source of image: http://bit.ly/2ARuISH
source of image: http://bit.ly/2ARuISH

صرف يوه کوچنۍ مرغۍ تله او راتلله
دا له سينده تر ځنګله الوتله

 په ځنګل کي يوه ورځ بل سول اورونه
سرې لمبې وې هسکي هسکي لکه غرونه
سوځېدل وچ او لانده چي نباتات ول
اور پر بل ؤ لوی واړه چي حيوانات ول
صرف يوه کوچنۍ مرغۍ تله او راتلله
دا له سينده تر ځنګله الوتله
خوله وړه چي به يې ډکه له اوبو کړه
بيا دې خلاصه به مشوکه پر لمبو کړه
ژر په بيړه عاجله او په تلواره
دې دا کار تکراراوه په څو څو واره
بل مرغه دغې مرغۍ ته ډېر اريان سو
بيا هغه دغې وړې ته په بيان سو:
نه پوهېږي چي اور لوی او ته کوچنۍ يې؟
وارخطا يې؟ که کمعقله لېونۍ يې؟
دې ويل: پوهېږم دا چي زه وړه يم
صرف يوه دانه که خورم زه په مړه يم
اور قوي او زه کمزورې ترې بېرېږم
زما تر وس هسکي لمبې دي په پوهېږم
خو بېرېږم چي که رب وکړل سوالونه
په عقبا کي که يې غوښتل احوالونه
چي ما څه وکړه او څه مي ول کارونه
پر ځنګل چي سرې لمبې وې بل اورونه
نو پند واخله له دې نکله ګرانه وروره
ته مسؤل يې که يې هرڅومره کمزوره

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د نوامبر ۱۸مه نېټه، بون

يادونه: دغه لنډ نکل مي د عبدالرؤف حقيار صاحب پر فيسبوک پاڼه لوستلی ؤ.

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page