د ببرک کارمل د واکمنۍ وخت ؤ چي د کابل کور ته مو له کلي يو سپينږری مېلمه راغلی. 

 د يو ملګري نکل درته کوم چي نن يې راته وويل:

«د ببرک کارمل د واکمنۍ وخت ؤ چي د کابل کور ته مو له کلي يو سپينږری مېلمه راغلی. دغه مېلمه تر مخه تلويزيون نه ؤ ليدلی. کله چي ما د هغه وخت په يوه روسي تلويزيون يو روسی کانال ونيوی، نو پکښي خبرونه روان ول. زه ولاړ سوم چي ډوډۍ راوړم او سپينږری کليوال مېلمه په کوټه کي يوازي پاته سو. کله چي زه راغلم نو وينم چي خبرونه پای ته رسيدلي او د يخي پر سر د يو نارينه او ښځي داسي رقص روان دی چي پکښي هغه رقص کوونکي ښځي په جامو اغوستلو کي زښته زياته سپما کړې وه. ما دستي تلويزيون ګل کړ. ګورم چي مېلمه ډېر ناآرمه دی او کله پر تندي کله پر ږيره او کله پر يو او کله پر بل باړخو لاس تېروي. ما وپوښتل: حاجي کاکا خير دی؟ حاجي کاکا راته ويل: وراره دا د شوروي بچی ته حيران سوم چي ښځه يې په داسو جامو کي ورسره اتڼ کوي. دا زوی مړی به هم خوشاله وي چي په کور کي ستر (۱) لرم.»

د خندا وروسته مي له ملګري وپوښتل چي ياره دا نکل دي تر څه شي پوري در په ياد سو. هغه وويل:

«دا کيسه مي نن ځکه را په ياد سوه چي په فيسبوک کي مي سترګي بېله ارادې د نوي لوی باچا د ښځي د داسي يو انځور په ليدو خيرنې سوې، چي پکښي د کېمرې سترګې ته يې داسي کتل لکه چي وايي: جامې مي په قصد سره په کور کي هيري کړي دي.»

دغه دوست مي زياته کړه:

«اول مي وويل استغفرالله، بيا مي وويل فيسبوکيانو الله دي هدايت درته وکړي، او بيا مي وويل: سور مخې طلايي ورېښتان لرونکې نوي باچا ګُله ته به هم خوشاله يې چي په کور کي ستر لرې.»

دا چي د دغه  پخواني انقلابي ملګري سره خوشکلامي لرم، نو مي ورته وويل: «ستا دي خوا نه بديږي خو په ستر کي دي نه والله که د پخواني باچهانو خوند ؤ او نه دي والله که دا نوی باچا داسي خاص د ستر څښتن وي.» 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۱مه نېټه، بون

(۱) ستر: پرده

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
د قانون مخ ته (لنډ نکل)