د مشر او رهبر د انتخاب او ملاتړ په هکله يو سپينږرے وايي: 

«که د يو چا پلار يا نيکه ستا د ولس محسن او مشر اوسېدلے وي، نو صرف د پلار او نيکه د نوم له کبله يې خپل مشر او محسن مه ګڼه. د خپل مشر په ژمنو، ادعاوو، ويناوو او ارادو نه بلکه د هغه په عمل او د هغه د ملګرو پر څرنګوالي یې قضاوت کوه. که يې د خپلو ملګرو يو کوږ عمل هم پټ کړ، يا يې دفاع وکړه، يا يې يو ځل هم درته په قصد سره درواغ وويل، نو ورته شا کړه. که ستا د مشر او رهبر زوے او لور ستا تر زوے او لور زيات امکانات لرل، نو پوه شه چې ستا نه بلکه صرف د ځان غم اخيستے دے. که يې د ځايناستې لپاره د خپلو باتجربه او مرام ته ژمن او قرباني ورکوونکو ملګرو او عامو خلکو پر ځاے د خپل زوے يا لور ټاکل غوره ګڼل، نو بلا ورپسې کړه. د دې تر څنګ د خپل مشر او رهبر د خپلو ادعاوو او ژمنو برخلاف د هغه هرې کږې خبرې او کوږ عمل ته توجيهات مه لټوه او مه فکر کوه چې پکښې به د ده کوم پټ حکمت وي. ياد ولره چې ستا د مشرانو د ټولو بدو اعمالو پړه پخپله پر تا ده او د ګيلې حق نه لرې او نه ګيلې ستا په حالت کې بهتري راولي. بهتري به هله راځي چې ځان ته وړ مشران وټاکې.»

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page