په تخليق کي چي جوړ سوی ښکلی سم ؤ
دا بابا د ټول انسان نوم يې آدم ؤ

منظوم قصص الانبياء ـ درېيمه برخه
سيدنا حضرت آدم (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

زموږ خالق و ملايکو ته فرمان کړ
د خپل نوي يو خلقت حال يې بيان کړ
چي مامور به دی هغه په وظيفه کړي
مخلوق نوی به پر مځکه خليفه کړي (۱)
ملايکي چي خبري په حالو سوې
په ډېر عُجز په پوښتنه په سوالو سوې
دا مخلوق به ايا جوړ کړي فسادونه؟
وينه توی به کړي پر مځکه سيلابونه؟
ثنا وايو، تاته وايو موږ حمدونه
په تسبيح کي نه منو موږ کوم حدونه
پاک سبحان بيا ملايکو ته فرمان کړ
دی خبر، دوی بې خبر، دا يې بيان کړ
بيا راواخيستله خاوره پاک خالق زموږ
ترې يې جوړه کړله خټه ستر مالک زموږ
مخلوق جوړ يې کړ په شکل د نانځکي
له نچوړ څخه د خاورو ګردې مځکې (۲)
بت خاورين چي کله وچ سو په هوا کي
ژوند يې ورکړ په پوکولو سره سا کي
په تخليق کي چي جوړ سوی ښکلی سم ؤ
دا بابا د ټول انسان نوم يې آدم ؤ
ټول بچي يې کړل پيدا ترې زموږ خالق لوی
د آدم نسل يې خلق کړ زموږ مالک لوی
دا بچي ول ټول په شکل د روحونو
زېږېدونکي انسانان د ټول وختونو
الله وکړه له هغوی دغه غوښتنه
رب مو څوک دی؟ جواب غواړي دا پوښتنه
جواب دا ؤ د روحونو په نوبت سم
زموږ رب ته يې ورکوو دا شهادت سم (۳)
په دې توګه مسلمان ټول انسانان ول
زېږدلي چي لا نه ول دوی روحان ول
رب بيا وکړل له ملکو سوالونه
نن د شيانو راته ووایاست نومونه (۴)
دوی ويل نه پېژنو موږ ټول څيزونه
زموږ يې زده نه دي نومونه او لفظونه
علم زموږ دی بس هغومره ګرځېدلی
څومره تا رحمن چي موږ ته دی ښودلی
بيا آدم ته امر وسو چي عيان کړي
ټول نومونه و ملکو ته بيان کړي
ورزدکړي چي الله ول کوم علمونه
آدم واخيستل د شيانو ټول نومونه
الله وکړ و ملکو ته فرمان دا
امر داسي چي ښکاره ؤ د سبحان دا
ټول آدم ته په سجده سئ حاضرينو (۵)
که بل څوک ياست که ملکي ناظرينو
ټول ملکې په سجده سوې بېله ځنډه
دوی مننونکي سوې د امر بېله خنډه
دا سجده د عبادت نه وه، تعظيم ؤ
بل دا امر د لوی رب مالک عظيم ؤ
خو ابليس چي د جنانو لوی سردار ؤ
په دې کار کي دی په کفر په انکار ؤ
تر بل چا يې ځان بهتر باله په نسل
چي جوړ سوی ؤ له اوره دی په اصل
ده ويل خاورين آدم ته نه کږېږم (۶)
تر ځان کم مخلوق ته هيڅکله نه لوېږم
په دې کار سره رټلی دی ملعون سو
مخ يې تور د ځان پالنې په جنون سو
دی لعين ؤ، ځان پالونکی قومپرست ؤ
د تاريخ هغه لومړی نژاد پرست ؤ
له دې وخته نو شيطان ملعون دښمن سو
تېر ايستونکی د انسان او ميرڅمن سو
د آدم له پښتۍ جوړه چي حوا سوه
دا ملګرې د آدم او زموږ انا سوه
الله وويل هغوی ته چي مقيم سي
اوسېدونکي د جنت ښکلي نعيم سي
صرف يوې ونې خورک باندي بنديز ؤ (۷)
صريح حکم دا آدم ته د عزيز ؤ
بل هر شي مصرفولو اجازه وه
نه ميزان ؤ، نه تله، نه اندازه وه
که آدم ؤ که حوا دواړه خوشال ول
په رحمت او نعمتونو مالامال ول
خو يوه ورځ شيطان راغلی دغې خوا ته
او ګويان سو دی په مکر و حوا ته
دا چي پاته سئ هميش تل په جنت کي
فرشتې سئ تل تر تله په ښه نيت کي (۸)
تل تر تله که نعمت ستاسو په کار دی
ممنوعه ونه که وخورئ جوړ بیا کار دی
حوا راغله او آدم ته په ګفتار سوه
دا غوښتونکې له آدمه د دې کار سوه
راځه وخورو دا ميوه چي جنت زموږ سي
دا مقام، دا نعمتونه قسمت زموږ سي
پسله هغه چي دوی وخوړه ميوه نو
ظلم وسو له دوی دواړو په شېوه نو
رب ناراض، بنده زهير او هم حيران ؤ
د ابليس وروسته آدم هم نافرمان ؤ
فرق لوی دا ؤ چي ابليس باندي ولاړ ؤ
پر خپل کفر باندي ټينګ لعين ویجاړ ؤ
خو آدم پر خپل دې کار ډېر ډېر پښېمان ؤ
دی له رب څخه په ترس کي بې پيمان ؤ
آدم وويل و خدای ته چي ورزده کړي
چل د بخښې او دعا د ده پرده کړي
همدا ؤ وښودله رب ده ته دعا (۹)
بخښه غوښتنه، اعتراف او مُدعا
بخښنه وغوښته حضرت په هغه دم
له دُعا وروسته سو معاف بابا آدم
دی خليفه سو او سو مځکي ته روان
هلته دی مېشت سو او بابا سو د انسان
حوا مور سوه په څو ځله د بچيانو
يو هلک يوه نجلۍ تل غبرګوليانو
واده حلال ؤ د آدم په شريعت
د ورور او خور تر منځ نکاح په صراحت
خو غبرګولي چي به په منځ کي ول ورور خور
نکاح حرامه وه د دوی او لوی پيغور
لومړی زوی ؤ د آدم نوم يې قابيل ؤ
دوهم زوی چي ؤ هغه په نوم هابيل ؤ
د قابيل پر خور د دواړو چي جنجال سو
قابيل وواژه هابيل دا يې مجال سو (۱۰)
لومړی قتل د تاريخ داسي واقع سو
لومړی ژوند د يو انسان داسي ضايع سو
قابيل ولاړ او له آدم څخه جلا سو (۱۱)
پر هواره باندي مېشت پر هغه خوا سو
د قابيل په اولادو کي فساد خپور سو
توحيد ؤ خو بد شيطان ورباندي زور سو
آدم پاته ؤ پر لوړه ډېر غمګين ؤ
په هابيل پسي يې زړه تک شين او خوړين ؤ
خو خدای ورکړ زوی دريم چي طابعدار ؤ
شيث يې نوم د پلار وارث او ايماندار ؤ
خپل ټول ژوند آدم نبي او هم رسول ؤ
خپل اولاد لره لارښود ژوندی اصول ؤ
د آدم په ژوند پيدا سول لا پرديان يې
سل کلن سول د پرديانو کړوسيان يې
د مرګي او د هغه هله ملن سو
ستر رسول بابا آدم چي زر کلن سو (۱۲)

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر ۳۰مه نېټه، بون

 


د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl


(۱) وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ (۲يمه سورة البقره، آية نمبر ۳۰)
(۲) وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ (۲۳مه سورة المؤمنون، آية نمبر ۱۲)
(۳) وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَا ۛ أَن تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَٰذَا غَافِلِينَ (۷مه سورة الاعراف، آية نمبر ۱۷۲)
(۴) وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَٰؤُلَاءِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (۲يمه سورة البقره، آية نمبر ۳۱)
(۵) وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ (۲يمه سورة البقره، آية نمبر ۳۴)
(۶) قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ ۖ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ (۷مه سورة الاعراف، آية نمبر ۱۲)
(۷) وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ (۲يمه سورة البقره، آية نمبر ۳۵)
(۸) فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْآتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَٰذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَنْ تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ (۷مه سورة الاعراف، آية نمبر ۲۰)
(۹) قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ (۷مه سورة الاعراف، آية نمبر ۲۳)
(۱۰) فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ (۵مه سورة المائدة، آية نمبر ۳۰)
(۱۱) اتم ـ וַיֹּ֥אמֶר קַ֖יִן אֶל־הֶ֣בֶל אָחִ֑יו וַֽיְהִי֙ בִּהְיֹותָ֣ם בַּשָּׂדֶ֔ה וַיָּ֥קָם קַ֛יִן אֶל־הֶ֥בֶל אָחִ֖יו וַיַּהַרְגֵֽהוּ׃ نهم ـ וַיֹּ֤אמֶר יְהוָה֙ אֶל־קַ֔יִן אֵ֖י הֶ֣בֶל אָחִ֑יךָ וַיֹּ֙אמֶר֙ לֹ֣א יָדַ֔עְתִּי הֲשֹׁמֵ֥ר אָחִ֖י אָנֹֽכִי׃ لسم ـ וַיֹּ֖אמֶר מֶ֣ה עָשִׂ֑יתָ קֹ֚ול דְּמֵ֣י אָחִ֔יךָ צֹעֲקִ֥ים אֵלַ֖י מִן־הָֽאֲדָמָֽה׃ يولسم ـ וְעַתָּ֖ה אָר֣וּר אָ֑תָּה מִן־הָֽאֲדָמָה֙ אֲשֶׁ֣ר פָּצְתָ֣ה אֶת־פִּ֔יהָ לָקַ֛חַת אֶת־דְּמֵ֥י אָחִ֖יךָ מִיָּדֶֽךָ׃ دولسم ـ כִּ֤י תַֽעֲבֹד֙ אֶת־הָ֣אֲדָמָ֔ה לֹֽא־תֹסֵ֥ף תֵּת־כֹּחָ֖הּ לָ֑ךְ נָ֥ע וָנָ֖ד תִּֽהְיֶ֥ה בָאָֽרֶץ׃ ديارلسم ـ וַיֹּ֥אמֶר קַ֖יִן אֶל־יְהוָ֑ה גָּדֹ֥ול עֲוֹנִ֖י מִנְּשֹֽׂא׃ څوارلسم ـ הֵן֩ גֵּרַ֨שְׁתָּ אֹתִ֜י הַיֹּ֗ום מֵעַל֙ פְּנֵ֣י הָֽאֲדָמָ֔ה וּמִפָּנֶ֖יךָ אֶסָּתֵ֑ר וְהָיִ֜יתִי נָ֤ע וָנָד֙ בָּאָ֔רֶץ וְהָיָ֥ה כָל־מֹצְאִ֖י יַֽהַרְגֵֽנִי׃ پنځلسم ـ וַיֹּ֧אמֶר לֹ֣ו יְהוָ֗ה לָכֵן֙ כָּל־הֹרֵ֣ג קַ֔יִן שִׁבְעָתַ֖יִם יֻקָּ֑ם וַיָּ֨שֶׂם יְהוָ֤ה לְקַ֙יִן֙ אֹ֔ות לְבִלְתִּ֥י הַכֹּות־אֹתֹ֖ו כָּל־מֹצְאֹֽו׃ شپاړسم ـ וַיֵּ֥צֵא קַ֖יִן מִלִּפְנֵ֣י יְהוָ֑ה וַיֵּ֥שֶׁב בְּאֶֽרֶץ־נֹ֖וד קִדְמַת־עֵֽדֶן׃ ــــ انګريزي ترجمه: 8 Now Cain said to his brother Abel, “Let’s go out to the field.”[d] While they were in the field, Cain attacked his brother Abel and killed him.
9 Then the Lord said to Cain, “Where is your brother Abel?” “I don’t know,” he replied. “Am I my brother’s keeper?” 10 The Lord said, “What have you done? Listen! Your brother’s blood cries out to me from the ground. 11 Now you are under a curse and driven from the ground, which opened its mouth to receive your brother’s blood from your hand. 12 When you work the ground, it will no longer yield its crops for you. You will be a restless wanderer on the earth.” 13 Cain said to the Lord, “My punishment is more than I can bear. 14 Today you are driving me from the land, and I will be hidden from your presence; I will be a restless wanderer on the earth, and whoever finds me will kill me.” 15 But the Lord said to him, “Not so[e]; anyone who kills Cain will suffer vengeance seven times over.” Then the Lord put a mark on Cain so that no one who found him would kill him. 16 So Cain went out from the Lord’s presence and lived in the land of Nod,[f] east of Eden. (Genesis 4: 8-16، اوسنی انجيل، عهدالقديم، جينسيز يا لومړي پنځه کتابونه، څلورم کتاب، له ۸ څخه تر ۱۶نمبر جملې پوري )
(۱۲) حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ، حَدَّثَنَا صَفْوَانُ بْنُ عِيسَى، حَدَّثَنَا الْحَارِثُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي ذُبَابٍ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ أَبِي سَعِيدٍ الْمَقْبُرِيِّ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏ "‏ لَمَّا خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ وَنَفَخَ فِيهِ الرُّوحَ عَطَسَ فَقَالَ الْحَمْدُ لِلَّهِ فَحَمِدَ اللَّهَ بِإِذْنِهِ فَقَالَ لَهُ رَبُّهُ يَرْحَمُكَ اللَّهُ يَا آدَمُ اذْهَبْ إِلَى أُولَئِكَ الْمَلاَئِكَةِ إِلَى مَلإٍ مِنْهُمْ جُلُوسٍ فَقُلِ السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ ‏.‏ قَالُوا وَعَلَيْكَ السَّلاَمُ وَرَحْمَةُ اللَّهِ ‏.‏ ثُمَّ رَجَعَ إِلَى رَبِّهِ فَقَالَ إِنَّ هَذِهِ تَحِيَّتُكَ وَتَحِيَّةُ بَنِيكَ بَيْنَهُمْ ‏.‏ فَقَالَ اللَّهُ لَهُ وَيَدَاهُ مَقْبُوضَتَانِ اخْتَرْ أَيَّهُمَا شِئْتَ قَالَ اخْتَرْتُ يَمِينَ رَبِّي وَكِلْتَا يَدَىْ رَبِّي يَمِينٌ مُبَارَكَةٌ ‏.‏ ثُمَّ بَسَطَهَا فَإِذَا فِيهَا آدَمُ وَذُرِّيَّتُهُ فَقَالَ أَىْ رَبِّ مَا هَؤُلاَءِ فَقَالَ هَؤُلاَءِ ذُرِّيَّتُكَ فَإِذَا كُلُّ إِنْسَانٍ مَكْتُوبٌ عُمْرُهُ بَيْنَ عَيْنَيْهِ فَإِذَا فِيهِمْ رَجُلٌ أَضْوَؤُهُمْ أَوْ مِنْ أَضْوَئِهِمْ ‏.‏ قَالَ يَا رَبِّ مَنْ هَذَا قَالَ هَذَا ابْنُكَ دَاوُدُ قَدْ كَتَبْتُ لَهُ عُمْرَ أَرْبَعِينَ سَنَةً ‏.‏ قَالَ يَا رَبِّ زِدْهُ فِي عُمْرِهِ ‏.‏ قَالَ ذَاكَ الَّذِي كَتَبْتُ لَهُ ‏.‏ قَالَ أَىْ رَبِّ فَإِنِّي قَدْ جَعَلْتُ لَهُ مِنْ عُمْرِي سِتِّينَ سَنَةً قَالَ أَنْتَ وَذَاكَ ‏.‏ قَالَ ثُمَّ أُسْكِنَ الْجَنَّةَ مَا شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ أُهْبِطَ مِنْهَا فَكَانَ آدَمُ يَعُدُّ لِنَفْسِهِ ‏.‏ قَالَ فَأَتَاهُ مَلَكُ الْمَوْتِ فَقَالَ لَهُ آدَمُ قَدْ عَجِلْتَ قَدْ كُتِبَ لِي أَلْفُ سَنَةٍ ‏.‏ قَالَ بَلَى وَلَكِنَّكَ جَعَلْتَ لاِبْنِكَ دَاوُدَ سِتِّينَ سَنَةً فَجَحَدَ فَجَحَدَتْ ذُرِّيَّتُهُ وَنَسِيَ فَنَسِيَتْ ذُرِّيَّتُهُ ‏.‏ قَالَ فَمِنْ يَوْمِئِذٍ أُمِرَ بِالْكِتَابِ وَالشُّهُودِ ‏"‏ ‏.‏ قَالَ أَبُو عِيسَى هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ غَرِيبٌ مِنْ هَذَا الْوَجْهِ ‏.‏ وَقَدْ رُوِيَ مِنْ غَيْرِ وَجْهٍ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم مِنْ رِوَايَةِ زَيْدِ بْنِ أَسْلَمَ عَنْ أَبِي صَالِحٍ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ‏.‏ (جامع الترمذي, کتاب نمبر ۴۷، كتاب تفسير القرآن عن رسول الله صلى الله عليه وسلم، حديث نمبر ۳۶۹۴)

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page