راته بازار کي يو نری سړی نژدې سو
بیا د خپل دين او عقيدې په قصيدې سو
ما ورته وويل چي زه يو مسلمان يم
له دينه نه اوړم پر کلک يمه افغان يم

 راته بازار کي يو نری سړی نژدې سو
بیا د خپل دين او عقيدې په قصيدې سو
ما ورته وويل چي زه يو مسلمان يم
له دينه نه اوړم پر کلک يمه افغان يم
خو که را اوړې ته زما دين ته وخت لرمه
که سرچپه دي وي غوښتنه درڅه ځمه
هغه مُسکی سو ويل څه دي چي افغان يې
په خپل وطن کي سرګردان خو مسلمان يې
موږ ډېر ترمخه افغانان دي اړولي
له کابل جان څخه مو دلته دي راوړي
موږ چي هغوی افغانستان کي عيسويان کړل
زړه مي خوشال دی چي هغوی مو پېرويان کړل
ته خو لا دلته ژوند کوې په هوسايي کي
زموږ تمدن زموږ په نظام ډيموکراسي کي
اول مُسکی سوم بيا خندا راغله په زوره
پړق پړق مي وخندل او بیا مي ويل ګوره
ښه افغان هغه دی مؤمن ښه مسلمان چي وي
له نفاق ليري تقوادار او ښه انسان چي وي
 هغه افغان چي ستا له پاره جان جهان پرېږدي
له ځانځاني او قومبازي څخه ايمان پرېږدي
هغه افغان چي د خپل دين او ملت نه سو پکار
ورڅخه وبه ویني خاوري ګټه خاوري ښه کار
خوشالۍ مه کړه ياد افغان چي دي د ځان کړ
غم دي نور خپل کړ عيسوی چي دي دا خان کړ
هغه په تاسو کي به راولي نفاق لوی
په ځانځاني کي به خپل ووينې هلاک زوی
په تا کي هم به سي رامنځ ته زر مذهبه
ژر به راولويږې ستا دين له خپله دربه
یا به ملنګ سې، يا سيد او يا به پير سې ته
فرقې هزار ټاپي هزار هم به زهير سې ته
نور عيسوی به نه سې پاته فارسيبان به سې
يا هزاره، يا به تاجک او يا اوغان به سې
کندهاری، ننګرهاری او خوستيوال به سې
يا پنجشېری، يا هراتی يا پکتياوال به سې
ته به خلجی سې، دُرانی به سې، ازبک به سې
شماليوال، مشرقيوال به سې وردګ به سې
په شرمو و به شرموي ستا دوی نظام ټول
ستا نظريې، ستا مفکورې او نور احکام ټول
تا هيڅ افغان مسيحي کړی نه دی پوه سه ته
تا مسيحيت کړلی افغان په دې ښه پوه سه ته
وژاړه وژړاه په وينو باندي وژاړه
چي په لوی لاس دي ځان برباد کړ ډېر ډېر وژاړه
 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د فبرورۍ ۹مه نېټه، بون 

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
داصيل خيلو کانفرانس ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
د قانون مخ ته (لنډ نکل)
آيا تذکرې له بهرنيو استخباراتو خوندي دي؟ ږغيزه مرکه
واده د عنقريبي او غلوچ ( د ع و غ نکل)
«پرتوګ ورڅخه کش کړه...»