د سوريې ډوب سوي درې کلن مهاجر اېلان ته سرخلاصی ليک

تر شکرو خوږ تر ګلاب نازک «اېلان» بچيه،

د دې څخه ترمخه چي ظالمي څپې ستا ښايسته بشر تر ستوني تېر کړي، ولي د مهربانه مور په غېږ بدلي نه سوې؟ ستا پر معصومه څهره خپرې بيري آسمان څنګه راکښته نه کړ؟ ستا تر ستوني راوتونکي چيغي د سور د شپېلۍ پيلامه ولي نه سوې؟ دا او يو شمېر نوري ازغي لرونکي پوښتني لاجوابه پاته دي.

 

تر مخه هم په دې نړۍ کي څه نه ول پاته، خو ستا سره خدای په اماني راته هر څه نور هم پيکه پيکه کړه راته. تر مخه لا له ګلابه خوشبو کوچ کړی ؤ، خو اوس ګلشن ايرې اېرې سو.

 

ستا معصوم ډوبېدنه يوه بله څرګنده نخښه او خبرداری ؤ چي کرکي په زړونو کي د عاطفې کلاوي وراني کړي او شيطان د انسان لباس خپل کړی دی.

 

هو، زه هم وايم چي ستا سره يوځای «انسانيت اوبو يووړ.»

 

کاکا دي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دغه مطلب د کاپي کولو په صورت کي د منبع او اصلي لينک ورسره ملګري کول حتمي دي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ