source of image: http://bit.ly/2wQKvzO
source of image: http://bit.ly/2wQKvzO

د مخلوق له عقله جګ او لا ډېر زيات دی
بلاکيفه د خالق هسک قدوس ذات دی

منظوم قصص الانبياء ـ لومړۍ برخه
الله څوک دی؟
ليکوال: احمدولي اڅکزی

بې همتا(۱) دی، شريک نه لري، احد(۲) دی
معين(۳) نه لري واحد(۴) دی او صمد(۵) دی
نه يې مثل، نه يې ساری، نه يې سيال سته
نه خالق لري، نه پلار، نه يې عيال سته
دی اول دی، دی آخر دی، دی عظيم(۶) دی
هر څه ويني، هر څه اوري، لوی عليم(۷)دی
نه ستړيا لري نه خوب، هغه علي(۸) دی
نه اړتیا لري، نه عذر، لوی غني(۹) دی
نه يې لوږه سته، نه تنده، دی مجيد(۱۰) دی
ټول صفات لري ستايونکي، دی حميد(۱۱) دی
مځکه نه وه، آسمان نه ؤ، هيڅ شی نه ؤ
صرف الله ؤ بېله هغه بل شی نه ؤ
بيا يې خلق کړلې اوبه له هر څه وړاندي
جوړ يې تخت کړ د لوی عرش(۱۲) پر هغو باندي
صرف هغه لره دي ښکلي صفتونه
چي وای وسه او بيا کيږي خلقتونه
ده قلم تختې ته امر وکړ ثبت کړئ
چي کېدونکي دي کارونه ليک يې ربط کړئ
شپږو ورځو کي يې خلق(۱۳) کړل جنتونه
آسمانونه، مځکه، منځ کي خلقتونه
د مخلوق(۱۴) له عقله جګ او لا ډېر زيات دی
بلاکيفه(۱۵) د خالق(۱۶) هسک قدوس(۱۷) ذات دی

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۲مه نېټه، بون


مأخذونه:

ــــ1ـــ) قرآن پاک، ۱۱۲مه سورة د الاخلاص، څلور آيتونه
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ اللَّهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ لَمْ یَلِدْ وَلَمْ یُولَدْ ﴿٣﴾ وَلَمْ یَکُنْ لَهُ کُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾
تقريبي معنی (له کابلي تفسير څخه): ووايه ( اى محمده دوى ته ) شان دادى چې الله يودى ( په ذات اوصفات خپل كې )، الله بې پروادى ( الله ته هرشى محتاج دى )، نه يې دى ځيږولى ( هيڅوك ) اونه دى ځيږولى شوى دى ( له هيچانه )، اونشته هغه ( الله ) لره برابرسيال هيڅوك

ــــ2ـــ) قرآن پاک، ۱۱مه سورة د هود، آيت نمبر ۷
وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۗ
تقريبي معنی (له کابلي تفسير څخه): ودغه ( الله ) هغه ذات دى چې پيداكړي يې دي آسمانونه اوځمكه په ( مقدارد) شپږو ورځوكې حال داچې ؤ عرش ( تخت ) دده په اوبو( پيداكړي دي الله داټول آسمانونه اوځمكه اومافيها لپاره دمنافعودستاسې او) لپاره ددې چې وازمويې تاسې چې كوم يوله تاسې ډيرښه دى له جهته دعمل

ــــ3ـــ) قرآن پاک، د نورو يو شمېر ځايونو تر څنګ په ۲مه سورة البقره کي، آيت نمبر ۱۱۷
بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ
تقريبي معنی (له کابلي تفسير څخه): نوى (بي له نمونې) پيداکوونکى داسمانواودځمکي دى،اوهرکله چه اراده وکړي ديوه کارنوبيشکه همدغه خبره ده چه وايي هغه کارته چې: وشه ! نوهغه وشي.

ــــ4ـــ) صحيح البخاري، كتاب بدء الخلق، راوي عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ
كَانَ اللَّهُ وَلَمْ يَكُنْ شَىْءٌ غَيْرُهُ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ، وَكَتَبَ فِي الذِّكْرِ كُلَّ شَىْءٍ، وَخَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ
تقريبي معنی: تر هر څه مخکي بېله الله بل هيڅ شی نه ؤ، بيا الله خپل عرش د اوبو پر سر جوړ کړ. الله د ټولو څيزونو ذکر وليکلی او مځکه او آسمانونه يې خلق کړل.

د لغتونو معناوي:

(۱) بې همتا : بې ساری، بې جوړې، بې نظيره، بې ماننده
(۲) احد : يو
(۳) معين : مرستيال، کومک کوونکی، ځای ناستی
(۴) واحد : يوازي
(۵) صمد : بې نيازه، اړتیا نه لرونکی
(۶) عظيم: ستر لويي لرونکی
(۷) عليم: په هر څه علم لرل، په هر څه مطلق خبر
(۸) علي : هسک
(۹) غني : بې پرواه
(۱۰) مجيد : ستر شان والا
(۱۱) حميد: خوبياني[ښېګڼي] لرونکی
(۱۲) عرش: د الله تعالی پلاز
(۱۳)خلق کول: جوړول
(۱۴)مخلوق: د انسان په شمول د الله تعالی له خوا خلق يا جوړ سوي
(۱۵)بلاکيفه: بېله پوښتنې ګروېږنې، بېله چون و چرا
(۱۶)خالق: جوړونکی، خلق کوونکی
(۱۷)قدوس: پاک ذات

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page