په دغه پاڼه کي د اکاډمۍ د درې مياشتنۍ مجلې مطالب هم خپريږي.

 د پښتو اکاډمي کوټه بلوچستان چي د بنسټ ډبره يې په ۱۹۷۱ کال ايښودل سوې وه، خپله نوې وېبپاڼه آنلاين کړه. په دغه انټرنټپاڼه کي به ياده اکاډمي د خپلې درې مياشتنۍ مجلې د مطالبو تر څنګ د خپلو فعاليتونو او کتابونو په تړاو معلومات خپروي.


دغه نوې پاڼه د www.pashtoacademy.com تر ادرس لاندي په انټرنټ کي کتل کېدلای سي. د دغې پاڼي له پاره د فيسبوک پاڼه هم جوړه سوې ده چي هغه تر دغه لينک https://www.facebook.com/pashtoacademyquetta/  لاندي موندل کېدلای سي. 

ښايي پر دغه پاڼه په نژدې راتلونکي کي د پښتو ژبي سره د تړلو اکاډميکو څېړنو د موضوعاتو ځېرمه هم آنلاين کړل سي.

له الله مشکور يم چي د دغې پاڼي د جوړولو شرف يې ما ناچيز ته را په برخه کړ.

د پښتو اکاډمي کوټه بلوچستان غړو او همکارانو ته د دغې وېبپاڼي د آنلاين کېدو مبارکي ورکوم او دعا کوم چي الله دغه پاڼه د علم او پوهي له پاره ګټوره ثابته کړي. آمين
 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ