source of image: https://pixabay.com/p-251590/?no_redirect
source of image: https://pixabay.com/p-251590/?no_redirect

د ځوانانو په يو محفل کي مجلس د واده موضوع ته واوښت. لومړي ځوان وويل:

څو ځوانان په سرويس موټر کي ناست ول او مجلس يې اچولی ؤ. هغوی پر بيلو موضوعاتو خبري وکړې چي بالاخره موضوع واده ته ورسېده. معلومه سوه چي دغو ټولو ځوانانو لا تر اوسه ودونه نه دي کړي.

لومړي ځوان وويل: «نه غواړم په خپلوانو کي واده وکړم، ولي چي بيريږم ماشومان به مي معذور پيدا سي. تر څو چي مي د خپلې کورنۍ دباندي انجلۍ نه وي پيدا کړې، واده نه کوم.»
دويم ځوان وويل: «تر څو چي مي تحصيل نه وي خلاص کړی واده نه کوم.»
دريم ځوان وويل: « تر څو چي مي خپل کور نه وي جوړ کړی واده نه کوم.»
څلورم ځوان وويل: « تر څو چي مي تر کپور هندۍ ايکټري ښکلې انجلۍ نه وي پيدا کړې واده نه کوم.»
پنځم ځوان وويل: «تر څو چي مي دکان نه وي خپل سوی، واده نه کوم.»
شپږم ځوان وويل: «تر څو چي مي د چنار په شان جګه انجلۍ نه وي موندلې، نو واده نه کوم.»
اووم ځوان وويل: «تر څو چي مي د انګلستان تر شهزادګۍ سپينه ښځه نه وي موندلې، واده نه کوم.»
اتم ځوان وويل: «تر څو چي مي د يوې انجلۍ سره اوږده مجلسونه نه وي کړي، ښه مي نه وي پېژندلې واده ورسره نه کوم.»
نهم ځوان وويل: «تر څو چي مي د وزير، والي يا کوم لوی پانګه وال لور نه وي موندلې، واده نه کوم.»
لسم ځوان وويل: «تر څو چي مي په لوی سالون کي د ۱۵۰۰ مېلمنو د رابللو توان نه وي پيدا کړی، واده نه کوم.»

يولسم کس چي په سرويس کي ناست ؤ، هغه يو سپينږری ؤ. هغه وويل: «لکه څنګه چي انسان هوا، اوبو او خوراکو ته اړتیا لري، واده همدا شان د هر انسان يو ضرورت دی او بايد واده پر خپل وخت وسي. بېله کوم ريښتوني عذر څخه د واده ځنډول يو ناحقه او له څو اړخونو يو زيان رسوونکی کار دی.»

تر ټولو مخکي زوړ سړي لومړي ځوان ته مخ واړاوه او هغه ته يې وويل: «ايا تا په جينيټکس کي تخصص کړی دی؟ تا دا خبره صرف اورېدلې چي په خپلوانو کي واده د معذورو ماشومانو د زېږېدو سبب ګرځي او که دي د علم حاصلولو له لاري په دغه موضوع ځان پوه کړی دی؟»

ځوان ورته وويل: «خو ټول خلک وايي چي په کورنۍ کي دننه واده کول د معذورو ماشومانو د زېږېدو سبب ګرځي.»

سپينږري وويل: «زه هم د جينيټيکس متخصص نه يم. خو په ډاډه توګه ويلای سم چي په خپلوانو کي د واده کول د دې معنی نه لري چي خامخا به ماشومان معذوره پيدا کيږي. ښايي د معذوره ماشوم د پيدا کېدو چانسونه هغه وخت ډېر وي چي يوې کورنۍ په پرله پسې توګه او څو نسلونه صرف خپل تر خپله ودونه سره کړي وي. بيا که د خپلي کورنۍ دننه نور ټول شرطونه او کارونه سم وي او صرف د معذورو ماشومانو د پيدا کېدو ويره موجوده وي، نو هغه ښايي د هلک او انجلۍ د ويني يا ورېښتانو دننه د جينيټيکي موادو د طبي معاينې له لاري هم معلومه کړلای سي.»

سپينږري وروسته دويم ځوان ته وويل: «واده ولي بايد تحصيل ته معطله واوسي؟ که د تحصيل پر وخت او يا لا مخکي واده وکړې، نو به ستا د تحصيل په لړ کي درسره يو بل انسان هم شريک سي او د دې پر ځای چي د راتلونکي واده په تړاو فکرونه وکړې، فکر به دي په درس کي سي. بله خبره دا چي کومه مېرمنه چي ستا د محصلۍ په ژوند کي درسره زحمتونه تېر کړي، نو به د تحصيل د خلاصېدو وروسته ستا د تحصيل په قدر هم لا زياته پوه وي.»

سپينږري بيا دريم ځوان مخاطب کړ: «کور په واده جوړيږي او نه په کور واده.»

دغه زوړ سړي څلورم ځوان ته مخ واړوی او ويې ويل: «ټولو هندي ښځينه او نرينه ايکټرانو ته په احترام، خو که هغوی بېله مکياژ، مک اپ يا د مخونو د رنګونو او سينګار څخه ته ووينې، نو به بیا هيڅکله دا ډول شرط کښېنږدې. دويمه خبره دا ده چي ته هندی فلم جوړوې او که خپل کور جوړول غواړې؟ که دي مقصد د کور نه د فلم وي، نو بيا خو بايد په دې هم پوه واوسې چي يو فلم څوک په تکراري ډول کتل نه غواړي. اصلي ژوند د فلم سره زيات فرق لري او پکښي نور څيزونه مهم وي. بل ډېره بخښنه غواړم خو ته پخپله نه د دراسينګ په شان پهلوان، نه د اميتاب بچن په څېر جګ او نه د سلمان خان په شان ښکلی يې.»

د سپينږري د دغو خبرو وروسته ځوانانو په جګ ږغ وخندل. سپينږري خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او پنځم ځوان ته يې مخ واړاوه او ويې ويل: «واده ولي بايد دکان، تجارتخانې يا فابريکې ته معطله واوسي؟ هغه څوک چي ستا لباس به ګرځي او ته به د هغې لباس ګرځې که هغه ستا سره ستا په اوسني حالت کي ژوند کولو ته تياره وي، نو بيا خو هغه په دې هم ارزي چي ورته دکان نه بلکه دکانونه او کارکېټونه واخلې. خو هغه څوک چي صرف هغه وخت ستا سره ژوند کول غواړي چي ته خپل دکان، دفتر يا تجارت خانه ولرې، نو د دا ډول ښځي کور ته راوستل د کور بربادي ده بربادي.»

ځوانانو د دغو خبرو په اورېدو سره بيا سره وخندل او زوړ سړي خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او شپږم ځوان ته يې وويل: «د الله پاک په بندګانو کي جګ کم جګ او ټيټ انسانان سته چي دا ټول ظاهري څيزونه دي. که غواړې چي خوشحال ازدواجي ژوند ولرې، نو په ونو او بوټو پسي نه بلکه په تقواداره او اخلاقي مېرمنو پسي وګرځه.»
زوړ سړي بيا اووم ځوان مخاطب کړ او ورته ويې ويل: «اروپايان چي پکښي د اکثرو پوستونه ډېر سپين دي، هغوی په ساعتونو ساعتونو لمر ته پرېوځي چي لږ غنمرنګه سي او ته بيا دلته په دغه لمرين هيواد کي په بې رنګو پسي ګرځې؟ د ازدواجي ژوند له پاره مينه، محبت، اخلاص او د قربانۍ ته د چمتو والي رنګونه مهم وي او نه د پوستکي رنګ.»

اتم ځوان تر مخه لا ځان چمتو کړی ؤ چي اوس زوړ سړی هغه ته مخ اړوي. همداسي وسول او زوړ سړي ورته وويل: «زياتي داسي جوړې سته چي د لسهاؤ کالونو راهيسي يې ودونه کړي دي، اولادونه لري، تر خوښيو او خواريو په ګډه تېر سوي دي، خو بيا هم په پوره اندازه يو بل نه پېژني. ته څنګه په يو ملاقات يا لسو ملاقاتونو ځان ته د يو انسان طبيعت او اصليت معلومولای سې؟ د ازدواج معنی دا نه ده چي دواړه اړخونه مخکي له مخکي سل په سل کي يو د بل په طبيعت خبر وي. بلکه د ازدواج مقصد خو دا هم دی چي دوه بېل انسانان سره يوځای سي او د وخت په تېرېدو يو د بل څخه ښه عادتونه او ښه کارونه زده کړي او خپل بد عادتونه پرېږدي او د هغه بل د خرابو عادتونو په ليري کولو کي ورسره مرسته وکړي.»

وروسته زوړ سړي هغه نهم ځوان ته مخ واړاوه چي غوښتل يې خامخا د کوم «لوی سړي» د لور سره واده وکړي. سپين ږري ورته وويل: «په رشتيا چي هم واده د دوو انسانانو تر منځ واده نه وي بلکه په واده کي دوې کورنۍ سره يوځای کيږي. خو يو تريخ حقيقت دا هم دی چي زموږ په بعضو ګاونډي هيوادونو کي نارينه د ښځو له خوا راوړل سوو پيسو او تحفو ته هميشه سترګي په لار وي چي دا د يو نارينه له پاره لوی عيب دی. که خدای يو چا ته شرف، عزتت او نيک نوم ورکړی وي نو هغه بيا د پلار نيکه، خسر او قوم و ټبر له لاري ځان ته د شرف موندلو هڅه نه کوي.»

بيا سپينږري و لسم ځوان ته مخ واړاوه او په غېر عادي جدي توګه يې ورته وويل: «د نکاح له پاره خو و يو سړي، يوې ښځي، نکاح خوان او شاهدانو ته اړتيا وي. نو د دې کار له پاره د لوی سالون او ۱۵ سوو يا ۱۵ زرو مېلمنو ګټه په څه کي وينې؟ ته د مرهټو سره جنګ کوې چي په زرهاؤ عسکر دي په کار دي او که واده کول غواړې؟ دا د لويو سالونونو او زرهاؤ مېلمنو له پاره په واده کي تاخير کوونکي په زياتو مواردو کي روغتيايي او رواني تکليف لرونکي وي. په قرض، قتل وقتال، غلا، اختلاس او قاچاق باندي د لويو سالونونو نيول نه يوازي دا چي د ژوند د يو مهم پړاو يعني ازدواجي ژوند پېل په يو لوی بې معنی کار کول دي، بلکه دغه کار په ټولنه کي د شوبازۍ او بېځايه سيالۍ د ناروغي، اختلاس، قاچاق او بې ايمانۍ ته سرايت ورکوي. په ډېره بخښنه سره خو دا ډول کارونه د ازلي وږو خلکو کار دی. په يو واده په مليونونو مصرف کول په داسي حال کي چي په دغه ښار کي خلک د ماښام ګوله ډوډۍ نه لري د بداخلاقۍ، شاته پاته والي او احساس کمترۍ او رواني ناروغۍ هغه لويه انتها بلل کيدلای سي.»

وروسته زوړ سړي بېرته خپل په ږغ کي نرمښت او مهرباني زياته کړه او ځوانانو ته يې وويل: «ګورئ ځوانانو، د واده موضوع تر هغه ډېره جدي ده چي څوک يې په سلو نامعلومو بعدونو باندي مشروطه او مغلقه کړي. د واده په تړاو په فيصله کي له اندازې زياتي مغلقي فلسفې او مفروضو او هوايي استدلال ته هيڅ اړتيا نسته. له خپلو ودونو د افغانستان سياسي وضعه مه جوړوئ بلکه ځان ته يې اسانه کړئ او پر وخت ودونه وکړئ تر څو کافي وخت ولرئ چي ستاسو د ژوند شريکاني ستاسو په خصوصيتونو او عادتونو پوه سي او تاسو د هغوی د پېژندنې او عيارونې له پاره وخت ولرئ. په مناسب عمر واده وکړئ چي ستاسو اولادونه د بالغ کېدو وروسته لا هم پر پښو ولاړ، قوي او روغ مور او پلار ولري.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د دسمبر ۲۷مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page