source of image: http://www.sligoislamicsociety.com/modules/blog/dataimages/IMG_90572E-2F7091-DD90B8-C3C90F-0B0F00-D63DEC.png
source of image: http://www.sligoislamicsociety.com/modules/blog/dataimages/IMG_90572E-2F7091-DD90B8-C3C90F-0B0F00-D63DEC.png

واوره نن ته د دين ويناوي
اسلام لري پنځه بناوي
لومړۍ بنا د کلمې ده
د شهادت خوږې جملې ده

 دغه او د ماشومانو له پاره نور ورته نظمونه او نکلونه پر www.kochnai.com هم لوستلای سئ.

واوره نن ته د دين ويناوي
اسلام لري پنځه بناوي
لومړۍ بنا يې کلمه ده
د شهادت خوږه جمله ده
چي الله صرف واحد الله دی
او محمد (ص) رسول الله دی
لمونځ دی د دين بنا دويمه
مدام يې ته ساته قايمه
د مسلمان دي معراجونه
فرض پنځه چي دي لمنځونه
مياشت رمضان کي فريضه ده
بنا درېيمه چي روژه ده
زکات بنا ده څلورمه
زه خپل نصاب ورته څارمه
چي کال پر تېر سي که سره زر وي
نغدي يا مال يا هم سپين زر وي
زکات يې دی دوه نيم فيصده
ادا به کړم تر ياده حده
حج ده بنا د دين پنځمه
امکان چي ولرم نو ځمه
د اسلام دي پنځه بناوي
حفظ يې کړه دغه ويناوي
کلمه لمونځ او بيا روژې دې
زکات او حج هم فریضې دي
 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۶مه نېټه، بون

  

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
غاښ مي ښوري ـ د ماشومانو نظم
پنځه حسه ـ د ماشومانو شعر
پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ ـ د ماشومانو نکل