هغه لايق ځوان چي په ډېر کم عمر يې خپل سپېره کور او کلي ته له لندن او امريکې د حقوق پوهنې سندونه او ډګرۍ راوړې...

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

هغه لايق ځوان چي په ډېر کم عمر يې خپل سپېره کور او کلي ته له لندن او امريکې د حقوق پوهنې سندونه او ډګرۍ راوړې، په ډېر کم عمر د حقوق پوهنې د پوهنځي رئيس سو، له وړکتوب څخه تر ځوانۍ يې په زرهاؤ ساعته د علم له ړنا څخه د سينه ډکولو په خاطر زحمت وکښی، د علم رڼا يې نورو ته رسوله او د محصيلينو استاد ملګری او سرمشق ؤ، هغه ځوان چي د کوزدې د نکروځو خوشبو يې لا له ورغوي نه وه تللې، هغه ځوان چي د خپلي مور د زړه ټوټه او د سپيره وطن ډېوه ؤ، ظالمانو په فرض روژه دغه ډېوه ګُله کړه او د هغه له تودې رڼا څخه يې دا سپيره کلی او کور محروم کړ.

استاد بېرسټر امان الله اڅکزی تېره ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۸مه نېټه) په کوټه کي چيري چي هغه د حقوقو د پوهنځي (لا کالج) رئيس ؤ، د نا معلومو کسانو له خوا په ډزو شهيد کړل سو. الله دي يې شهادت قبول کړي، مور پلار او کورنۍ ته دي يې الله صبر ورکړي او الله دي له دغه وطنه توپک او ټوپکوال ورک کړي. آمين

ځوان استاد بېرسټر امان الله اڅکزيه، الله دي مل سه، الله دي قبر د جنت په باغچه بدل کړه.

ربّنا ارحمنا وارحم المسلمين والمسلمات، الأحياء منهم والأموات
آمين ثم آمين
احمدولي اڅکزی، بون

(دغه مطلب په فيسبوک کي)
(د دغي پيښي خبر له نېشن وېبپاڼي څخه په انګريزي ژبه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
امېده ياره څه سوې؟