source of image: https://i.ytimg.com/vi/VeZLOW11hmU/hqdefault.jpg
source of image: https://i.ytimg.com/vi/VeZLOW11hmU/hqdefault.jpg

له يو شاهده اورېدلې مي کيسه ده
رشتيا ترخه ده د تاريخ يوه حصه ده
د چمن ښار ته چي راغلي مهاجر ول
له شمالي ولايتونو خاک په سر ول

 له يو شاهده اورېدلې مي کيسه ده
رشتيا ترخه ده د تاريخ يوه حصه ده
د چمن ښار ته چي راغلي مهاجر ول
له شمالي ولايتونو خاک په سر ول
د دوی په سيمه کي راغلي پر قدرت ول
توپکيان داسي چي ظالم وړ د نفرت ول
دا توپکيانو را شړلي ټول دا خلک ول
دوی شړل سوي مهاجر ټول وطن ترک ول
د چا ؤ ورور د چا ؤ زوی ور وژل سوی
د چا ؤ کور د چا ناموس ور لوټل سوی
لنډه يې دا چي دوی زهير ول مظلومان ول
هر څه بايللي دوی عاجز ول خوارکيان ول
له عاجزانو خوارکيانو شمله ور يو
سو راولاړ او مړ يې کړ بل برېتور يو
نه تمېدی يې هيڅ د اوښکو اوږد قطار
سپينږري پلار چي زوی خپل ښخ کړ په سهار
د ده په کور کي صرف همدغه نر بچی ؤ
د زياتو خوېندو صرف يو ورور دا خوارکی ؤ
مقتول عاجز پلار يې عاجز دوی بې ازار ول
دوی ډېر کمزوره مهاجر ول خوار و زار ول
همدا ؤ راغله شملور ورته جرګه سول
پلار د مقتول لره ګويان سول مرکه سول
ويل ستا زوی درته در پېښه دُښمني کړه
اوس لا وختي دی ته يې ختمه دا بدي کړه
واړي درې لوڼې دي ته ورکړه و دښمن ته
دې خاندان ته د ښاغلو عزتمن ته
د مقتول زوی مړی يې تود ؤ لا هېر نه ؤ
خو اور د ظلم لا باقي ؤ او تېر نه ؤ
سوله او روغه خو رشتيا يو لوی نعمت دی
له جنګه وران دی که جهان که عاقبت دی
خو چي ظالم ته عفوه وسي او هم سپين سي
د مراعاتو دی څښتن ګدي نشين سي
په کومه سوله چي مظلوم لا نور مظلوم سي
بېرته به جنګ سي دا ګبين به نور زقوم سي


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۲۹مه نېټه، بون

 

اصلاح سوې بڼه:

 له شاهده اورېدلې مي کيسه ده
که ترخه ده د تاريخ يوه حصه ده
چمن ښار ته چي راغلي مهاجر ول
له شماله تښتېدلي خاک په سر ول
د دوی سيمي لاندي کړي ظالمانو
زورواکانو، لنډغرو، توپکيانو
ور پرېيښي ول مالونه او کورونه
تر دې ځايه رسولي ول سرونه
د چا ورور او د چا زوی ؤ وژل سوی
د چا کور د چا ناموس ؤ لوټل سوی
لنډه دا چي له وطنه شړل سوي
تر دې ځایه په خواریو رسیدلي
په دې خلګو کي بیوزله کورنۍ وه
وږې،تږې ستړې سوې له خوارۍ وه
زوړ بابا ؤ،ډیري لوڼي یو یی زوی ؤ
دا هلک يې بس د ګټي د خوارۍ ؤ
يو برېتور ورسره وکړ يو ورځ جنګ
ځوان يې شهيد کړ په سرو وينو باندي رنګ
په سهار چي جنازه پلار ښخوله
د زړګي ټوټه یې خاورو ته سپارله
ترخې اوښکي یې پر مخ را بهیدلي
تر زړګي یې هم سرې ویني څیڅدلي
بله ورځ یې د پاتا او د دعا وه
د بابا په کورګي ګډه واویلا وه
لا ټغر ته د پاتا خلګ راتلله
شملورو! بیا جرګه تیاروله
شمله ورو!،بریتورو!،ږیرورو!
مرکه وه د بدۍ د ختمولو
ویل دود د ئ زموږ د سیمي چي بدي
نه ختمیږي چي په کښي نوزي دوستي
لوڼي ورکړه مقابل لوری پخلا کړه
له خپل سره ځیني لیري دا بلا کړه
که نه ته او کورنۍ به دي قتلیږي
دا کیسه موږ ته له ورایه معلومیږي
ویل زوی دي درته پیښه دښمني کړه
اوس لا وخت دئ ته یې ختمه دا بدي کړه
زموږ د سیمي دود دستور دئ مرکه ده
زموږ د ټولو همداغسي فیصله ده
سوله ژوند دئ ،سوله ښه ده ورک دي جنګ سي
دجګړو او د جنګونو دي ورک رنګ سي
خو په سوله چي مظلوم لا نور مظلوم سي
بیا به جنګ سي دا ګبین به بیا زقوم سي
رب د ي ختم کړي وحشت ،جنګ او ظلمونه
اور دي واخلي زموږ د ایو شمیر رواجونه

 

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
ورور که پنير ـ د ماشومانو منظوم نکل
د کټ خېزونه ـ د ماشومانو منظوم نکل
پر نس مي درد دی الوۍ ـ د ماشومانو منظوم نکل
هندو مسلمان ـ منظوم نکل
د ځنګل جګړه ـ منظوم نکل
مچمچۍ او زمری ـ منظوم نکل
خواږه شيان ـ د ماشومانو منظوم نکل
خر او پاچهي ـ منظوم نکل
د ښامار هګۍ ـ منظوم نکل
د سپي او بيزو پاچهي ـ منظوم نکل
موږک پهلوان ـ د ماشومانو منظوم نکل
حلال چينايي ـ منظوم نکل
له بلي نړۍ ـ منظوم نکل
د پردېس سلاته ـ منظوم نکل
سوالګر او سخي ـ منظوم نکل
ژوند او هنر ـ منظوم نکل
منطق او تعليم ـ منظوم نکل
دوه سره يو بوک ـ منظوم نکل
ازلي وږي او ښادي ـ منظوم نکل
د کوزدې جرګه ـ منظوم نکل
اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل