د موسی ذکر راغلی دی قرآن کي
اوه باندي سل او دېرش ځله فرقان کي

منظوم قصص الانبياء ـ ۱۶مه برخه
موسی (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی


د موسی ذکر راغلی دی قرآن کي
اووه باندي سل او دېرش ځله فرقان کي
د تورات شريف نزول پر موسی سوی
په تعليم يې ټول اُمت ؤ هوسا سوی
عمران پلار د ده قاهث د ده نيکه ؤ
عازر ور د ده لاوي يې تر نيکه ؤ
لاوي زوی د اسرائيل د يوسف ورور ؤ
يوولس وروڼو سره مصر کي يې کور ؤ
د يوسف نبي له وخته دوی آباد ول
د يعقوب دوولس زامن هلته ښه ښاد ول
دوولسوروڼو څخه دوولس قبيلې سوې
شمېر يې زيات سو د وګړو قافلې سوې
پنځم نسل کي يې شمېر ښه ؤ ډېر سوی
نيم مليون څخه لا آخوا ؤ تېر سوی
تېر څلور چي سول په شمېر باندي قرنونه
د يوسف وروسته چي تېر سول زيات وختونه
د يعقوب له اولادو جوړ نوکران ول
د مصريانو غلامان او چاکران ول
بل فرعون داسي پر مصر يو واکمن ؤ
چي د لويو خزانو څخه برخمن ؤ
فرعون ځان باله يو رب دعوه يې دا وه
عبادت يې د ځان غوښت شېوه يې دا وه
هغه ولېد داسي خوب چي اندېښمن سو
په طلب يې د معنی ژر دا واکمن سو
درباريانو کاهنانو ويل دا ده
ستا د خوب دغه مطلب دغه معنی ده
يو هلک به ستا په لاره کي حايل سي
دی رهبر به د ټبر د اسرائيل سي
دا بچی د اسرائيل به دي نسکور کړي
پلاز به واخلي هم به ختم دی ستا زور کړي
دا ؤ هر چيري په نخښه هر مکان سول
نوزايده د اسرائيل قتل هلکان سول
پيدا سوي چي تازه ټول ماشومان ول
نرينه ټول د مرګي کره مهمان ول
د عمران ښځي ته وسول دا امرونه
د الله له لوري داسي دي کارونه
شیدې ورکړه خپل ماشوم ته که ډارېږې
سيند ته وسپاره هغه که پر بېرېږې
يوکابد د عمران ښځې ويل لور ته
و مريمي ته د خپلو سترګو نور ته
په ټوکرۍ کي يې په سيند کي زه پرېږدمه
دا ماشوم موسی پر خدای باندي سپارمه
ته پر څنډه د سيند وڅاره که کيږي
چي ټوکرۍ د سيند پر کوم لوري بهيږي
مريم وليده ټوکرۍ ولاړه ماڼۍ ته
د فرعون د قصر ستري ودانۍ ته
د فرعون ښځي ويل زه به يې لوی کړم
د ټوکرۍ دغه ماشوم به لکه زوی کړم
د دې زړه له اول سره ور مايل ؤ
پوه هم وه چي دا هلک له اسرائيل ؤ
دا ؤ پېل يې کړ تلاښ د يو مېرمنې
چي موسی ته شیدې ورکړي د پتمنې
خو شيرخوار موسی به هيڅ هم نه منلې
د هيڅ ښځي شیدې ده به نه رودلې
دا ؤ وويل مريمي چي به ستر کړي
ووړ موسی ته يوکابد به شیدې ورکړي
فرعونيانو موسی راوست خپلې مور ته
دوی خبر نه ول د هغه اصلي کور ته
په شیدو باندي دی لوی د خپلي مور سو
د فرعون قصر موسی لره خپل کور سو
موسی لوی چي سو نو ښکلی جګ يو ځوان سو
دی پياوړی ښه قوي ښه نمايان سو
يو وخت دوه سره اخته ول په جنجال کي
کوم تکليف يې ؤ تر منځ د دوو رجال کي
يو له دوی اسرائيلی ؤ او بې وس ؤ
دا دوهم د فرعون خاص سړی يو کس ؤ
موسی وليد دا جنجال او ناقرار سو
د جنجال د ختمولو په اسرار سو
په دې حال کي موسی خپله ځکه پړ سو
چي ناپامه يې مصری له لاسه مړ سو
خلکو وويل فرعون به تا اوس مړ کړي
د مصري په قتل هغه به تا پړ کړي
موسی وتښتېد له مصره او روان سو
په يوازي سر رهي بېله کاروان سو
تر مدين سيمي چي ورسېد ستومان ؤ
له پلي تګه ستړی سوی دی پرېمان ؤ
د شعيب په نوم سړي سره چي شپون سو
په مدين کي تر ډېر وخت په پېوستون سو
شعيب خپله لور و ده ته په نکاح کړه
صفورا د موسی ښځه يې فلاح کړه
لس کالونه په مدين کي چي يې تېر کړل
د شعيب ژمنه کارونه چي يې زېر کړل
دی پر لور د مصر هله ور روان سو
کورنۍ سره رهي دی په کاروان سو
لار يې ورکه کړه نژدې سو کوه طور ته
د دې غره پر سر يې پام سو و يو نور ته
دا ؤ ورغلی موسی چي يې معلوم کړي
ځان خبر چي د رڼا په ټول مفهوم کړي
چي نژدې سو د غره څوکي ته عيان سو
ونې شاته نور ښکاره سو په بيان سو
پاک الله ؤ چي موسی ته په کلام ؤ
د موسی د نبوت وخت د اعلام ؤ
پاک الله موسی ته وښودل مار کيږي
د موسی لکړه لوی چي ښامار کیږي
بيا يې وښود و موسی ته چي ځليږي
له ګريبانه که لاس وباسي پړقيږي
معجزې دوې دغه ورکړلې خالق لوی
چي فرعون ته يې ښکاره کړي د مالک لوی
موسی وويل له دوی څخه ډارېږم
د مرګ تور باندي به مړ مي کي بېرېږم
بل چي ژبه مي بنديږي ما به رد کړي
کاذب ما به وبولي ښايي دا بد کړي
ورور هارون که مي ملګری کړې صالح دی
تصديق وبه کړي دی زما رشتيا فصېح دی
الله وويل په ورور به دي قوي کړم
تا او ستا سره ملګري به حاوي کړم
و فرعون ته موسی ولاړی او ګويان سو
د هارون سره يوځای دی په بيان سو
رالېږلی يې نبي يم زه رسول يم
د رباني پيغام ويلو زه مسؤل يم
فرعون وويل هېرجن ته د احسان يې
چي پاللی يې موږ هغه يو انسان يې
موسی وويل جوړ کړی دي غلام دی
زما ټبر باندي جوړ کړی تا نيلام دی
اوس راپرېږده چي ټول زما سره کاروان سي
اسرائيل ټبر له مصره چي روان سي
موسی وښودلې دواړي نښانياني
رب ورکړي چي وې ده ته ښه عياني
فرعون وويل چي دا خو جادوګر دی
دا نبي نه دی خو عام کوم سحرګر دی
دا ؤ وغوښتل فرعون و خپل دربار ته
سحرګر ټول لوی و وخت معلوم عيار ته
محرک د دوی رسۍ لرګي روان سول
اژدها د موسی تېر چي کړل حيران سول
دا ؤ ټول جادوګران مسلمانان سول
د فرعون په نظر ځکه خاينان سول
فرعون وګواښل هغوی چي به اعدام کړي
يو په يو به پرې د دوی څلور اندام کړي
کوډګرانو ويل موږ ايمان راوړونکي
د خپل رب څخه يو موږ بخښه غوښتونکي
هيڅ ضرر او بېره نسته که مړه کيږو
موږ خپل رب ته ګرځېدونکي يو ستنېږو
دا چي ټينګ ؤ پر خپل کفر او ظالم ؤ
فرعون نه مانه دعوت د حق غليم ؤ
دا ؤ راغلی فرعونيانو ته عذاب يو
فصل نه کېدی چي داسي ؤ خراب يو
له موسی څخه غوښتونکي د دعا سول
فرعونيان تېر له دريځ له مدعا سول
په دعا باندي موسی عذاب پر بند کړ
فرعونيانو بېرته زوړ چلن څرګند کړ
دا ؤ راغلی پر دوی بل داسي عذاب يو
سېلاب لاندي د دوی مځکي کړې خراب يو
له موسی څخه غوښتونکي د دعا سول
دوی بيا تېر له خپل دريځ له مدعا سول
په دعا باندي موسی عذاب پر بند کړ
فرعونيانو بېرته زوړ چلن څرګند کړ
دا ؤ راغلی پر دوی بل داسي عذاب يو
چي هر چيري ملخان ول ډېر خراب يو
له موسی څخه غوښتونکي د دعا سول
فرعونيان تېر له دريځ له مدعا سول
په دعا باندي موسی عذاب پر بند کړ
فرعونيانو بېرته زوړ چلن څرګند کړ
دا ؤ راغلی باندي بل داسي عذاب يو
هرې خوا ته خسمانان سول ډېر خراب يو
دوی بيا ژمن سول چي به راوړي ژر ايمان سم
که عذاب ورڅخه ليري سي پيمان سم
يو د شپږو بيا چنګښو بيا د وينو
عذابونه باندي راغلل پر بې دينو
خو هر واري به دوی ژمن سول و ايمان ته
بيا به بېرته درواغجن سول خپل پيمان ته
دا ؤ امر له الله پر رسول وسو
د پيغام پر رسوونکي مسؤل وسو
چي د شپې پر وخت له قوم خپل جوړ کاروان کړي
دوی له مصره د ختيځ پر لور روان کړي
دا ؤ ټول ټبر د شپې پر وخت روان سو
نر او ښځي ځوان زاړه ټول يو کاروان سو
له دې کوچه چي فرعون کله خبر سو
ورپسې سو هم ملګری يې لښکر سو
د سور بحر مخ ته تم اسرائيليان سول
بل نژدې د شا له خوا يې فرعونيان سول
امر وسو پر موسی د رب له لوره
عصا وواهه اوبو کي ښه په زوره
موسی کله چي پر ځای کړل دا امرونه
بحر پرې سو ترې نه جوړ سول دوه بحرونه
د اوبو په منځ کي جوړه سوه يو لاره
ښه سيده د بحر منځ کي او همواره
له دې لاري تېر ټبر د اسرائيل سو
و تعقيب ته يې فرعون هم ښه مايل سو
دا ؤ دی هم ورداخل سو په دې لاره
قهرېدلی ؤ فرعون او کبرکاره
چي په منځ کي ؤ د لاري نو يې پای سو
بحر بېرته سره ګډ سوی او يوځای سو
فرعون غرق سو پاته ټول اسرائليان سول
د دې پيښي شاهدان زيات فرعونيان سول
چي هميش و انسانانو ته عبرت وي
جسد بد دغه خوندي وړ د نفرت وي
د فرعون جسد اوبو کي تاو راتاؤ سو
بيا له بحره مړ و وچي ته ارتاؤ سو
کفر ظلم او لويي چي يې مرام ؤ
د خدايي دعوه کوونکي دا انجام ؤ
له فرعون څخه خلاصون وروسته روان سول
د شمال ختيځ پر لور دوی په کاروان سول
دوی چي راغلل ښه نژدې بيت المقدس ته
ژمنه سوي ستايل سوي ځای اقدس ته
هلته مېشت ول ډېر بد خلک منکران ول
ظالمان ول بدکاران او کافران ول
د موسی قوم هغوی وليدل چي ستر دي
د دې سيمي خلک لوی او طاقتور دي
خو موسی پر خپل قوم وکړل دا امرونه
دوی داخل چي سي په ښار وکړي شکرونه
خو د قوم خلکو ويل نه داخليږو
و دې ښار ته حتی هيڅ نه نژدې کيږو
زموږ نبي او د ده رب دي يې خارج کړي
د دې سيمي اوسېدونکي په تدريج کړي
خو موسی چي ورته هر څومره بيان کړ
صرف د دوو ګامونو کار دا يې عيان کړ
دوی هيڅ نه منل د خپل نبي امرونه
داسي ول د دغه قوم عجب کارونه
له دې وروسته دغه قوم بيا سرګردان ؤ
په لو دښته د سينا کي په کاروان ؤ
الله وغوښت خپل نبي و کوه طور ته
و وصول ته د تورات و خپل حضور ته
موسی وويل خپل قوم ته چي به ځي دی
د دېرش ورځو وروسته هله بيا راځي دی
موسی ولاړی له خپل قومه راروان سو
د دېرش ورځو په روژو ښه فراوان سو
خو رب امر باندي وکړ چي لس نوري
روژې ونيسي موسی او بيا به ګوري
هم نبي او هم د قوم پر هر انسان ؤ
د تورات نزول چي وسو لوی احسان ؤ
د تورات متن کنده ؤ پر ډبرو
پر ډبرو ښايستو او لا ښه ترو
خو موسی چي واپس راغلی نو حيران سو
خپل د قوم و شرارت ته ډېر پرېشان سو
دوی لو غوا وه جوړه کړې له سرو زرو
عبادت يې هم کاوه نر او سياسرو
صرف يو څو پکښي کي پاته مسلمان ول
نور اکثره مشرکان جوړ ظالمان ول
موسی وپوښتی خپل ورور هارون په زوره
دا څه حال دی دا څه وينم ګرانه وروره
هارون وويل چي ټول وخت په بيان وم
خپل و قوم ته زه ناصح يو ښه عيان وم
ستا راتللو کي چي د لسو ورځو ځنډ سو
د دې خلکو ايمانونو کي جوړ خنډ سو
اوازې يې کړې خپرې چي ښايي مړ وي
موسی چيري به پر لاري باندي پړ وي
دا ؤ جوړه کړه دوی غوا له سرو طلاؤ
بيا يې پېل کړه سلسله د ناروا ؤ
ما هرڅومره چي کول نصيحتونه
يادول چي مي و دوی ته آيتونه
خو هيڅ چا هم اورېدل نه زما عذرونه
دوی هېر کړي ول د رب او ستا امرونه
دا ؤ يو شمېر د قوم غړي په توبو سول
دوی غوښتونکي د بخښنې له غيبو سول
پر توبه کوونکو رحم د رب وسو
خو پر پاتو مشرکانو لوی درب وسو
موسی امر وکړ مړه ټول مشرکان کړئ
خپل په منځ کي قتل ټول کافر ارکان کړئ
دا ؤ پرې سول په دې ورځ ښه ډېر سرونه
تر اويا زرو چي زيات يې ول شمېرونه
پاته قوم د اسرائيل بيا راروان سو
په ډاګونو او دښتو کي په کاروان سو
د رحمت ورېځه به تل د دوی پر سر وه
دا ساتونکې له ګرمۍ له سورکي لمر وه
بل د من او د سلوا په نوم خواړه ول
په کثرت سره هر چيري به پراته ول
دا د رب له لوري دوی ته معجزه وه
بې تکليفه دا مړۍ به تل تازه وه
خو دوی غوښتل له نبي څخه پيازونه
بل الله چي دوی ته ورکړي پالېزونه
داسي نوري دوی کولې به غوښتنې
له نبي څخه د خدای عجب پوښتنې
خالق نه غوښتل چي دوی يې شاهدان سي
په ستايلې مځکه دوی لا اوس ودان سي
دا ؤ دوی ځکه څلوېښت کاله روان ول
په حلقه کي پر ډاګونو سرګردان ول
له موسی څخه هارون په عمر زيات ؤ
له خپل ورور څخه يې مخکي هم وفات ؤ
موسی کله چي شل باندي سل کلن سو
د ده هم هله مرګي سره مِلن سو
د موسی د مرګ پر وخت ورته نژدې وه
لږ واټن کي پاکه خاوره د وعدې وه
د موسی له مرګه وروسته چي رسول سو
د نون زوی يوشع د خپل قوم بيا مسؤل سو

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر۱۶مه، بون

د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page