source of image: http://rgcl.wlv.ac.uk/2015/10/26/ma-in-corpus-lexicography/
source of image: http://rgcl.wlv.ac.uk/2015/10/26/ma-in-corpus-lexicography/

په ۲۰۱۳ کال په کندهار کي د پښتو نړيوال سيمينار کي اورول سوې مقاله

 يادونه: دغه مقاله مي په ۲۰۱۳ کال په کندهار کي د پښتو د نړيوال سيمينار له پاره ليکلې وه. ما خپله ونه کولای سوای چي د څو لاملونو له کبله د درنو منتظيمينو دعوت ته لبيک ووايم او کندهار ته ولاړ سم، خو دغه مقاله مي د ږغ په توګه ولېږله چي په دغه سيمينار کي درنو حاضرينو ته واورول سوه. د مقالې متن دلته لوستلای سئ:

په پښتو قاموس ليکنه کي د نوي ټيکنالوژۍ استعمال
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم
اما بعد
فاعوذ بالله من شيطن الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ 02:30
وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنْبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَٰؤُلَاءِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 02:31
قَالُوا سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ 02:32
قَالَ يَا آدَمُ أَنْبِئْهُمْ بِأَسْمَائِهِمْ ۖ فَلَمَّا أَنْبَأَهُمْ بِأَسْمَائِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ 02:33
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ 02:34
صَدَقَ اللهُ العَلیُّ العَظیمُ

زما د احمدشاهي او ښايسته کندهار ښايستو خلکو، درنو او قدرمنو استادانو، مشرانو، د قلم او نظر خاوندانو، د افغانستان او د افغانستان د دباندي څخه راغلو درنو مېلمنو، ورونو او خويندو، دوستانو او عزيزانو
السلام عليکم و رحمته الله وبرکاته

په لومړي سر کي د ښکلا د څښتن حمد و ثنا وايم چي په اشرف البلاد کندهار کي داسي يوه ارزښتناکه او مهمه څېړنغونډه جوړيږي او پکښي د ليري او نژدې څخه دومره ښايسته انسانان برخه اخلي. په دويم قدم کي د درنو منتظمينو څخه مننه کوم چي په پښتو قاموس ليکنه کي د نوي ټينکالوژۍ د استعمال او اهميت پر موضوع يې ماته ستاسو سره د نظر شريکولو دعوت او موقع راکړه.

درنو حاضرينو،
د وينا په پېل کي چي مي د قرآن پاک د دويمي سورې بقرې د 30 څخه بيا تر 34 پوري د آيتونو د تلاوت سعادت په برخه سو، په هغو کي د حضرت آدم ع د داستان يوه برخه بيان سوې ده. پدغو مبارکو آيتونو کي راغلي چي الله تعالی ملايکو ته وويل چي غواړي په مځکه کي خپل خليفه پيدا کړي. ملايکو ورته وويل چي داسي يو څوک چي د مځکي نظم خراب کړي او ويني توی کړي؟ او دا چي دوی يعني ملايکي خو د الله تعالی حمد ثنا کوي. الله تعالی ورته وويل چي هغه په هغه څه خبر دی چي ملايکي ندي په خبري. بيا الله تعالی حضرت آدم ع ته د ټولو شيانو نومان ورزده کړل او بيا يې دغه شيان ملايکو ته ورښکاره کړل او د هغوی څخه يې د دغو شيانو نومان وپوښتل چي د هغوی نه ول زده. بيا الله تعالی د آدم ع څخه وغوښتل چي د دغو شيانو نومان ورته واخلي او هغه د دغو شيانو نومان ورته واخيستل. د هغه وروسته الله تعالی پر ملايکو حکم وکړی چي آدم ع ته سجده وکړي، چی هغوی همداسي وکړه خو شيطان د تکبر له وجې انکار وکړی او د کافرانو څخه سو.

قدرمنو حاضيرينو،
لومړی خو د دغو آيتونو څخه دا اخذ کولای سو چي علم او بيان هغه شيان دي چي د انسان د اشرف المخلوقات کېدو هغه اصلي اسباب بلل کېدلای سي. دويم دا چي حضرت آدم ع، چي د ټولو شيانو نومان يې زده ول، پخپله يو ژوندی قاموس ؤ. پدې توګه سره کولای سو چي ووايو چي د قاموس تاريخ د انسان د تخليق د تاريخ سره يو ځای شروع سوی دی.
تر ټولو زاړه ليکل سوي قاموسونه چي موندل سوي دي، هغه د نن څخه تقريبا 4300 کاله تر مخه د اکد په سطلنت کي ليکل سوي ول. دغه دوه ژبيزه تختې دي چي ورباندي د سومېري او اکدي ژبو لغتونه کونده سوي دي. داسي هم ويل کيږي چي د چينايي ژبي يو ژبيزه موندل سوي قاموسونه حتی تقريبا 4800 کاله تر مخه ليکل سوي ول.

د پښتو ژبي په برخه کي تاريخپوهان وايي چي معرفت الافغاني د پښتو په پېژندل سوو لومړيو قاموسونو کي حسابيږي. دغه کتاب د کندهار يو عالم پيرمحمد کاکړ د احمدشاه بابا د زوی شهزاده سليمان د تدريس په مقصد د نن څخه تقريبا 250 کاله تر مخه (تقريبا 1760م مېلادي کال) ليکلی ؤ چي په پښتو او فارسي ژبه دی. پدغه قاموس کي د پښتو جملو تر څنګ د پښتو لغتونو فارسي معناوي هم ليکل سوي دي.
د هغه څخه وروسته په 1806م مېلادي کال د نواب محبت خان رياض المحبت، په 1808م مېلادي کال د نواب الله يار خان عجايب اللغات، په 1938م مېلادي کال د محمدګل خان مومند د پښتو سيند، په 1940م مېلادي کال د لعل محمد خان او استاد عبدالحی حبيبي صاحب سپېڅلې پښتو، په 1950 او 1955م کلونو کي د زودين پښتو روسي او روسي پښتو قاموسونه، په 1957م مېلادي کال د عبدالله افغان نويس افغان قاموس، په 1966م مېلادي کال د استاد اسلانوف پښتو روسي قاموس چي پکښي 50000 پښتو لغتونه په روسي ترجمه سوي ول، په 1975م مېلادي کال انګليسي پښتو او په 1979م ميلادي کال د پښتو انګليسي او پښتو تشريحي قاموسونه چي په کابل کي د علومو د اکاډمۍ لخوا چاپ سوي ول. د يو شمېر نورو پښتو قاموسونو تر څنګ په 1994م مېلادي کال د خدای بخښلي قلندر مومند او فريد صحرايي درياب نومي پښتو پښتو قاموس هم د يادولو وړ دی. په اوسني وخت کي د پښتو په قاموس ليکونکو کي استاد مجاور احمد زيار، ښاغلی ډاکټر محمد اکبر وردک، ډاکټر عبدالحميد بهيج، ډاکټر محمد اکرم ملکزی، محمد عارف وردګ، استاد آصف صميم، عصمت الله څاروان او يو څو نور درانه ليکوالان د يادولو وړ دي.

درنو حاضيرينو،
قاموس ليکنه د ژبيوهنې يوه زښته مغلقه او پراخه عملي او تيوريتيکي څانګه ده. په عمومي توګه د يو قاموس ليکنه د يو کس يا لږ شمېر کسانو د وس کار ندی. دا هغه وخت هم که دغه کس يا کسان پوره عالمان هم وي. قاموسونه ليکل په اصل کي د اکاډميو او د لويو علمي ډلو کار دی. د مثال په توګه د فرانسې په هيواد کي د 1905م مېلادي کال يعني د 108 کلنو راهيسي په پرله پسې توګه Petit Larousse نومي قاموس د Académie française لخوا چاپيږي. پر دغه قاموس د 108 اتو کلنو راهيسي کار جريان لري او همېشه يې نوي بڼي چاپيږي. لاغوس نومي دغه قاموس چي په فرانسوي ژبه کي پخپله د سيند يا قاموس سينونيوم يا هم مانعا لغت ګرځېدلی دی، ورباندي د 40 کارپوهانو يوه ډله دايمي کار کوي. دغه څلوېښت کسان د علم د بيلابيلو برخو سره تړاو لري چي پکښي د شاعرانو او ليکوالانو تر څنګ سايسنپوهان هم شامله دي. کله چي د دغو 40 کسانو څخه يو مړ سي نو پاته 39 کسان د خپلي ډلې لپاره 40 م نوی کس انتخابوي. خو داسي يو کس چي زيات کتابونه يې ليکلي وي او په خپل مسلک کي کارپوه او په ټوله فرانسه کي منل سوی او پېژندل سوی عالم وي.

که موږ د ياد فرانسوي قاموس لاغوس د ليکنې جريان د پښتو قاموس ليکنې سره مقايسه کړو نو ډېر ژر راته روښانه کيږي چي ټول هغه کسان چي په يوازي سر يې د پښتو قاموسونه ليکلي او يا يې په دوو کسانو دغه کار بشپړه کړی وي، هغوی د پښتو څومره لوی قهرمانان او څومره لوی محسنان دي. قاموس ليکنه د شعر د ليکلو په ډول نده چي الهام راسي او په لږ وخت کي يو نظم بشپړه سي. قاموس نثر هم ندی چي قلم يو واري وچليږي نو د کاغذ پاڼي ډکي کړي. په قاموس ليکنه کي هر لغت خپل ځان ته يو جهان او د څېړنې او پلټنې جلا موضوع ده. قاموس ليکنه يو دومره لوی مسؤليت دی چي ښايي په يوه ژبه کي بله داسي د مسؤليته ډکه څانګه او وظيفه نه وي. هغه پدې دليل چي کله چي که يو چا ته د املا او انشا يا د معنی په هکله شک ورپيدا سي نو و قاموس ته مراجعه کوي او له همدې کبله قاموس بايد درست وي او بايد مراجعه کوونکي ته سمه رهنمايي وکړي.

دا د شکر ځای دی چي د پښتو قاموس ليکنې په ډګر کي دغه اندازه کار سوی دی، لکه سوی چي دی. خو دا هم يو تريخ حقيقت دی چي کوم کار چي سوی دی، هغه ابتدايي بڼه لري او اصولي ندی. د مثال په توګه موږ په ورځني ژوند کي زيات داسي لغتونه په خبرو او ليکنو کي کاروو چي تر اوسه په يو پښتو قاموس کي هم ندي ثبت سوي. زه پدې نظر يم چي د پښتو ژبي د تر ټولو مهمو اړتياؤ څخه هغه مهمترينه اړتيا د پښتو د لهجو د اوسنيو لغتونو يا پانګې راټولونه ده. دا يو داسي کار دی چي د هري ورځي ځنډ پکښي د نه تلافي کېدونکي تاوان سره مل کار دی. پښتو ژبه د ګلوبلازېشن له کبله د نورو ژبو او کلتورنو تر بريد لاندي ده. هغه څوک چي پخوا يې په خپله لهجه کليوالي خبري کولې اوس تلويزيون ويني او راډيو اوري او ورڅخه مصنوعي لهجه زده کوي. کله چي څوک د دغو کسانو سره خبري وکړې، نو ته چي وای راډيو يې چالانده کړه. ولي چی بالکل هغه د راډيو په رکم خبري کوي.

زما د ملگري يوه درې نيم کلنه خوږه لورکۍ ده چي په جرمني کي د خپل مور او پلار او يوې يو نيم کلنې خور سره اوسيږي. پلار يې راته کيسه کوله چي د دغې انجلۍ سره يې هميشه په کور کي په پښتو خبري کولې چي پښتو يې ښه زده سي او له همدې وجي د دغي انجلۍ يو ټکی آلماني نه وه زده. خو کله چي يې و کودکستان ته ولېږله نو هلته ټولو کوچنيانو په جرمني خبري کولې او دغه نانۍ انجلۍ د هغو په خبرو نه پوهېدله. پلار يې وايي چي کله چي په اوله ورځ د کودکستان څخه کور ته راغله نو يې د خپلي کوچنۍ خور سره داسي گاړي بگاړي گډي وډي خبري شروع کړې چي نه جرمني وه، نه پښتو وه او نه هم بله ژبه. دغې کوچنۍ انجلۍ داسي فکر کوی چي په جرمني خبري کوي.

عيني دغه قانه په لويو او بالغو پښتنو هم سوې ده. د پښتو د سوچه توب او کره والي په نوم داسي عنطيقه عنطيقه لغتونه او خبري کوي، چي والله که د چا سره په خلاصيږي. دا د پښتو هغه بل لوی تکليف دی چي د ځانه د لغتونه جوړول دي. حال دا چي ژبپوهان پدغه خبره کي متفق دي چي پدې نوم چي د يو لغت ريښه په پردۍ ژبه کي ده، بايد يو لغت د ژبي څخه په مصنوعي توگه ليري نه کړل سي. په زياته بيا پداسي يوه لاره چي څوک يې پر ځای د ځانه لغتونه راوباسي. په دنيا کي يوه ژبه هم داسي نسته چي د نورو ژبو تاثير دي نه وي پر سوی. ژبه يو ژوندی شی دی، لکه يو انسان. څوک بايد داسي ونه کړي چي پزه مي يې نده خوښه فلانکي ته سوې ده، دغه پزه پرې کوم او پر ځای يې د پلاسټيک څخه مصنوعي خو ښايسته پزه ايږدم. دا بيخي د علمي نورمونو او منطق څخه ليري عمل دی. په همدې ډول دا ويل چي دا لهجه تر هغې بلي ښه ده، يا دا لهجه تر هغه بلي بهتره ده، دا ټول هغه کارونه دي چي ورته هيڅ حاجت نسته او گټه هم نه لري.

ژبه د اړتيا او ضرورت يو شی ده. د هغې تر ټولو مهمه او اصلي وظيفه دا ده چي د ويونکو تر منځ د تماس نيولو او سره خلاصېدلو آله او اوزار سي. نو که څوک په ژبه سره ونه پوهيږي، دا چي بيا هر څومره کره او سوچه وي، هغه خپل اصلي وظيفه نسي پرځای کولای او پدې توگه سره نوره ژبه نه پاتيږي.

کوم کار چي اوس گټور دی، هغه دا دی چي بايد د دې څخه تر مخه چي زموږ لهجې خدای ناخواسته ورکي سي، چي د پښتو زينت او ښايست په همدغو لهجو کي دی، بايد د هغوی لغتونه او سرمايه راټوله سي. د دې لپاره بايد ښه قوي قاموسونه جوړ سي چي پکښي هر پښتو لغت د فونيټيک د نړۍ والو اصولو سره برابر ليکل سوی وي. موږ تر اوسه پوري د پښتو يو قاموس هم نه لرو چي په بشپړه توگه فونيميکي او فونيټيکي اصول پکښي مراعت سوي وي. د مثال په توگه موږ د پښتو تورو لپاره لاطيني توري کاروو لکه د ټ لپاره د انگليسي ټي توری چي لاندي ټکی لري او داسي نور. خو د لغتونو د ادا کولو پر وخت د آهنگ، کج و پېچ يوازي د دغو تورو په مرسته نسو ليکلای.

زه دلته کوښښ کوم چي يوه جمله د مثال په توگه وړاندي کړم.


هغه ستا پلار دی؟
هغه ستا پلار دی؟
هغه ستا پلار دی.
اوس دلته په آهنگ سره جمله بيخي بله رنگ اخلي سواليه کيږي يا جواب کيږي.

د دغو فرقونو ثبتول د ژبپوهنې د علم جلا او مغلقه څانگه ده چي تر کوم ځای پوري چي زه خبر يم موږ تر اوسه يو هم داسي کارپوه نه لرو، چي دغه علم دي يې زده کړی وي. خو د اوسني تخنيکي آسانتياو په مرسته موږ کولای سو چي د لغتونو د ټولولو پر وخت د خلکو اصلي ږغونه ثبت کړو. دا يې هغه آسانه لاره ده ولي چي موږ پنځوس نور کاله دې ته په انتظار نسو انتظار کولای چي مسلکي فونېټيک کارپوهان وروزو. خو د آوډيو د ثبت پر وخت هم بايد زيات اصول په پام کي ونيول سي لکه دا چي د ثبت پر وخت ويونکی کس په رشتيا هم خپله لهجه او آهنگ د مايکروفون د ليدو سره بدل نه کړي او بيا بي بي سي چالانده نه کړي، بلکه په خپله هغه اصلي لهجه باندي دغه لغت يا جمله تلفظ کړي.

دا کار به زموږ سره زيات کومک وکړي. پداسي مواردو کي هم چي موږ د يو شي لپاره د پښتو د لغت په تلاښ يو نو بيا کېدلای سي چي د پښتو په همدغو لهجو کي ورته غوره لغت پيدا کړو. دا تر هغه ډېره بهتره ده چي د ځانه ورته لغتونه راوباسو چي نه پښتو اورېدلي وي او نه يې حضم کړي وي.

د پښتو د لغتونو د راټولولو وروسته يو بل مهم کار د پښتو د لغتونو فريکونسي جوړول دي. فريکونسي دې ته وايي چي يو لغت په يوه ژبه کي څومره ډېراستعماليږي. د مثال په توگه که څوک د پښتو لغتونو فريکونسي ولري نو داسي يوه سوال ته جواب ورکولای سي چي ايا ستونزه هغه لغت دی چي ډېر کارول کيږي او که تکليف، مينه که محبت او داسي نور. د قاموس ليکنې لپاره د لغتونو فريکونسي بيخي يو ډېر مهم کار دی. هغه پدې دليل چي په ژبه کي بعضي داسي لغتونه وي چي هره ورځ د چا پکار کيږي او بعضي داسي لغتونه وي چي په کال يې لا هم څوک نه اوري يا يې نه لولي، خو بيا هم د ژبي برخه وي. نو کله چي څوک قاموسونه جوړوي، هم لوی قاموس جوړلای سي چي تقريبا ټول لغتونه پکښي کي وي او هم کوچنی چي پکښي تر ټولو مهم يا زيات استعمالېدونکي لغتونه راټول سوي وي. په پښتو کي به زما په فکر دغسي يو قاموس تر يو لکو څخه زيات لغتونه ولري چي د پښتو ټول لغتونه پکښي وليکل سي. خو دغه قاموسونه ډېر درانه وي او بايد تر څنگ يې جيبي واريانتونه هم موجوده وي. د دغو جيبي قاموسونو د لغتونو شمېر بيا کم وي. خو دا داسي لغتونه وي چي بيخي ډېر کاريږي او هغه د اکثرو مراجعه کوونکو پوښتني جوابولای سي.

نو د يو شمېر نورو ژبنيزو څېړنو تر څنگ د قاموس ليکنې لپاره دغه د لغتونو فريکونسي بيخي زیاته مهمه ده، چي موږ يې لا تر اوسه په پښتو کي نه لرو. د دغه فريکونسي د جوړولو لپاره موږ نه يوازي ژبپوهانو ته اړتيا لرو بلکه داسي کمپيوټرپوهانو ته هم پکښي اړتيا لرو چي کمپيوټري ژبپوهنه يا computational linguistics يې هغه اصلي مسلک او تخصص وي. د پښتو د لغتونو فريکونسي د قاموسونو ټکی کام پروژې تقريبا څلور کاله تر مخه لا جوړه کړې ده، خو پر هغه د زيات کار اړتيا لا سته. ما په اصل کي غوښتل چي د دغه کار پر تخنيکي اړخونو په تفصيل سره خبري وکړم، خو بيا خبره تر دې لا راڅخه اوږديږي. انشالله د دغې مقالې په ليکلې بڼه کي به بيا دغه تفصيلات ځای کړم.

بعضي پښتانه چي کله په کمپيوټر کي يو برېښناليک يا ايمېل وليکي نو خوشاله سي، چي ښه دی بالآخره پښتو هم په کمپيوټر کي ځای پيدا کړی. خو حقيقت دا دی چي پښتو تر اوسه لا په کمپيوټر کي ځای ندی پيدا کړی. د ژبپوهنې هغه برخه چي پر کمپيوټر ولاړه ده، موږ تر اوسه پکښي هيڅ تخصص او تجربه نه لرو. دا د ژبپوهنې هغه برخه ده چي له مخي یې د ترجمې يا ژباړي کمپيوټري پروگرامونه جوړيږي، هغه پروگرامونه جوړيږي چي د انسان ثبت سوي خبري په ليکل سوي متن او يا ليکل سوی متن په انساني ږغ اړوي، د OCR يا آپټيکل کېرېکټر ريکگنيشن پروگرامونه چي سکېن سوی يا انځور سوی متن په اتوماتيکه توگه ټايپ سوي متن ته اړوي. دا هغه پروگرامونه چي په مرسته يې موږ کولای سو چي چاپ سوي کتابونه په داسو کمپيوټري فايلونو واړوو چي په متن کي يې بيا تغير او تبديل راوستلای سو او بېله دې چي دغه ټول چاپ سوی کتاب له سره ټايپ کړو، دغه پروگرام يې راته په ټايپ سوې بڼه اړوي. دا ټول هغه شيان دي چي حتی زموږ په گاونډيو ژبو کي ورته په کلنو کلنو کار سوی دی خو موږ تر اوسه شروع کړی لا ندی. د مثال په توگه د اُردو ژبي لپاره د لسو کالو څخه زيات وخت کيږي چي تر يو څخه زيات قوي انسټيټيوټونه چي دولت يې مصارف په غاړه اخلي په خاصه توگه پدغه ډگر کي کار کوي.

د کمپيوټري ژبپوهنې لپاره ياد ټول مثالونه اول دې ته اړتيا لري چي د يوې ژبي پانگه راټوله سوې او منظمه سوې وي. يا په بله اصطلاح بايد د دغې ژبي ښه قوي او پياوړي قاموسونه بايد تر مخه لا موجوده وي.

د نن څخه تقريبا دولس کاله تر مخه ما د قاموسونه ټکی کام په نوم پروژه شروع کړه. په لومړيو دوو کلنو کي په نيوزيلېنډ کي ژوند کوونکي افغان ځوان سيد مصطفی سادات زما سره ملگری ؤ خو وروسته د شخصي مصروفياتو له کبله يې خپلي همکارۍ ته دوام ورنه کړلای سوای. د هغه راهيسي د دغې پروژې بار يوازي زما پر اوږو دی او بېله خدايه دويم څوک راسره ندی ملگری.

د قاموسونه ټکی کام د پروژې مقصد دا دی چي په اول قدم کي د پښتو ټول هغه قاموسونه چي چاپ سوي دي هغه په کمپيوټر کي ټايپ او ديجيټل سي او بيا پر انټرنټ د کارولو لپاره وړاندي کړل سي. زه د خدای حمد و ثنا وايم او ورڅخه شکر کوم چي زما په درپه دره حال، مسافرۍ او زما په بې علمۍ او بې تجربه توب کي يې زما سره دومره کومک وکړی چي د چاپ سوو قاموسونو د ټايپولو او د هغوی د آنلاين کولو تقريبا هغه زياتره برخه اوس پوره سوې ده. په دويم قدم کي د دغي پروژې مقصد د نوو قاموسونو جوړول ؤ چي پدې لاره کي هم الله راسره زياته مرسته کړې ده. په تيرو کلنو کي د قاموسونه ټکی کام د پروژې په ترځ کي الحمد للله تر دولسو څخه زيات نوي پښتو قاموسونه ليکل سوي دي، چي پکښي د مثال په توگه د پښتو فرانسوي قاموس هم شامله دی، چي په راتلونکو دوو درو مياشتو کي به انشالله د فرانسې د يو معتبر انسټيټيوټ لخوا چاپ سي. دغه قاموس د ښاغلي محمد اکبر وردگ او قاموسونه ټکی کام په همکارۍ ليکل سوی او انشالله د پښتو په تر ټولو لويو قاموسونو کي به حساب سي. د دې تر څنگ پر يو شمېر نورو قاموسونو هم کار روان دی.

خو د قاموسونه ټکی کام پروژې هغه تر ټولو گټور اړخ هغه دی، چي د دغې پروژې د شروع کولو پر وخت زما په ذهن کي هيڅ نه ؤ. هغه د پښتو د لغتونو ټولول دي. هر هغه څوک چي قاموسونه ټکی وېبپاڼي ته راځي او يو لغت لټوي، نو دغه لټول سوی لغت د پاڼي په سيسټم کي ذخيره کيږي. د دغه لغت سره دا معلومات هم ذخيره کيږي چي په کومو انلان قاموسونو کي سته او په کومو کي نسته. پدې توگه سره نن موږ تاسو تر يو نيم مليون څخه زيات لغتونه لرو چي د دغې وېپاڼي کارونکو پسي کتلي دي. موږ کولای سو چي په ډيره آساني سره د دغو لغتونو څخه هغه راجلا کړو چي خلک پسي گرځي خو په هيڅ قاموس کي نسته. دا چي موږ نه سم دولت لرو، نه نوري ضروري وسايل او پيسې، نو دا د الله يو لوی احسان دی، چي دغه وېبپاڼه پخپله د پښتو لغتونو د ټولولو يوه ښه منبع گرځېدلې ده. هر څومره چي ډېره دغه پاڼه استعماليږي هومره زيات لغتونه ثبتيږي او د پښتو د پانگې په ټولولو کي موږ پرمختگ کوو.

په تيرو دولسو کالو کي د دغي پروژې په برکت موږ دومره تجربه ترلاسه کړې، چي موږ د دغې تجربې په مرسته چي پکښي زيات تخنيک شامله دی، د يو قاموس لیکنې پروسه حد اقل پنځوس فيصده آسانه کولای او لنډولای سو. يعني د قاموس ليکنې د پېل څخه بيا تر چاپ پوري که د مثال په توگه پخوا لس کاله وخت پکارېدی، د تر لاسه سوو تجربو او زموږ خپلو طرحه سوو کمپيوټري پروگرامونو، چي شمېر يې تر سلو اوړي، په مرسته دغه قاموس اوس په پنځه کلنو کي بشپړېدلای او چاپ ته تيارېدلای سي.

د پښتو ډيجيټل قاموسونو هغه لومړۍ پروژه همدغه قاموسونه ټکی کام وه. خو اوس پدې ډگر کي يو څو نوري هڅي هم سوي دي چي پکښي http://thepashto.com/ نومي انټرنټ پاڼه هم شامله ده چي پکښي پښتو انگليسي او انگليسي پښتو قاموس انلاين دی. که څه هم چي د دغه قاموس د لغتونو شمېر ډېر کم دی، خو طرحه يې ډېره په زړه پوري ده. دغه وېبپاڼه د موخيط خان نومي ځوان لخوا پر مخ بېول کيږي. انشالله موږ به کوښښ وکړو چي يو د بل سره همکاري رامنځ ته کړو.

قاموسونه ټکی کام تر اوسه پوري يوازي هغه څوک کارولای سي چي انټرنټ ته لاس رسی ولري. زيات کتونکي دا غوښتنه کوي چي موږ ولي داسي کمپيوټري پروگرامونه نه جوړوو چي په موبايل يا کمپيوټر کي يې څوک انسټال کړي او بيا انټرنټ ته د تلو ضرورت نه وي. دا چي زه دغه اړخ ته پام نه کوم وجه يې دا ده چي بيا به خلک په خپلو کمپيوټرونو او موبايلونو کي دغه قاموسونه ولري او و پاڼي ته به د راتلو ضرورت نه وي. او که داسي وسي نو بيا د پښتو د لغتونو د ټولولو هغه اوتوماتيکه پروسه د خطر سره مخامخ کيږي. د وينډوز د پخواني ورژنونو لپاره د قاموسونه ټکی کام دوه کمپيوټري قاموسونه چي يو يې پښتو فرانسوي او بل يې انگليسي پښتو ؤ، ډېر پخوا لا جوړ کړي ول چي بېله انټرنټ څخه ورڅخه کار اخيستل کېدلای سي. دغه پروگرامونه څوک اوس هم په ډاونلوډ ټکی کام نومي وېبپاڼه کي ډاونلوډ کولای سي. د قاموسونه ټکی کام د همکار اجمل حمزه تر څنگ يو بل خواري کښ افغان ځوان چي اسرار احمد کريمزی نوميږي، هم د کمپيوټر لپاره يو آفلاين ياني چي انټرنټ ته اړتيا نه لري قاموس جوړ کړی ؤ.

د دغه علمي څېړنغونډي له لاري زه هر هغه چا ته چي غواړي قاموس وليکي، وړانديز کوم چي زما سره تماس ونيسي چي موږ په گډه دغه پروژه داسي پلان کړو چي انشالله هم ژر بشپړه سي او هم په آسانه توگه. د دې تر څنگ هر هغه څوک چي د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي ته راځي او پکښي د لغتونو معنا لټوي، هغه د دغې پروژې سره لوی کومک کوي. د دغه موقع څخه په استفاده دا خواست هم کوم چي که يو څوک پخوانی پښتو قاموس لري نو دي يې سکېن کړي او يوه کاپي دي يې ما ته راواستوي چي زه يې ډيجيټل او آنلاين کړم.

درنو حاضيرينو

موږ د قاموسونو په ډگر کي لا بيخي زيات کار ته اړتيا لرو. موږ بايد پدې دليل لاس تر زني کښې نه نو، چي ته ودريږه اوس لا سم کارپوهان نسته، دولتي مرستي نسته او يا پيسې نسته. هغه څه چي زموږ په اوسني وخت کي د اوسني وسايلو او شرايطو په موجوديت کي په وسه پوره ده، هغه بايد ونه ځنډول سي. په زياته بيا تخنيک اوس زموږ سره لوی کومک کولای سي چي پدغه ډگر کي په لږ وخت کي ډېر کار وکړو.

د پښتو د ژوندۍ پاته کېدو لپاره يوازي شعر و شاعري، يا لنډي کيسې کفايت نه کوي. د نورو مهمو اړخونو تر څنگ قاموس ليکنه د پښتو د اوسني وخت هر تر ټولو مهمه وظيفه ده.

ستاسو ټولو دوستانو د حوصلې څخه يوه نړۍ مننه.
د خدای په امان

احمدولي اڅکزی، د قاموسونه ټکی کام چلوونکی

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page