ايوب يو صالح انسان يو پيامبر ؤ
دی نبي د پاک سبحن او پيغمبر ؤ

منظوم قصص الانبياء ـ ۱۴مه برخه
ايوب (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

ايوب يو صالح انسان يو پيامبر ؤ
دی نبي د پاک سبحان او پيغمبر ؤ
د موص زوی او د رازح هغه لمسی ؤ
دی د عيص مشهور عيسو يو کړوسی ؤ
د اسحاق بن ابراهيم نبي کودی ؤ
دا نبي د ابراهيم خليل پردی ؤ
د حافظ بن عساکر يو روايت دی
د لوط لور د ايوب مور وه حکايت دی
د ايوب نبي په شمېر ښه زيات بچيان ول
د خپل ښار د خپلي سيمي بډايان ول
زیات دولت ايوب درلود زيات ثروتونه
پراخي مځکي نوکران او زيات مالونه
د شام سيمه بثنيه کي د دوی ژوند ؤ
د مشکور نبي ګذران ډېر ښه په خوند ؤ
خو يو وخت راغلی چي ولاړل ټول مالونه
بې وزلي سوه ټوله ولاړل ثروتونه
د ايوب نبي ټول مړه سول اولادونه
ولاړل څه چي يې درلودل جايدادونه
پر ايوب باندي بيا راغلې ناروغياني
دردوونکي کړوونکي مريضياني
که احباب ول که خپلوان کهيې دوستان ول
له ايوب څخه بېزار ټول ګريزان ول
له دې بيري چي اخته به سي دوی ټوله
مريضان به سي کوچني دي که لوی ټوله
خلکو پرې کړ د ايوب سره تماس ټول
دې نبي ته سول ملګري ناشناس ټول
خو مېرمنه وفاداره يې تل مل وه
دا پالونکې د ايوب نبي به تل وه
دې مېرمني مزدوري به تل کوله
دې کارونه د يو کور او بل کوله
دې به اخيستل ميړه ته درملونه
د خوراک چښاک او نور اړين څيزونه
د مېرمني کومکونو ته مجبور ؤ
په کړاو باندي اخته نبي رنځور ؤ
د نبي بدن هم کړي زيات چنجيان ول
پر پوستکي د هغه ښه ټول عيان ول
بېله مرسته ښورېدای نه سوای له ځايه
دا نبي رنځور رنځور ؤ سر تر پايه
خو تل بيا هم دی و رب ته ثناخوان ؤ
نه بې صبر نه هيڅکله ګيله خوان ؤ
د ايوب ښځه يو ورځ ده ته ګويان سوه
دا مېرمنه خپل مېړه ته په بيان سوه
ته نبي د پاک سبحن او ښه انسان يې
خو ناروغ او نن احتياج ته د احسان يې
رب ته وکړه دا دعا چي صحت درکړي
عذاب ليري کړي له تا او راحت درکړي
ايوب وويل اويا کاله صحت ؤ
هري خوا ته نعمتونه او راحت ؤ
اوس کمتر وخت چي ناروغ يم يا کړېږم
که راحت بيا له رب غواړم نو شرمېږم
يو وخت راغلی چي يې وايسته له کاره
د ايوب ښځه مزدوره سوه بيکاره
هيڅ غذا نه وه په کور کي د ايوب نور
نه درمل لرل نبي دغه معيوب نور
د ايوب ښځي پر ښځو نورو خرڅ کړل
خپل ورېښتان يې د پيسو په بدل خرڅ کړل
ډوډۍ راوړه په بدل يې دې ايوب ته
خپل رنځور مجبور سړي او و معيوب ته
خو ايوب چي سو خبر په دې داستان ټول
چي يې ښځي خپل پلورلي دي ورېښتان ټول
نو ايوب ډېر پرېشان سو په بيان سو
دی سبحان ته په دعا او په ګريان سو
تکليفونو سخت نيولی يم بېشکه
ته تر ټولو ښه رحيم يې بېله شکه
دا ؤ وسول پر ايوب باندي امرونه
چي دی وکړي حکم سوي دا کارونه
اول ووهي په پښه ټينګه دی مځکه
چي راوخوټيږي هلته چينه ځکه
بيا دي پرېولي باندي ځان او خپل زخمونه
بيا دي وچښي اوبه يو څو جامونه
روغ رمټ سو چي پرځای يې کړل امرونه
بېرته ځوان سو ايوب وکړل زيات شکرونه
دې نبي ته خدای عطا کړل اولادونه
تر پخوا څخه لا زيات هم جايدادونه
د مېرمنې اولادو سره يې ژوند ؤ
ښه نعيم له ثروتونو ډک په خوند ؤ
اويا کاله دا نبي نور هم ژوندی ؤ
دی مشکور په عبادت کي ګړندی ؤ

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر۹مه نېټه، بون

د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page