source of image: http://www.interestingemails.com/wp-content/uploads/2012/01/poor-child-beggers.jpg
source of image: http://www.interestingemails.com/wp-content/uploads/2012/01/poor-child-beggers.jpg

يو سوالګر راغلی يو ځوان ته
خير ويل غواړم تا او ځان ته
ځوان هم د زرو نوټ عطا کړ
حيران هغه يې په سخا کړ

 

يو سوالګر راغلی يو ځوان ته
خير ويل غواړم تا او ځان ته
ځوان هم د زرو نوټ عطا کړ
حيران هغه يې په سخا کړ
ځوان بيا ترې وپوښتل چي ولي
داسي زهير ګرځې بې وزلې
سوالګر وويل اې ځوانه
نن چي زه ګرځمه نا توانه
علت يې دا چي مصرفي وم
زه هم دا ستا په شان سخي وم
ځوان اول غوږ او بيا ګويان سو
و سوالګر لره مسکان سو
دنيا چي څرخي او راڅرخي
ازلي دي ويل دا برخي
رزق و هر چا ته دی ټاکلی
رازق له مخکي لا ليکلی
نه هيڅ کميږي نه زياتيږي
نه له سخا څوک وږی کيږي
و انسان ورور ته چي کومک سي
رزق پر هغه به برکت سي
هيڅ نه کميږي نه ختميږي
رزق چي په ګډه خوړل کيږي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د اګست ۱۵مه نېټه، بون 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
ژوند او هنر ـ منظوم نکل
منطق او تعليم ـ منظوم نکل
دوه سره يو بوک ـ منظوم نکل
ازلي وږي او ښادي ـ منظوم نکل
د کوزدې جرګه ـ منظوم نکل
اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل