د قاموسونه ټکی کام په استازيتوب ټولو افغان ژورنالست ورونو او د انگليسي ژبي لېوالانو ته زېری ورکوم چي موږ د ځوان ليکوال او تکړه ژورنالست ښاغلي عصمت څاروان انگليسي پښتو ژورنالستي قاموس پر ليکه يا آنلاين کړی. دغه قاموس چي د کتاب په بڼه د خپرونې وياړ يې د دانش خپرندويه ټولنې په برخه دی د ښاغلي عصمت څاروان لخوا ورباندي په کلنو کلنو کار سوی دی.

ښاغلي څاروان د خپل ژورنالستيک کار پر وخت په زرگونو هغه په زړه پوري او مهمه انگليسي ويونه يا لغتونه راټول کړي او ژباړلي دي چي په جگه فريکونسۍ سره په رسنيو کي کارول کيږي.

ښاغلی څاروان د خپل دغه اثر په هکله ليکي ول:
«په نننۍ نړۍ كې رسنۍ او ژورنالېزم فوق العاده اهميت لري. تاسې كه انټرنيټ لرئ؛ نو په سلګونو او زرګونو ورځپاڼې لوستلى شئ، چې د ګڼو ژبه يې انګليسي ده. دغه راز كه د يوې لرې پرتې غرنۍ سيمې په يوه ګوښه كې اوسئ او د سل دوه سوو افغانيو يوه وړه راډيو درسره وي؛ نو بيا به هم  كه د انګليسي په ژورناليستي ژبه پوه شئ  له نړۍ بېل نه ياست.»
د يادونې وړ ده، چې دانش خپرندويې ټولنې دا قاموس په جرمني كې د نوي افغانستان د جوړېدو د 260 نړيوال جشن په وياړ د چاپ په ګاڼه سينګار كړى ؤ. ژورناليستان او د ژورنالېزم مينه وال لوستوال کولای سي چي د دغه مهم اثر چاپي بڼه د دانش خپرندويه ټولنې څخه تر لاسه کړي.
هغه کسان چي د انټرنټ آسانتيا لري هغه کولای سي چي سمدلاسه د www.qamosona.com و وېبپاڼي ته ورسي او په وړيا توگه پدغه قاموس کي د لغتونو په معنا پسي ورگرځي.

د قاموسونو ټکی کام لخوا آنلاين کېدونکی دا 55 م پښتو قاموس دی چي د وړيا کار اخيستنې لپاره آنلاين کيږي. زه د ښاغلي عصمت څاروان څخه مننه کوم چي د خپل دغه قاموس د انلاين کولو اجازه يې راکړه.

د يادولو وړ ده چي د دغه قاموس په ډيجيټل کولو او د آنلاين لپاره په چمتو کولو کي ځوان افغان محصل وحيدالله کليم او احمد نجيب بياباني ابراهيمخېل هم ډېر زيات زيار راسره ايستلی دی.

زه د گرانو هيوادوالو څخه هيله کوم چي د قاموسونه ټکی کام په پروژه کي د عملي کار له مخي برخه واخلي او د پښتو قاموسونو د خوندي کولو، پراخولو او جوړولو لپاره جوړه سوې دغه پروژه لا پياوړې او مؤثره کړي.

احمدولي اڅکزی

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page