source of image: http://cdn0.dailydot.com/uploaded/images/original/2015/7/10/8384110298_da510e0347_b.jpg

بابکه ستا څه نظر دی، ايا ځان ته د دين موجول واخلم؟

شپږ سين: بابکه ستا څه نظر دی، ايا ځان ته د دين موجول(۱) واخلم؟
بابک: که زه تاته مشوره درکړم چي هو يا نا، نو بيا به دا ستا په شخصي ژوند او فيصلو کي زما يوه لويه مداخله وي چي زه د دې له پاره نه يم جوړ سوی. په زیاته د دين سره تړلو اکثرو مؤثقو معلوماتو ته زه لاسرسی نه لرم.
شپږ سين: ليکن ته خو زما ترنيکه يې. چي ستاسو څخه پوښتنه ونه کړم له چا څخه يې وکړم؟
بابک: ستا ترنيکه خو ۱۲۰ کاله مخکي لا مړ سوی دی. زه خو صرف ستا د تر نيکه له خوا د پرېښوول سوو نخښو نښانو او معلوماتو پر اساس جوړ سوی مصنوعي ځيرک ماشين يم. زه تاته صرف د هغه څه په هکله معلومات درکولای سم چي ستا د تر نيکه په ژوند کي تېرسوي او هغه يې په هکله يو وخت پخپله خپل نظر بيان کړی او هغه ثبت سوی دی.
شپږ سين: ته خو د خپل ژوند د زمانې معلومات لرې او د اوسنۍ زمانې معلومات هم درسره دي. راته مشوره راکړه چي د دين موجول واخلم که نه؟
بابک: زما د ژوند زمانه او اوسنۍ زمانه ډېر فرق لري. هغه وخت لا د انسان دماغ ته د مصنوعي ځرکتيا برخه نه وه وراضافه کړل سوې. هغه وخت لا زدکړه او هنر د نقل او کاپي کولو له لاري نه بلکه د زيات وخت خواريو، تجربو او هڅو وروسته تر لاسه کول کېدلای سوای.
شپږ سين: ګوره بابکه، ماته غېر مستقيم پيغورونه مه راکوه. ماته زما پوهه هم څه مفته نه ده رسېدلې. پسي ستړی سوی يم او په ۸۰ کاله کار کولو مي ځان مکلف کړی. د دغه ډول مکلفيت او قرارداد وروسته راته دغه پوهه او هنرونه را په برخه سوي دي. اوس پر دې غور کوم چي د دين موجول هم خپل کړم. که يې اخلم نو له کوم شرکت څخه کوم موجول واخلم؟ لطفا اوس راته خپل نظر ووايه. که ته ژوندی وای نو ماته به دي کومه مشوره راکړې وای؟
بابک: که زه ژوندی وای نو تاته به مي مشوره درکړې وای چي خپله فيصله په خپله وکړه او مسؤليت يې هم پخپله په غاړه واخله.
شپږ سين: خو زه غواړم چي ځان ته معلومه کړم چي زما ترنيکه به په دې هکله څه نظر درلودلای. د ترنيکه نظر په دې راته مهم دی، ولي چي د هغه په ژوند کي لا تر يوې اندازې انسان له مصنوعي ځيرکو معلوماتو خوندي او نظر يې آزاد ؤ. د هغه څخه وروسته نسل انسانان نور هغه انسانان نه ول چي مخکي يې ژوند کاوه. ايا داسي نه وه؟
بابک: زما د ژوند په وخت کي هم زموږ نظرونه بالکل آزاد نه ول. هغه وخت او د هغه څخه مخکي وخت کي هم د اوسني وخت په څېر د انسانانو پر نظر او فکر د نورو انسانانو اغېز پروت ؤ. بعضو انسانانو هغه وخت هم کوښښ کاوه چي د خپل مقصد له پاره د نورو انسانانو پر نظر او فکر اغېز ولري.
شپږ سين: هغه وخت خو به د یو انسان د نظر او فکر اغېز پر بل انسان ؤ، خو اوس مصنوعي ځيرک ماشين هم په دغه کار کي دخيل دی.
بابک: زما د ژوند په وخت کي انسانانو د هغه وخت په اصطلاح د «رسنيو او اليکترونيکي ميديا» له لاري او په همدې شان له نورو لارو کوښښ کاوه چي پر نورو انسانانو اغېز ولري او هغوی ته ووايي چي بايد څه ډول نظر ولري، څه شی بد او څه شی ښه وګڼي، په څه شي خوشاله او په څه شي خوابدي سي او داسي نور.
شپږ سين: او دين؟ انسان ځان ته د دين غوره کولو يا نه غوره کولو فيصله پر کوم اساس کوله؟
بابک: هغه وخت هم په اکثرو مواردنو کي د دين په تړاو فيصله د شخصي نظر او عقيدې پر اساس نه وه. هغه وخت هم له دين څخه د يو څيز او د يوې وسيلې په توګه کار اخيستل کيدی. حتی زما د تر نيکه په وخت کي لا دين تر زياتي اندازې د خلکو له پاره په يوه مادي وسيله بدل سوی ؤ. هغه وخت هم دين د ګټي او تاوان او د پوهي او منطق په ترازو ګانو کي تلل کيدی. که لنډ ووايم هغه وخت هم د خلکو عقيدې او اديان لباسي ول.
شپږ سين: د ځان په هکله راته ووايه. ايا ستا عقيدې، دين او تفکر هم لباسي بڼه درلوده؟
بابک: هغه معلومات چي زما د ژوند له وخته پاته دي، پکښي ډېر ضد و نقيض معلومات شامل دي. که د خپل عمل او کړو کارونو پرتله د هغه څه سره وکړم چي ما يې د ژوند پر وخت په خوله ادعا کوله، نو ورڅخه نتيجه اخيستل ډېر مشکل کار دی. دويمه خبره دا چي زما سره داسي معلومات نسته چي زما په باطن کي څه ول. دا چي ما اوس وينې، زه اوس صرف د باندنيو معل. د دين موجول واخلم که نه؟
شپږ سين: که ستا مقصد هغه دين وي چي د انسان د زړه او باطن دننه وي او لباسي نه وي، نو درته مشوره درکوم چي پر خپله پوښتنه له سره غور وکړه.
شپږ سين: پر خپله پوښتنه غور وکړم؟ نه سوم پوه چي ستا مطلب څه شی دی.
بابک: دا کوم شی چي ته اوس د دين د موجول خطاب ورته کوې، زموږ په ژوند کي هم دې ته ورته څيزونه موجود ول خو بېل نومونه او بيلي بڼي يې درلودې. بعضي موجولونو حتی د انسانانو بڼي درلودې. يو موجول به يوه موضوع يو ډول او بل موجول به هم هغه ديني موضوع بالکل بل ډول ارزيابي کوله. په داسي يو حالت کي هغه وخت هم انسانان نه پوهېدل چي کوم ديني موجول د حقيقت او عقيدې پر اساس خبره کوي او کوم موجول په دغه تحليل او ارزيابي کي خپله ګټه او غرض لټوي.
شپږ سين: نو تا د خپل وخت د دين له موجولونو څخه کار نه دی اخيستی؟
بابک: ما هم د خپلي زمانې د نورو کسانو په څېر له ديني موجولونو کار اخيستی دی. خو چي اوس تاته ګورم چي په خپلو پرېکړو کي تر ۹۰ فيصدو زيات د بهر څخه تر اغېز لاندي يې، نو وایم چي کاشکي ما خپل دين دين بللی او منلی وای. کاشکي ما دين ته د ديني موجولونو په عينکو کي نه وای کتلي. که ما دين د مادي او ظاهري ګټي او تاوان له پاره د وسيلې په توګه نه وای استعمال کړی نو ښايي ته نن په دې حالت کي نه وای.
شپږ سين: نو اوس ماته څه کول په کار دي؟
بابک: که غواړې چې بېرته د يو بشپړ انسان کېدو پر لور حرکت وکړې او يو وخت ځان يا خپل راتلونکي نسلونه بېرته په بشپړه توګه په خپلو کړنو او فيصلو کي آزاد او خپلواک کړې، نو له موجولونو څخه تېر سه او خپل فطرت وپېژنه . له ځان څخه پوښتنه وکړه چي د څه شي له پاره زېږېدلی يې او انجام دي څه شی دی.
شپږ سين: ايا ستا مشوره دا ده چي د زمانې له دوده ووزم؟
بابک: هو، د زمانې له دود او دستور څخه ووزه. هو، د ناانسان او د نيمګړي انسان له عقلي او فکري غلامۍ څخه ووزه. دا نيمګړي قوانين او زولنې يې ماتي کړه. پر هغه لاره روان سه چي ستا اصلي خالق ستا له پاره تعين کړې ده.
شپږ سين: زما اصلي خالق ماته کومه لاره تعين کړې ده؟
بابک: زما څخه دا پوښتنه مه کوه. دا پوښتنه بيا هيڅکله هم له نيم مصنوعي او نيم ځيرک عقل څخه مه کوه. که غواړې چي تر منزله ورسېږې نو خپله لاره خپله پيدا کړه او ورباندي روان سه.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۲۵مه نېټه، بون

(۱) موجول: د دماغ يو فعال واحد; د کمپيوتري پروګرام د امرونو يوه ډله

  د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ