اې سپيني واوري سپين لمنې
ولي نه اورې زموږ پر کلي

 

اې سپيني واوري سپين لمنې
ولي نه اورې زموږ پر کلي
منم چي لاره دي اوږده ده
پر هسکه وريځه دي دېره ده
خو راسه راسه واورېږه
په خپلو ستورو وځلېږه
پرېوزه پر بوټو ښه يې اوبه کړه
تر سپين غلاف لاندي يې بېده کړه
ماشومان ټول په انتظار دي
ناني چيګان يې ستا پر لار دي
چي یخه پخه واوره راسي
پر مځکه، غر خوره ښکلا سي
راسه زموږ پر کلي راسه
بيا هر څه سپين کړه راسه راسه
اې سپيني واوري سپين لمنې
ولي نه اورې زموږ پر کلي

يادونه: د دغه شعر الهام مي د آلماني ژبي د ماشومانو له شعر  Schneeflöckchen weißröckchen څخه اخيستی دی.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ لومړۍ نېټه، بون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د بشپړه لينک سره د منبع يادونه حتمي ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په دغه بلاګ کي د ماشومانو له پاره لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
ننداره ده ننداره ـ د ماشومانو شعر
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
څلور دي کال کي موسمونه ـ د ماشومانو شعر
د ملالۍ نانۍ خور ـ د ماشومانو شعر
سهار سو ـ د ماشومانو شعر
ترپ و تروپ دی ـ د ماشومانو شعر

مياؤ مياؤ پستکۍ (د ماشومانو نکل)
وۍ وۍ وۍ نانۍ انجلۍ (د ماشومانو نکل)
پښتو نکل، د باچا لور او چونګښه (په ليک او ږغ کي)