له ۳ کالو څخه په کم وخت کي يو مليون لوستنې

 درنو دوستانو،
نن ډېر خوشاله يم ځکه چي د www.Kochnai.com پاڼه چي ما د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ مياشت کي پېل کړې وه، نن يې د کتونکو شمېر تر يو مليون واوښت. پر دغه پاڼه دمګړی تر ۳۰۰ څخه زيات په پښتو ژبه د ماشومانو له پاره مطالب او نکلونه آنلاين دي. دغه نکلونه په تيرو دوو کالونو او لسو مياشتو کي تر يو مليون څخه زيات ځله لوستل سوي دي او هره ورځ يې تر مخکنۍ ورځې د لوستونکو شمېر مخ په زياتېدو دی. د زيات شمېر نورو انسانانو په څېر زما هم ماشومان زښت خوښيږي او راباندي ګران دي. اوس داسي احساس کوم لکه ما چي پخپله تر يو مليون څخه زيات ځله خوږو کوچنيانو ته نکلونه کړي وي چي دا يو ډېر خوندور احساس دی. دغه احساس راڅخه ټولې هغه ستړياوي هيري کړې چي د کوچنی ټکی کام د پاڼي د چلولو پر وخت د تخنيکي او نورو ستونزو له کبله ورسره په تيرو کالونو کي مخامخ سوی وم.

ماشومان زموږ د ژوند خوشالي، زموږ راتلونکی او د نړۍ ښکلا دي. د هغوی په روزنه او ښوونه کي د ماشومانو ادبيات زياته مرسته کولای سي او د کوچنی ټکی کام پاڼه ما په همدې مقصد پېل کړه چي ما ويل په زياته هغه پښتانه ماشومان چي کتابونو ته لاس رسی نه لري، د انټرنټ له لاري په خپله مورنۍ ژبه د خپل عمر سره سمون لرونکو ادبياتو ته لاسرسی ولري. دا چي ما دغه پاڼه په يوازي سر پېل کړه او لا تر اوسه يې يوازي پر مخ بيايم نو ډېر خوشاله يم چي لږ و ډېرو ستړياؤ مي مېوه کړې او هره ورځ په زرهاؤ خوږو زړګيانو ته له دغې پاڼي نکلونه لوستل کيږي. 

پر کوچنی ټکی کام ږغيز، ويديويي او متن لرونکي نکلونه آنلاين دي. ټول مواد د ځانګړو ټېګونو په مرسته پر کاتيګوريانو وېشل سوي دي. دغه ټېګونه يا لنډ ځانګړي لينکونه د هر نکل په پای کي درج سوي وي. د بيلګي په توګه کله چي څوک پر «ږغيز مطالب» ټېګ کليک وکړي نو ورته د هغو نکلونو ليسټ د لينکونو سره مل ښودل کيږي، کوم چي د آوديو په شکل کي دي. د دې تر څنګ د ليکوالانو د ټېګ له مخي د يو ځانګړي ليکوال ټول نکلونه په يو ليسټ کي ښودل کيږي. په همدې توګه د «ژباړه»، «منظوم نکلونه»، «حيوانان»، «تر ۵ دقيقو اوږد» او نور ورته ټيګونه د ځانګړو مطالبو په لټون کي مرسته کوي. دغه ټيګونه به په زياته هغه وخت د دغې پاڼې په کارونه کي زيات مرستندويان وي چي دخيره په دغه پاڼه کي د نکلونو شمېر انشالله تر زرونو واوړي.

ستاسو ټولو څخه يوه نړۍ مننه چي زما ورېرو او ورېرونو ته مو له دغې پاڼي نکلونه لوستلي او په آئنده کي به هم ورته نکلونه له دغې پاڼي لولئ.

په پښتو ژبه کي د ماشومانو د ادبياتو په برخه کي ډېر کم کار سوی او هيله ده چي زيات ليکوالان، ژباړونکي او شاعران دغې برخي ته پاملرنه وکړي او زموږ ماشومان په دې ډګر کي د نړۍ د نورو ماشومانو سيالان کړي.

په مينه او احترام

احمدولي اڅکزی، د کوچنی ټکی کام مسؤل چلونکی
د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۲۰مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page