source of image: https://pixabay.com/de/silhouette-kinder-spielen-mutter-3148600/
source of image: https://pixabay.com/de/silhouette-kinder-spielen-mutter-3148600/

مور ويل وګوره څومره خوش اخلاقه
دا انجلۍ واوا ديوي ده بااخلاقه

 وَړَکۍ يوه لورکۍ وه ښه شوخکه
پر پلار ګرانه له خبرو څخه ډکه
ناسته وه د خپلي مور سره ټي وي ته
ډرامې ته د وړې انجلۍ «ديوي» ته
مور ويل وګوره څومره خوش اخلاقه
دا انجلۍ واوا ديوي ده بااخلاقه
خو بس ته يې چي کرۍ ورځ په شوخي يې
کار دي نسته خبرياله خو بيخي يې
لور ويل دا چي ديوي ده بااخلاقه
مور لري ښايي دا کومه خوش اخلاقه
پر خپل سوال باندي يې کړه موره بښېمانه
څه حيرانه څه غوسه او بيا خندانه


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۷مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page