زما د يو تېر پوست په تبصره کې يو ځوان راته ليکلي: «دا .. لطفاً .. جمله خو هم پښتو نده نو ولي يي استعمالوي ؟»

زما د يو تېر پوست په تبصره کې يو ځوان راته ليکلي: «دا .. لطفاً .. جمله خو هم پښتو نده نو ولي يي استعمالوي ؟»
ما ورته لاندنے جواب ورکړ:
سلام عليکم، هيله ده چې جوړ او ورغ به ياست. قدرمنه وروره اوله خبره خو دا ده چې په نړۍ کې يوه ژبه هم داسې نه ده چې هغه دې صرف هغه لغتونه ولري چې په بله ژبه کې نه وي. ژبې تولې د بيلو لغتونه لري. البته دا چې د کومې ژبې لغتونه پکښې کم او د کومې پکښې زيات دي، هغه د هرې ژبې دننه جلا او متفرقه موضوع وي. پښتو هم له ياد، ښکاره، معلوم او ثابت شوي اصل څخه مستثنی ژبه نه ده او پکښې د نورو ژبو زيات لغتونه شته دي. هغه کسان چې په علمي اصطلاح ورته پورستان ويل کيږي او تل يې ټينګار پر دې وي چې صرف دې خالص او يا سوچه يا نږه لغتونه يا ويونه وکارول شي، هغوے په نړيوالو علمي کړيو کې جدي نه نيول کيږي او چلن يې هم علمي نه تصور کيږي.
دويمه خبره دا ده چې د لطفا پر ځاے که تاسو راته کوم بل هر بديل لغت وښاياست نو په لوے احتمال به هغه هم خالص پښتو نه وي. پخپله ستاسو پوښتنه که هغه د پورستانو په تلهوتلو نو په دغه يوه جمله کې مو «غير خالص» پښتو لغتونه راغلي دي.
دريمه خبره دا ده چې انسان الله ج آزاد زېږولے دے او ژبه يې هم آزاده ده. تر څو چې د نورو انسانانو په تاوان نه تماميږي، د هغې ژبې لغتونه کارولے شي چې زړه يې غواړي. هغه کسان چې ځان ته عالمان وايي خو په اصل کې يې پخپله خپل ځانونه د ژبې پوليس جوړ کړي دي او سوټے په لاس خلک په سر سر وهي چې ولې داسې وايې، ولې داسي ليکې يا ولې يې داسې نه تلفظ کوې، د هغوے تقليد نه دے پکار.
هيله ده چې ستاسو پوښتنه مې جواب کړې وي.
آباد او سرلوړي اوسئ.


___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page