کله چي پاته وريان راکښېنستل نو يې وليدل چي دروازه ماته ده او د بعضو ورونو خولې يې د مُردار خورو درندګانو بوی ورکوي. 

 

وای يوه مېږه د خپلو ګڼ شمېر وريانو لپاره د خوراک په تلاښ هميشه دباندي وتله. هغې به خپلو بچو ته ويل « هوښ کوئ چي بېله ما چاته دروازه خلاصه نه کړئ. ځنګل له درندګانو ډک دی. که مو دروازه ورخلاصه کړه نو د هډوکو سره به مو وخوري.» وريانو هم ورسره هر ځل ژمنه کوله چي « ښه دی موري، بېله تا به هيڅ چا ته دروازه نه خلاصوو.»

يوه ورځ مېږه له کوره دباندي ووتله او لاره ورڅخه ورکه سوه. ځنګلي سپيان، شرمښان، کاږه، ايږان او نور غوښي خواره په دې خبر سول چي وريان په کور کي يوازي دي.

په لومړۍ ورځ وريان په دروند خوب بيده ول چي زمری راغلی، دروازه يې ماته کړه او څومره چي يې لوږه وه، هومره وريان يې څيري څيري او نوش جان کړل. د خوړل سوو وريانو پوستونه يې په سپيانو واغوستل او ورته توسيه يې وکړه چي د وريانو سره دي پاته وي، تر څو چي دی بيا راځي.

کله چي پاته وريان راکښېنستل نو يې وليدل چي دروازه ماته ده او د بعضو ورونو خولې يې د مُردار خورو درندګانو بوی ورکوي. هغوی بيا دروازه جوړه کړه او د مور په انتظار کښېنستل چي په دغه انتظار کي بيا خوب يووړل.

 په دويمه ورځ وريان بيا په دروند خوب بيده ول چي ايږ راغلی او د دوی څخه يې يو شمېر څيري او نوش جان کړل. د خوړل سوو وريانو پوستونه يې په کږو واغوستل ويل « تر څو چي زه بيا راځم د وريانو سره و اوسئ. »

په دريمه ورځ د وريانو په پوستو کي د پټو سپيانو او کږو تر منځ جګړه رامنځ ته سوه او په پايله کي يې بيا يو شمېر وريان ووژل سول او د کور دروازه يو ځل بيا ماته سوه. په داسي حال کي چي وريان د دروازې په بيا رغولو بوخت ول، ويې ليدل چي زمری او ايږ يې د کور دباندي سرې سترګي ولاړ دي. وريانو ورته ويل څه غواړئ؟ زمري ويل « ستاسو خير غواړم.» ايږ ويل « ستاسو آرامي غواړم.»

د وريانو په پوستو کي پټ کاږه او سپيان دروازې ته راغلل ويل: « راسئ زموږ تر منځ سوله وکړئ. موږ خپل تر خپله په جنګ اخته سوي يو.» خو اصلي وريانو د باطل وريانو خبره رد کړه. همدا ؤ چي ايږ او زمري دواړو وريانو ته وړانديز وکړ چي اول دي خپل تر منځ يو مشر وټاکي چي د دوی په نمايندګي پرېکړي وکولای سي.

د وريانو د مشرۍ لپاره شرمښ او ګيدړي ځانونه کانديد کړل، چي دواړو د وريانو پوستونه اغوستي ول.

ګيدړي يو داسي کوږ د ځان ملګړی کړی ؤ چي د وري پوست ورباندي دومره لنډ ؤ چي له ورايه يې کږه غاړه او تېره غاښونه معلومېدل. ګيدړي وويل « ګورئ ورونو، ما د مور سره زيات وخت تېر کړی او څو ځله د هغې سره په سفرونو وتلی يم. هغې په ما د پوهي د بوټي ريښې خوړلي دي، چي په تاسو ټولو کي يوازي ماته دغه وياړ په برخه سوی دی. ما خپل مشر کړئ چي د خپلې پوهي په مرسته مو له دغه بد حالت څخه وباسم.» ګيدړي و خپل څنګ ته ولاړ کوږ ته اشاره وکړه او ويې ويل: « ايا زما د مرستيال انتخاب د دې ثبوت نه دی چي زه څومره پوه او دانا او په دې توګه ستاسو لپاره يو غوره مشر يم؟»

شرمښ چي له ورايه يې د خولې وروست بوی تلی او په وينو ککړ د پسه پوست يې په تن ؤ، وويل: « که ما خپل مشر کړئ نو به ستاسو ډله د پسونو په پوست کي د درندګانو پاکه کړم. زه ستاسو د مور هغه نابغه اولاد يم چي هم غوښي خورم او هم واښه. ستاسو له منځ څخه به يو يو هغه څوک وخورم، چي زما د اصل څخه نه دی.»

په دغه حال کي خنځير چي د پسه پوست يې پر ځان راپېچلی ؤ ږغ کړ: « آ زما ورونو غوږ سئ که د حق خبره اورېدل غواړئ. د کوم وخت راهيسي چي مور له کوره وتلې زه پر نفلونو او سجدو وم. برايي مي خوب ليدی چي زموږ تر منځ يو ستوری راختلی وي او په تاريکه کي زموږ رهبر وي. زما خبره ومنئ او هغه څوک خپل مشر کړئ چي ما په خوب ليدلی ؤ.»

دغه لانجه لا روانه وه چي مېږه کور ته راورسېده. هغې وليدل چي د ځنګل ټول درندګان يې په کور دننه او د کور دباندي راټول سوي دي. هغې خپلو وريانو ته يو لنډ خط ولېږی چي پکښي ليکلي ول:

« زما ګرانو زما خوږو، که غواړئ چي نجات ومومئ نو هغه څوک خپل مشر کړئ چي پخپله د مشرۍ غوښتنه نه لري، واښه خور وي، نه يې د خپلي خولې وروست بوی ځي او نه يې د ملګرو. دغه يوازنۍ لاره ده چي تاسو د خپل پسه ورور او د يو بهرني درنده تر منځ فرق وکړلای سئ. دا اوس په تاسو پوري اړه لري چي مور غواړئ که ګور؟»

 د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دغه وېبلاګ نور نکلونه:

 مورکه په اويا زره پردو کي (نکل)

د بن بن بازار او کش کاذبک نکل
د يوه پټ راز داستان