رغنده مصروفيتونو ته اړتيا لري، نه و موبايل او تلويزيون ته.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۸ نېټه


___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t.ly/5_adg
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page