ايا تاسو هم د برېښناليک ليږلو پر وخت د To او cc (carbon copy) او BCC (Blind Courtesy Copy)  توپير نه مراعت کوئ؟

ايا تاسو هم هره ورځ د لسګونو او سلګونو په شمېر نه دعوت کړي برېښناليکونه تر لاسه کوئ؟

ايا تاسو هم هره ورځ زښت زيات وخت د نه دعوت سوؤ برېښناليکونو په پاکونه ضايع کوئ؟

ايا تاسو هم د خپلو افغانانو ورونو او خوېندو د هغو برېښناليکونو څخه تر پوزي راغلي ياست چي کله يې شعر او کله يې مقاله پکښي درته را لېږلې وي؟

ايا ستاسو د برېښناليک سرور هم هره اونۍ تر ټاکلي مقدار زيات ډکيږي او په خالي کولو يې ستړي سوي ياست؟

ايا ستاسو د برېښناليک محرمه پته هم پر انټرنټ خپره سوې او د زرګونو افغانانو د برېښناليکونو تر څنګ هره ورځ د نړۍ د بېلابيلو کونجونو څخه اعلانونه او پېغامونه درته راځي؟

ايا تاسو هم غواړئ چي ستاسو د برېښناليک پته نوره زياته بربنډه او خپره نسي؟

که ستاسو جواب هم هو دی نو راځئ چي د خدای په لحاظ اول پخپله ايمېل ليکل زده کړو، د ايمېل ليکلو اخلاقي اصول مراعت کړو او بيا يې خپلو نورو ملګرو ته هم تبليغ کړو. راځئ چي نور د تخنيکي ناديده ګۍ څخه را ووځو او لږ تر لږه د انټرنټ الف با چي ايمېل ليکل دي، سم زده کړو.

له بده مرغه چي زيات افغانان د برېښناليک اخلاقي اصول يا خو نه پېژني او يا يې نه مراعت کوي. د بېلګي په توګه کله چي زياتو خلکو ته پر يوه ځای يو ايمېل mass email لېږي نو يې داسي لېږي چي د برېښناليک تر لاسه کوونکي د نورو ټولو هغو کسانو ايمېل ادرسونه ويني چا ته چي د دغه برېښناليک کاپي لېږدول سوې ده. پدې توګه سره د هر چا ايمېل ادرس هر چا ته په لاس ورځي او بيا يې هر چا ته بربنډ لېږي. څوک خبر نه وي او د برېښناليک پته يې د لسګونو زرو خلکو په سيسټم کي ثبت سوې وي او بيا له هرې خوا ورباندي د برېښناليکونو spam باران پېل سي.

اول خو بايد و زياتو کسانو ته د برېښناليک د کاپي لېږلو mass emails څخه ډه ډه وسي. که بيا هم دا کار اړين وي او يا د ليکونکي قرار نه کيږي نو بايد د هغو کسانو ايمېل ادرسونه دBcc  په خانه کي وليکل سي چي ورته د ايمېل کاپي لېږدول کيږي. پدې توګه سره د دې مخه نيول کيږي چي د ايمېل ټوله لوستونکي د ټولو هغو کسانو ايمېل ادرسونه تر لاسه کړي چي ورته د ايمېل کاپي لېږدول سوې ده.
د ايمېل يا برېښناليک ليکلو خپل ځان ته څو اخلاقي اصول دي چي ورباندي بايد جلا ليکنه وسي. پدغه ليکنه کي زه په دې اکتفا کوم چي د خپلو افغانو ورونو او خوېندو څخه هيله وکړم چي لږ تر لږه د Bcc  په هکله ځان پوه کړي او د و زياتو کسانو ته د ايمېل لېږلو پر وخت د Bcc  څخه کار واخلي.

که غواړئ چي د Bcc  په هکله نور معلومات تر لاسه کړئ نو لطفا لاندنيو لينکونو ته مراجعه وکړئ.

http://www.youtube.com/watch?v=0mRgD1SYosw

http://www.youtube.com/watch?v=Rlp3Xf0thCI&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=5CtEUwa6jxs&feature=related

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page