په دې وروستیو کې د روسيې په پلازمېنه مسکو او په ټولیزه توګه په ټوله روسیه کې د افغانستان ملي ژبې پښتو ته په پوهنیزو مؤسسو کې ډېره پاملرنه کېږي. د همدې لړۍ په کړۍ کې له ۳۰ کلن ځنډ څخه وروسته په مسکو کې درې بېساري پښتو قاموسونه چاپ شوي دي:

 

په دې وروستیو کې د روسيې په پلازمېنه مسکو او په ټولیزه توګه په ټوله روسیه کې د افغانستان ملي ژبې پښتو ته په پوهنیزو مؤسسو کې ډېره پاملرنه کېږي. د همدې لړۍ په کړۍ کې له ۳۰ کلن ځنډ څخه وروسته په مسکو کې درې بېساري پښتو قاموسونه چاپ سوي دي:

۱ . پښتو – روسي د جغرافیایي نومونو قاموس؛

۲. روسي – پښتو د جغرافیایي نومونو قاموس؛

۳. روسي – انگلیسي-پښتو او پښتو-انگلیسي-روسي د کمپیوټر او انټرنیټ اصطلاحاتو قاموس.

لومړي دوه قاموسه د مسکو د نړیوالو اړېکو د پوهنتون استاد پامیر زیارمل له یوري لالېتین سره په ګډه او وروستی قانوس یوازې لیکلی دی.

د ویلو وړ ده، چې پامیر زیارمل له دې قاموسونو څخه پرته پر شپږو نورو سترو پښتو قاموسو کار کوي، چې ټول به په پر له پسې توګه خپاره سي.

د ښاغلي استاد زيارمل څخه يوه نړۍ مننه چي خپل د روسي انګليسي پښتو قاموس يې ما ناچيز ته ډالۍ کړی دی.

احمدولي اڅکزی، آلمان

_____________________________