دلته نه يوازي انځورونه بلکه ستاسو او نورو د ماشومانو په تړاو د هر ډول شخصي معلومات محرموالی مطرح دی. 

يادونه: د ماشومانو له پاره منظوم او منثور نکلونه پر www.kochnai.com لوستلای سئ.

  
لطفا دغه ليکنه ډېره جدي ونيسئ او د نورو سره يې share يا شريکه کړئ.

په فيسبوک، ټويټر او په مجموع کي پر انټرنټ د خپلو او پرديو ماشومانو ( د نوو زېږېدلو ماشومانو، پر خاپوڅو تلونکو، لوبي کوونکو او ښوونځي يا مکتب يا سکول ته تلونکو ماشومانو او نورو ماشومانو ) انځورونه خپرول د هغوی له حقونو څخه يو لوی تېری دی.

دا ځکه چي هغوی لا ډير واړه وي او خپرونکي بېله دې چي له هغوی سره د مشورې امکان ولري، د هغوی انځورونه خپروي. خو دا چي انټرنټ هيڅکله هم شی نه هېروي او دغه عکسونه به په لوی احتمال سره تر سلونو کلونو يا لا زیات وخت پوري په انټرنټ کي د ټول انسانيت له پاره د ليدلو وړ وي، نو دا يوه ډېره جدي موضوع ده.

ايا له ځان څخه مو پوښتلي چي کله چي ستاسو اولاد بالغ سي او د کومو دلايلو پر اساس هم غواړي چي له انټرنټ څخه خپل انځورونه ليري کړي، نو بيا به څنګه دغه کار کوي؟

لطفا خپل د کور کړکۍ او دروازه مو وتړئ او پر انټرنټ يې تر ابده د خلکو ننداره مه جوړوئ. لطفا د خپلو ماشومانو د انځورونو په خپرولو سره د هغوی پر حقونو تېری مه کوئ.

ايا تاسو خبر ياست چي په نړۍ کي مريض انسانان سته چي له انټرنټ څخه د ماشومانو او صغيرانو انځورونه د خپلو ناروغو جنسي اړتياؤ پوره کولو له پاره استعمالوي؟ خو دا د لانجې يو اړخ دی. ګڼ شمېر نور دلايل سته چي بايد څوک د ماشومانو انځورونه پر انټرنټ خپاره نه کړي.

يو دليل چي څوک بايد پر انټرنټ د خپلو اولادونو او يا د نورو ماشومانو انځورونه خپاره نه کړي، دا هم کيدلای سي چي هغوی د بد نظره يا نظر نه سي. نظر کېدل يا له بد نظره کېدل په احاديثو ثابته خبره ده او وجود لري. يعني د اسلام د مبين دين له مخي نظر کېدل ممکن دي او حتی نظر سوي کس ته له کوچني تاوان څخه نيولې حتی تر مرګ پوري تاوان رسولای سي. که څوک پر انټرنټ د خپلو خوږو ماشومانو انځور خپروي نو دا امکان هم موجود وي چي ماشوم يې نظر سي.

دلته نه يوازي انځورونه بلکه ستاسو او نورو د ماشومانو په تړاو د هر ډول شخصي معلومات محرموالی مطرح دی.

کله چي د دې وروسته د کوم چا د ماشوم انځور پر فيسبوک یا بل چيري ووينئ، هيله ده چي د مبارکۍ او نورو تبصرو پر ځای ورته وليکئ چي د خپل اولاد د شخصي معلوماتو د محرموالي احترام دي وکړي او د خپل ماشوم حقونه دي تر پښو نه لاندي کوي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۷مه نېټه، بون

پر محرمو معلوماتو او د هغوی پر خونديتوب زما لاندنۍ زړې ليکنې هم ولولئ:

 

خپل ناموس د انټرنټ څخه وساتئ
http://bit.ly/2aZPCav
«زموږ د ښځو انځورونه را پاک کړه»
http://bit.ly/2aRdgTL
برېښناليک د ارتباط تر ټولو غېرمحفوظه لاره ده
http://bit.ly/2aRcCGa
نوې ټيکنالوژي او لوڅ افغانستان
http://bit.ly/2aDkISU
د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
خپل ناموس د انټرنټ څخه وساتئ
«زموږ د ښځو انځورونه را پاک کړه»
برېښناليک د ارتباط تر ټولو غېرمحفوظه لاره ده
لطفا د برېښناليک اخلاقي اصول مراعت کړئ