په دې ښار کي اوسېدونکي خبيثان ول
هم جنسبازه ګمراهان او ابليسان ول

منظوم قصص الانبياء ـ ۱۰مه برخه
لوط (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

لوط وراره ؤ د خليل ډېر تابعدار ؤ
د خپل رب د خپل خالق فرمانبردار ؤ
دا نبي و سدوم ښار ته ور روان سو
د خپل رب امر منونکی پيروان سو
د اُردن سيند ته نژدې آباد دا ښار ؤ
دا مرکز د تجارت او کاروبار ؤ
په دې ښار کي اوسېدونکي خبيثان ول
هم جنسبازه ګمراهان او ابليسان ول
له دوی مخکي هيڅ چا کړي نه ول داسي
نر په نر جنسي قضا چي کوي داسي
په تاريخ کي د انسان بد ظالمان ول
دوی بېساري بدکاران او بې ايمان ول
په کوڅو په بازارو په عام محضر کي
لواطت به دوی کاوه په راهګذر کي
لوط بلل به و تقوا ته سدوميان تل
د خبيث کارو کوونکي دا حاميان تل
لوط ويل چي دی رسول امانتګر دی
اجر نه غواړي له دوی او نه خواستګر دی
ده ويل به بېره وکړئ له خالقه
تقوا وکړئ اطاعت هم له مالکه
خو دوی تل به بد ويل و دې نبي ته
په دې ښار کي اوسېدونکي اجنبي ته
دوی ويل که نصيحت کوې ته وړاندي
موږ به وباسو له ښاره تا دباندي
لوط زحمت وکیښ څو کاله په دعوت کي
خو لوطيان هسي پراته ول په غفلت کي
دا ؤ راغلې ابراهیم ته په کنعان کي
درې ملکې په يو وخت په يوه آن کي
ابراهیم فکر کاوه چي انسانان دي
د ده کور ته مېلمانه بااطمینان دي
ګلګی ځکه خليل ورته حلال کړ
ځان نبي د مېلمنو ښه مېلمه پال کړ
نه سامان کوم ورسره نه خره آسونه
بل غذا ته هغوی نه وروړل لاسونه
ابراهيم ځکه نو وبېرېد ترسان سو
دا څه چل دی له خپل ځانه په پرسان سو
ملايکو هله وويل حالونه
ښه خبر چي يې راوړی دی قولونه
دوی ويل چي پيامبري د مالک دي
بشارت ده ته راوړونکي د خالق دي
د اسحق زېری يې ورکړ و خليل ته
و سپينږري دې نبي د رب جليل ته
بيا يې وويل راوړی يې عذاب دی
و سدوم ته يې راوړی ډېر خراب دی
خليل وغوښتل د لوط قوم ته وختونه
ګوندي ومومي اصلاح او ښه بختونه
بل د لوط په هکله دا نبي پرېشان سو
د ميعاد ځکه غوښتونکی په دې شان سو
خو ملکو ويل حکم نه بدليږي
د سدوم عذاب به هيڅ هم نه کمیږي
خو عذاب به صرف راځي پر کافرانو
پر بد فعلو بدکارانو منکرانو
دا ؤ درې واړي ملکې ور رهي سوې
دوی په شکل د زلميانو درو سهي سوې
لوط چي وليدل ښاسته چی درې ځوانان دي
اجنبي و سدوم ښار ته راروان دي
دی ګويان سو دې ځوانانو ته چي مه ځئ
له خبيثو خلکو ډک دې ښار ته مه ځئ
خو ځوانانو ويل موږ ستا مېلمانه کړه
وروسته موږ بيا ته له ښار څخه ستانه کړه
لوط په کور کي دا زلميان درې مهمانان کړل
د سدوم له خلکو پټ يې دا ځوانان کړل
لوط ويل چي که خبر باندي لوطيان سي
دوی به چور پر دې زلمو لکه مېږيان سي
د لوط ښځه سوه مخبره د لوطيانو
د ښار خلک يې خبر کړل له زلميانو
دا ؤ راغلل د ښار خلک په جنجال سول
دوی له لوط څخه غوښتونکی د رجال سول
دوی ويل چي له عذابه نه بېريږي
خدای دي راولي عذاب دوی نه ډاريږي
لوط ته ووايه ملکو ټول احوال دا
چي الله يې بدلوونکی دی بد حال دا
دا ؤ ټول لوطيان ړانده سول په دوو سترګو
تياره راغله د هغوی پر سترګو غبرګو
په تکليف باندي اخته بيا سدوميان سول
په وۍ وۍ د لواطت دغه حاميان سول
ملايکو ويل لوط ته له دې ښاره
ځان وباسه ته تر مخه له سهاره
دا ؤ لوط د لوڼو دوو سره را ووت
مخکي دې چي سهار لمر پر ښار راوخوت
دا ؤ راغله زلزله پر کافرانو
پر بدکارو خبيثانو منکرانو
له آسمان څخه ډبرې لوی لوېدلې
پر سدوم باندي هغوی را اورېدلې
د سدوم ښار هم برباد او هم ويران سو
له لوطيانو څخه جوړ يو لوی ډېران سو
لوط او لوڼو ته نجات ورکړ خالق لوی
له عذاب څخه يې بچ کړل دوی مالک لوی
د خليل سره دی مل په نصيحت سو
لوط نبي وروسته کنعان کي په دعوت سو


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۱۷مه نېټه، بون


د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page