source of image: http://bit.ly/2tLUR2f
source of image: http://bit.ly/2tLUR2f

دغه پرهار، زخم ناسور کله رغيږي؟
زموږ دغه قوم به کله بيا سـره يو کيږي؟

 رشتيا کيسه ده پيښه سوې په بازار کي
په ښکلې کوټه ښکلي بڼ غوندي دې ښار کي
په يو محفل کي راټول سوي مېلمانه ول
دوی ښکلي خلک، مهربان، دوی پښتانه ول
په مـشـرانو کي حاضـر يو لوی قاضـي ؤ
دی له خپل ژونده، له خپل کاره ښه راضـي ؤ
دی لومړی کس ؤ د خپل قوم له خپلې سـيمي
چي مقرر ؤ پر دې دندې لو مهمې
په زړه کي درد د خپل ولس ورسـره مل ؤ
دی و مظلوم لره کومک دُښمن د غل ؤ
له کندهاره هم راغلی يو ښه ځوان ؤ
له مېلمنو څخه مېلمه پر دې سترخوان ؤ
کله چي پوه سو چي قاضـي سړی دانا دی
بل دی غني د تجربې له لو غنا دی
ويل: پوښتنه مي په زړه کي له زیات وخته
داسـي راشنه ده لکه پراخه لويه درخته

که اجازه وي زه به وکړم دا پوښتنه
په احترام يې د جواب کوم غوښتنه
دغه قاضي چي سرحدي د پاکستان ؤ
ده اجازه ورکړه مېلمه ته چي افغان ؤ
ځوان ويل: موږ یو په ډيورنډ سـره ويشلي
د يو ټبر خلک دوو اړخو ته پاشلي
دغه پرهار، زخم ناسور کله رغيږي؟
زموږ دغه قوم به کله بيا سـره يو کيږي؟
کله به پاکه سـي دا کرښه بېلوونکې؟
کله به پای مومي خپسکه بېروونکې؟
قاضـي ويل: خبره واوره ځوانه وروره
ته عِلم خپل کړه، پوهه خپله کړه بیا ګوره
که کرښه وي، که کرښه نه وي، ته به جوړ سې
له مرګه پاته به ولس په عزت زوړ سې
ته به مالک، ته به څښتن د لر او بر يې
ته به خپلواک، ته به لارښود د بحر و بر يې
که کرښي نه وي خو بې عِلمه يو ټَبَر وي
ناست به هميش هغه د غم پر لوی ټَغر وي


د ۲۰۱۷ کال د جولای ۲۹مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page