«د علمي او فرهنګي شخصيتونو د ستاينې او هڅونې» علمي سيمينار 

 

د سوېډن په مالمو ښار کي «د علمي او فرهنګي شخصيتونو د ستاينې او هڅونې» علمي سيمينار د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر په ۱۷مه نېټه جوړ کړل سو. دغه غونډه په سوېډن کي دافغانانو د دوستۍ فرهنګي ټولنې او د اريانا کلتوري ټولنې له خوا جوړه کړل سوې وه. غونډي ته د نورو وينا والو تر څنګ د غونډي کوربه حبيب الله غمخور او استاد ډاکټر نظرمحمد سلطانزي ځدران هم ويناوي واورولې.

 

په دغه غونډه کي افغان فزيکپوه رحمت الله تنها، د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پروژې مسؤل احمدولي اڅکزی، ژورنالسته فرېبا چرخي، ليکوال عبدالغفور اميني او هنرمند امان الله اميري وستايل سول او ورته د ستاينليکونه ورکول سول.

 

په غونډه کي د سوېډن د يو شمېر افغانانو تر څنګ د اروپا له بيلو برخه راغلو افغانانو ګډون کړی ؤ.

د قاموسونه ټکی کام پروژې د دغې غونډي په وياړ د سوېډني پښتو قاموس آنلاين کړ. 

 

انځور اخيستونکی: څاروان ځواک
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
دقاموسونوبنسټګر احمد ولي اڅکزي په ویاړ
احمد ولي اڅکزی او د کوچنیانو ادب
لومړی سوېډني پښتو قاموس آنلاين سو
سوېډني پښتو قاموس د موبايل تليفونونو له پاره