د خدای بخښلي ډاکټر صاحب سيد احمدشاه په دغه قاموس کي تقريبا ۲۷۰۰۰ پښتو لغتونه په انګريزي ژباړل سوي دي.

 

د قاموسونه ټکی کام پروژې د خدای بخښلي ډاکټر سيد احمدشاه پښتو انګريزي قاموس آنلاين کړ. په دغه قاموس کي تقريبا 27000 پښتو لغتونه په انګريزي ژبه ژباړل سوي دي.

دغه قاموس د خدای بخښلي ډاکټرصاحب کورنۍ و قاموسونه ټکی کام ته سپارلی دی چي آنلاين يې کړي. دغه قاموس نن په دې هيله آنلاين ايږدم چي کارونکي ټول دوستان د ښاغلي ډاکټر صاحب د مغفرت له پاره دعا وکړي چي د پښتو او پښتنو له پاره يې دومره زحمت پر ځان ګاللی دی. الله دي يې قبر ورته د جنت باغچه وګرځوي. آمين

پر قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه د خپرېدو وروسته دغه قاموس په آوتوماتيکه توګه د قاموسونه ټکی کام په موبايل اېپ کي هم اضافه سوی دی. يعني هرڅوک ورته د خپل اندرويد موبايل له لاري هم لاس رسی لرلای سي.

د پښتو په دغه قاموس کي د علومو د اکاډمۍ تر پښتو انګرېزي قاموس تقريبا لس زره زيات پښتو لغتونه سته او ښايي په قاموسونه ټکی کام کي د پښتو لغتونو په انګريزي ترجمه موندلو کي لا زياته آساني رامنځ ته کړي.

 لطفا په فيسبوک کي د دغه کتاب په تړاو د اعلان پوست share کول مه هېروئ.

 

قاموسونه ټکی کام د خدای بخښلي ډاکټرصاحب سيد احمدشاه پښتو انګريزي قاموس آنلاين کړ. د دغه قاموس په تړاو د نورو معلوماتو له پاره پر لاندني انځور کليک وکړئ او لطفا دغه پوست share کړئ.

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015
 

قاموسونه ټکی کام يو بل لوی قاموس آنلاين کړ. د نورو جزياتو له پاره پر لاندني انځور کليک وکړئ او لطفا د فيسبوک دغه پوست د خپلو دوستانو سره share کړئ.

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015


ستاسو د دعاؤ په هيله
ورور مو

احمدولي اڅکزی
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی

ياداښت: که تاسو نه پوهېږۍ چي د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي څخه څنګه کارواخلی نو کولای سئ چی د يوټيوب د دغه ويډيو په مرسته يې کارونه زده کړئ:

https://www.youtube.com/watch?v=h5YNbAtDjLs
_________________________________________________________________________

د دغه مطلب د کاپي کولو په صورت کي د منبع او اصلي لينک ورسره ملګري کول حتمي دي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دغه وېبلاګ نور ورته مطالب:
لوی انګريزي پښتو قاموس آنلاين سو
۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
د پښتو هممانيزونو قاموس آنلاين سو
اسلانوف او ۲ نور روسي پښتو قاموسونه آنلاين سول
د هالنډي پښتو نوښتګر قاموس آنلاين سو
د نمونيي خادم نمونيي کتاب چاپ سو