د پښتو د تر ټولو مهمو فولکلوريستانو څخه سرکښ خداے بخښلي محد ګل نوري صاحب د خپل ژوند تر ټولو ترخه تجربه داسي بيان کړې وه:

 د پښتو د تر ټولو مهمو فولکلوريستانو څخه سرکښ خداے بخښلي محد ګل نوري صاحب د خپل ژوند تر ټولو ترخه تجربه داسي بيان کړې وه:

«ډېره ترخه او نه هېرېدونكې خاطره، چې د مرگ تر ساعته به مې لا هم په زړه كې وي، هغه دا ده چې د ادبي انجمن او پښتو ټولنې د تاسيس له وخته څوك په دې بريالي نه سول چې يو لوى پښتو قاموس جوړ كړي. په هغه وخت كې چې زه د تاليف او ترجمې مدير وم او بيا د افغانستان د محلي ژبو او لغاتو د څانگې د آمر په توگه وټاكل سوم، نو د مطبوعاتو د مستقل رياست د رسمي ليك په ذريعه وگومارل سوم، چې ژر تر ژره بايد پښتو قاموس جوړ كړم او دا خبره هم په ليك كې زياته سوې وه چې كه د دغه كار تر عهدې ووتلې، نو ستا مكافات به د عمومي مدير رتبه او معاش وي. لنډه دا چې په ډېر زحمت مې د خپلې لور (طيبو) په مرسته دغه قاموس ترتيب او ميدان ته راويوست، چې نيم يې د شين تر رديفه د كندهار په دولتي مطبعه كې د ايازي صاحب په كوښښ او زما په خپله تصحيح او د شين له رديف څخه بيا تر پايه د كابل په دولتي مطبعه كې چاپ سو. په دغه وخت كې زه په كندهار كې د مطبعې مدير وم، ځكه مې ونه ليد چې نوموړى قاموس په څه ترتيب چاپ سو. كله چې دا قاموس، چې ما (نوراللغات) نوم پر ايښى وو، د پښتو قاموس په نامه نشر سو او ما وكوت، نو له بده مرغه زما نوم پر لومړۍ پاڼه نه وو ليكل سوى، لېكن د نورو اشخاصو د نومونو په لړ كې زما نوم هم ورسره ليكل سوى وو. په دې ډول زما د كلو كلو زحمت، مكافات او همدغه وعدې چې قاموس به د محمد گل نوري په نامه طبع كوو، عبث ولاړ.» (۱)
۱. كندهار: پرله پسې ۱۴۳ گڼه، د ۱۳۵۱ ل كال زمري مياشت، د استاد محمد گل نوري مركه.


___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page