قاموسونه ټکی کام د يوناني قاموس پر کمپيوتري او موبايلو پروګرامونو هم خپور کړ

 د قاموسونه ټکی کام پروژې څو ورځي تر مخه د يوناني پښتو لومړی قاموس آنلاين کړی ؤ. دغه قاموس اوس د قاموسونه ټکی کام پر مفت وينډوز پروګرام او د اندرويد او اېپل موبايلونو له پاره پر ځانګړو پروګرامونو يا اېپس هم تر لاسه کيدلای سي. د قاموسونه ټکی کام له پاره د کمپيوتري او موبايل اېپس کوډ يا پروګرام ځوان افغان کمپيوترپوه اجمل حمزه ليکلی دی.

 

د يادولو وړ ده چي دغه قاموس چي ۱۵۰۰۰ يوناني لغتونه لري، د قاموسونه ټکی کام د نورو ټولو قاموسونو په څېر صرف هغه وخت کارېدلای سي چي د موبايل يا کمپيوتري پروګرام کارونکی آنلاين وي. دغه قاموس آفلاين نه سي استعمالېدلای.

د يوناني پښتو او نورو پښتو قاموسونو د استعمال له پاره د وينډوز او موبايلونو پروګرامونه پر لاندنيو لينکونو موندلای سئ:

د قاموسونو له پاره د وينډوز مفت پروګرام:
http://bit.ly/2gXQsWT

د وينډوز له پاره «جادويي» پروګرام څنګه کار کوي؟ په لاندنۍ ويډيو کي يې زده کړئ:
http://bit.ly/2gsnmeK

د اندرويد موبايلونو له پاره:
http://bit.ly/1VnE796

د اېپل يا iOS موبايلونو له پاره:
http://apple.co/1QqMXUL

که غواړئ چي د قاموسونه ټکی کام د وېب پاڼي څخه د کار اخيستلو طريقه زده کړئ، نو لاندنۍ ويډيو وګورئ:
http://bit.ly/2gT6Q8b

هيله ده چي دغه او د قاموسونه ټکی کام نور خدمات ستاسو د کار د آسانۍ او د پښتو ژبي د پرمختګ سبب سي.

په درناوي

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د دسمبر مياشتي ۵مه نېټه، بون

 

 د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ