source of image: https://i.ytimg.com/vi/9jHyhTajMzc/hqdefault.jpg
source of image: https://i.ytimg.com/vi/9jHyhTajMzc/hqdefault.jpg

 کوچنۍ چونګښې يوه ورځ وکړ تکل
ونه يوه يې کړه په نخښه د ځنګل

 کوچنۍ چونګښې يوه ورځ وکړ تکل
ونه يوه يې کړه په نخښه د ځنګل
ويل تر دې به جګه نه وي ونه بله
د دې و سر ته به ختل آسان وي کله
نن يې و سر ته ورختل غواړمه زه
راته پيښيږي که ستړيا او بل هر څه
نورو چونګښو ورته وکړلې نعرې
چي ګوره تېر سه ته له خپلې ارادې
هغوی ويل چي ناممکنه دغه کار دی
هڅه کوونکی يې يا مړ يا خوار و زار دی
خو د کوچنۍ چونګښي ټينګه اراده وه
بااعتماده په خپل ځان ډېره ډاډه وه
هغې کرار کرار مزل پېل کړ پر درخته
څوکي ته دا ورسېده پسله څه وخته
کوچنۍ چونګښه چي کڼه وه په غوږو
څښتنه ځکه وه د جګو حوصلو
برياليتوب د هغه چا وي په نصيب
منفي خبري چي نه اوري د رقيب

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د می ۸مه نېته، بون 

يادونه: دغه نکل مي په انګليسي ژبه لوستی ؤ چي اوس مي په پښتو نظم کي بيان کړ. خو دا چي د نکل اصلي منبع کومه ده، چا څه وخت ليکلی دی؟ په هکله يې معلومات نه لرم.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
پنځه حسه ـ د ماشومانو شعر
دوه سادګان ـ منظوم نکل