source of image: https://cdn3.vectorstock.com/i/1000x1000/10/62/afghanistan-migration-vector-7841062.jpg
source of image: https://cdn3.vectorstock.com/i/1000x1000/10/62/afghanistan-migration-vector-7841062.jpg

له افغانستان څخه د وتلو کوم امکانات سته؟ دلته يې ولولئ:

لاندنی مطلب پر https://www.infomigrants.net/ps/ خپور سوی.

له افغانستان څخه په تيرو لسيزو کي ګن شمېر انسانان ګاوندي او لوېديځو هيوادونو ته مهاجر سوي دي. په زياته بيا زيات افغان ځوانان د بيلو دلايلو پر اساس و لوېديځو هيوادونو ته د تللو ارمان لري. خو په دغو کي ډېر کم کسان بېله دې چي مخکي ځان په حقايقو او امکاناتو بشپړ پوه کړي، له افغانستان څخه حرکت کوي او زيات وختونه د داسو ستونزو سره لاس او ګريوان کيږي چي مخکي يې اټکل نه ؤ کړی. په دغه ليکنه کي هڅه کيږي چي له افغانستان څخه د وتلو پر امکاناتو او ګواښونو لنډ خو هر اړخيزه معلومات وړاندي کړل سي. د يادولو وړ ده چي دغه ليکنه د تکامل او بشپړه والي ادعا نه لري او نه هم د کارپوه وکيل د حقوقي مشورې ځای نيسي.

دا چي ليکنه ښايي د بعضو لوستونکو له پاره اوږده وي، نو د سرليکنو له مخي هم کولای سي چي د ليکنې هغه برخه تعين کړي او ويې لولي، چي ورته زياته مهمه وي.

افغانان ولي مهاجر کيږي؟

د يوې څېړنې له مخي افغانستان په نړۍ کي د زيات ډپرېشن يا ژور خفګان لرونکو هيوادونو په قطار کي لومړی مقام لري. د دغې څېړنې له مخي هر پنځم افغان ژور خفګان لري. د دغه ژور خفګان لاملونه جګړه، بې امنيتي، بې ثباتي، د ژوند بنسټيزو آسانتياؤ لکه طبي آسانتياوي، کار و روزګار او نورو ورته آسانتياؤ ته نه لاس رسی او په همدې شان اداري فساد او د مدني حقونو د نشته والي ستونزه شامله ده. په زياته هغه ليک لوستي ځوان افغانان چي د انټرنټ او رسنيو له کړکۍ څخه يې نوره نړۍ ليدلې، هغوی ژر و هجرت ته تمايل پيدا کوي. په زیاته هغه وخت کله چي هغوی له درس څخه د فاريغېدو وروسته بې روزګاره وي، قانوني او مدني حقونه يې د رشوت او سفارشونو پر اساس پر مخ ځي، نو هغوی له هيواد څخه د وتلو له پاره ژر زړه ښه کوي. د بېلګي په توګه که يو ځوان د خپلې تذکرې جوړولو له پاره مجبوريږي چي يا اړونده چارواکو ته رشوت ورکړي او يا غيراړيني ستړياوي ورباندي راځي، نو دغه د نفستنګۍ د زیاتېدو لامل کيږي.

خو که له يو هيواد څخه ځوانان او مسلکي کسان په زيات شمېر ووځي نو د دغه هيواد له پاره د يوې لويي سرمايې له لاسه ورکولو معنی لري. د دماغونو او کارپوهانو دغه تېښته پر اړونده هيواد کي د لويو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو او کمبودونو د رامنځته کېدو لامل کيږي. په زياته په داسي يو جنګ ځپلي هيواد لکه افغانستان کي، چيري چي د بيا رغونې په ترڅ کي د کار قوې او کارپوهانو ته اړتيا سته، له هيواد څخه تېښته لويه ستونزه ده.

د بل هيواد پر لور د هجرت فکر او خيال ته عملي جامه وراغوستل د زياتو ستونزو سره مل کار وي او د هجرت کوونکي د ژوند په قيمت تمامېدلای سي. د دې تر څنګ اکثره هغه افغان مهاجر چي غربي هيوادونو ته په هجرت بريالي سوي دي، د خپل انتظار يا فکر په پرتله د مځکني حقايقو يا اصلي حالت سره تضاد سخت مايوسه کړي دي. اروپا يا امريکا اکثرو ته هغسي مثبته نه ده ثابته سوې لکه دوی چي يې ګمان او فکر کړی ؤ.

پوښتنه دا ده چي دغه افغانان چي اروپا يا امريکا ته په تيرو کالونو کي تللي، هغوی څنګه په دې بريالي سوي دي. لوېديځو هيوادونو ته د افغانانو د هجرت يا کډوال کېدو کومي لاري سته؟

اروپا او امريکا ته د تلو قانوني لاري

ـ د بهرني ځواکونو همکاران او ژباړونکي
يو شمېر هغو هيوادونو چي افغانستان ته يې خپل عسکر ليږلي ول وروسته د خپلو افغان همکارانو له پاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړل چي له لاري يې دغه کسان د ځانګړو شرايطو پر اساس اړونده بهرني هيوادونو ته مهاجر کيدلای سوای. هغه څوک چي د بهرنيانو سره يې همکاري کړې وي نو بايد د اړونده هيواد د اړونده پروګرامونو په هکله ځان خبر کړي چي ايا لا روان دي او که درېدلي دي. که يو پروګرام لا روان وي نو کوم شرايط بايد پوره وي تر څو پکښي دغه کس برخه واخيستلای سي؟ په دغه ډول پروګرامونو کي اکثره وخت د کورنۍ غړي لکه مېرمنه او تر اتلسو کالو کم سن لرونکي ماشومان هم ويزه تر لاسه کوي.

ـ لوړي زدکړي او تحصيل
د يو شمېر اروپايي هيوادونو پوهنتونونه د ځانګړو شرايطو پر اساس بهرني او په دې ترڅ کي افغان محصيلينو ته هم داخلې ورکوي. په دې ترڅ کي د اړونده پوهنتون د شرايطو تر څنګ بايد افغان محصل د تحصيل پر وخت د خپلو ټولو مصارفو د پوره کولو جوګه واوسي او له داخلې مخکي بايد د اړونده هيواد سفارت ته د ويزې غوښتنې پر وخت خپل دغه اقتصادي توان ثابت هم کړي.
يو شمېر هيوادونه لکه آلمان بيا د ځانګړو شرايطو پر اساس بعضو محصيلينو ته د تحصيل د دورې د پوره کېدو وروسته معين وخت ورکوي تر څو په دغه هيواد کي ځان ته کار پيدا کړي. که دغه کس ځان ته په ټاکلې موده کي کار پيدا کړي نو بيا کولای سي چي د ځانګړو شرايطو پر اساس په دغه هيواد کي پاته سي، دا د هغه باوجوده چي ورته د محصل په توګه راغلی ؤ. په اکثرو لوېديځو هيوادونو کي بيا دغه پاته سوي افغانان په اوتوماتيکه توګه د دې اجازه نه ترلاسه کوي چي خپله مېرمنه يا سړی او اولادونه هم راوغواړي. د هغه له پاره بيا بايد نور شرايط پوره کړل سي، د بېلګي په توګه څو کاله يې بايد پرله پسې توګه کار کړی وي، د خپلې کورنۍ د ټولو مصارفو پخپله پوره کولو له پاره په کافي اندازه معاش لرونکی وي او داسي نور.

ـ واده او د کورنۍ سره يوځای کېدنه
يو شمېر افغانان چي په اروپا يا امريکا کي ژوند کوي، هغوی پخپله يا خپلو لوڼو او يا زامنو ته په افغانستان کي ودونه کړي او له دې لاري يې له افغانستان څخه هلکان يا انجوني بهر ته راوستلي دي. دغه ډول دوستۍ په زياته بيا د کورنۍ دننه زياتي تر سترګو کيږي. خو د نکاح وروسته په لوېديځ هيواد کي د مېړه او ماينې د سره يوځای کېدو له پاره هم په اکثرو مواردو کي بايد یو شمېر شرايط پوره سي.
هغه افغانان چي په لوېديځو هيوادونو کي اوسيږي او پر ځانګړو شرايطو برابر وي، نو هغوی کولای سي چي خپله مېرمنه او تر اتلسو کالو کم ماشومان ځان ته راوغواړي.

ـ د کارپوهانو او مسلکي کسانو له پاره کاري اقامه
يو شمېر لوېديځ هيوادونه د کارپوهانو د خپلې اړتيا پوره کولو له پاره له بهر څخه د کارپوهانو او مسلکي کسانو د جذب له پاره ځانګړي پروګرامونه لري. په دې ترڅ کي که څوک د بېلګي په توګه په طب، تخنيک، نوې ټيکنالوژۍ يا ورته ساحه کي کارپوه وي او په يو بهرني هيواد کي په کوم شرکت کي ځان ته کار ومومي، نو د اړونده هيواد سفارت ورته د کار ويزه ورکوي او دغه کس د ځانګړو شرايطو د پوره کولو له لاري دغه هيواد ته د خپلې کورنۍ سره يوځای تللای سي يا لومړی خپله راځي او څو وخت وروسته خپله کورنۍ رابللای سي.خو په دې ترڅ کي زيات وخت د تعليمي اسنادو د په رسميت پېژندلو او نورو شرايط موجود وي چي نه یوازي له هيواد څه تر هيواد پوري فرق لري، بلکه د بېلګي په توګه په آلمان کي دننه د بيلو ايالتونو شرايط بېل دي.


ـ د مهاجرت يا د کډوالۍ ځانګړي پروګرامونه
کاناډا يو له هغو لوېديځو هيوادونو څخه دی چي د ځانګړي پروګرام له لاري له بهر څخه کډوال کاناډا ته راپرېږدي. په دې تړاو بايد اړونده کسان ځان له شرايطو څخه خبر کړي او وګوري چي شرايط پوره کوي که څنګه. په دغه ډول کډوال کېدو کي د مسلک او تعليم تر څنګ مخکي له مخکي په دغه لوېديځ هيواد کي د کورنۍ د غړو شتون او د هغوی تضمين هم رول لوبولای سي. د بېلګې په توګه که تر مخه لا د چا مور او پلار په کاناډا کي وي او يا يې اولادونه په کاناډا کي وي نو د ځانګړو شرايطو په پوره کولو سره کاناډا ته تللای سي. د دې تر څنګ د کونډو مېرمنو له پاره هم ځانګړی پروګرام سته.

له افغانستان څخه د هجرت ناقانونه لارې

ـ د هجرت هوايي لار
و لوېديځه هیوادونو ته د مهاجر کيدونکو تر ټولو کم شمېر ښايي په هوايي لاره لوېديځو هيوادونو ته ځي. په دغو کي يو شمېر هغه حکومتي او دولتي چارواکي، ورزشکاران يا ورته کسان هم راځي چي قانوني ويزه يې ترلاسه کړې وي تر څو په کوم لوېديځ هيواد کي په کوم کانفرانس، کورس يا سيالي کي ونډه واخلي، خو دوی هلته د رسېدو وروسته د پناه غوښتنه کوي او پاته کيږي. که د دغو کسانو سره د دوی کورنۍ تر مخه لا يوځای نه وي، نو بيا ښايي د کورنۍ په راوستلو کي د لويو ستونزو سره مخامخ سي او په کالونو کالونو خپله کورنۍ ونه ويني او يا حتی هيڅکله هم ورته اجازه ورنه کړله سي يا اړين شرايط پوره نه کړلای سي چي کورنۍ راوغواړي. دا موضوع تر زياتي د پناه غوښتنې د دوسيې په حتمي پرېکړه پوري اړه لري.

ډېر کم شمېر افغانان د قاچاقي هوايي لاري په مرسته لوېديځو هيوادونو ته ځي. په دې ترڅ کي بېلا بېل ارقام او معلومات په زياته په ټولنيزو رسنيو کی تر سترګو کيږي چي ريښتونوالی تثبيتول يې ممکن نه دی. د بېلګی په توګه ويل کيږي چي قاچاق وړونکي د يو کس پر سر د پنځلس زرو امريکايي ډالرو څخه نيولې تر پنځه ويشتو زرو ډالرو يا لا زياتو پوري اخلي.

خو د هوايي قاچاقي لاري په هکله ويل کيږي چي اکثره وختونه يې صرف د خلکو د تېر ايستلو له پاره نوم اخيستل کيږي او په حقيقت کي دا کار ناشونی دی. که له يو اړخ څخه زيات افغانان په بيلو هيوادونو کي په هوايي سفر کي د ناسمو اسنادو د استعمال له کبله بنديان سوي او يا بېرته افغانستان ته لېږدول سوي نو له بل اړخه له يو شمېر افغانانو څخه قاچاق وړونکو پيسې اخيستي او دغه افغانان بهر ته نه دي لېږدول سوي يا بېرته پر مځکنيو يا سمندري لارو روان کړل سوي دي.

يو شمېر هغه افغان مهاجر چي له دغې هوايي لاري لوېديځو هيوادونو ته راغلي وايي چي هغه وخت يې کورنۍ يا دريمګړي قاچاق وړونکو ته پيسې ورکړي، کله چي دوی خپل منزل مقصود ته ورسېدل.

د انسانانو قاچاق کول په ټوله نړۍ کي يو جدي جرم دی او په زيات شمېر کالونو بند باندي مجازات کېدلای سي. په همدې شان په يو شمېر هيوادونو کي د جعلي اسنادو د ځان سره لرل په څو کالو بند باندي مجازات کيدلای سي او له همدې کبله په يو شمېر هيوادونو کي افغانان بنديان هم دي، چي پکښي پاکستان او اندونيزيا يادولای سو.

يو شمېر افغانان بيا په لوېديځو هيوادونو کي د خپلو کورنۍ د غړو له خوا د چکر يا سېلانيتوب يا لنډې مودې له پاره د ضمانت وړاندي کولو وروسته د (سپانسرشپ) له لاري د دغه هيواد د لږ وخت ويزه تر لاسه کوي او دغه هيواد ته هوايي سفر کوي، خو وروسته د دې پر ځای چي بېرته افغانستان ته ستون سي په دغه هيواد يا بل اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه کوي. ويل کيږي چي دغه کار هم ښايي د دې لامل سوی وي چي اوس اکثره لوېديځ هيوادونه په مجموع کي افغانانو ته په ويزه ورکولو کي زښت محتاطه سوي دي. د يادولو وړ ده چي که په لوېديځ کي يو کس له افغانستان يا بل هيواد څخه يو څوک د لنډي مودې له پاره رادعوت کړی وي او هغه کس هلته د پناه غوښتنه وکړي نو ښايي د پناه غوښتونکي کس ټول هغه مصارف چي اړونده هيواد يې باندي کوي، له تضمين کوونکي څخه بېرته وغواړي.

ـ د هجرت مځکنۍ لار
د هجرت يوه له تر ټولو خطرناکه لارو څخه مځکنۍ لاره بلله کيږي. په دې ترڅ کي د افغانستان د ګاونډي هيوادونو پاکستان او ايران له لاري ترکيې ته افغان مهاجر لېږدول کيږي چي يو شمېر يې پر لاري په غرونو کي د لوږي، ډاکوګانو او يا حادثو له کبله خپل ژوندونونه له لاسه ورکوي. د دې تر څنګ يو شمېر دغه مهاجر په پاکستان او ايران کي بنديان کيږي هم. قاچاق وړونکي مخکي له مخکي ښايي زياتي ژمني وکړي چي ټوله لاره به په "ايرکنډېشن موټر" کي سفر وي، خو اکثره افغان مهاجر د دغو لارو په هکله داسي حالات بيانوي چي ګواکي دوی په مياشتو مياشتو په پښو مزلونه کړي او حتی له زياتي ستړيا څخه په زياته مېرمنې، زاړه او ماشومان ژوبل سوي يا حتی مړه سوي هم دي.

له ترکيې څخه بيا بعضي کسان په ډيرو کمزورو او خرابو کښتيو کي يوناني ټاپوګانو ته لېږدول کيږي چيري چي دغه مهاجر په مياشتو مياشتو بې سرنوشته بند پاته وي او يا د ترکيې او اروپايي اتحاديې د ځانګړي تړون پر اساس بېرته ترکيې ته اخراجيږي. په دې ترڅ کي زيات شمير افغانان له ترکيې څخه د يونان پر لاره په اوبو کي ډوب سوي هم دي.

له ترکيې څخه د ختيځو اروپايي هيوادونو لکه مقدونيه، سربستان، بوسنيا، هنګري او نورو اوږدو لارو هم لوېديځي اروپا ته د تلو هڅي کيږي. خو دغه لاره هم د لويو ستونزو او ګواښونو سره مله لاره ده او په هکله يې ويل کيږي چي تقريبا له دوو کالو راهيسي مطلق بنده ده او افغان او د نورو هيوادونو مهاجر د اوږدې مودې راهيسي پر لاره بند پاته دي او نه مخته او نه شاته تللای سي.

له روسيې، سپيني روسيې او اوکراين څخه هم پر بيلو لارو او د نورو ختيځو اروپايي هيوادونو پر پولو د تېرېدلو وروسته و لوېديځي اروپا ته د تللو هڅې هم کيږي. خو دغه لاري هم د زياتو کالونو راهيسي د اوکراين د امنيتي وضعيت او نورو لاملونو پر اساس تړلي بلل کيږي.

ـ د هجرت سمندري لار
د اوبو يا سمندر له لاري مهاجرت تر ټولو زيات خطرناک بلل کيږي. د بېلګي په توګه مديترانه هغه سمندر دی چي زياتره وخت د مهاجرو د کښتيو د ډوبيدنې د خبرونو په متن کي يې نوم ځای لري. د شتاتيستا د شمېرو له مخي يوازي په ۲۰۱۶ کال په دغه سمندر کي تر ۵ زرو څخه زيات مهاجر ډوب او ووژل سول. يو شمېر انسانان لادرکه دي او ښايي د هغو دوبو سوو انسانانو شمېر لا زيات وي چي ډوبېدنه يې ثبت سوې نه ده. په په دې ترڅ کي په زياته بيا افريقايي مهاجر له ليبيا، مراکش او نورو سيمو څخه د اروپا پر لور حرکت کوي او اکثره وخت د ډوبېدنې او نورو حادثو سره لاس او ګرېوان کيږي. له ترکيې څخه د يوناني ټاپوګانو پر لور د آژه سمندرګي د اوبو لارې د افغانانو تر څنګ د ګڼ شمېر نورو مهاجرو ژوندونونه اخيستي دي.

پناه غوښتنه په څو ډول قبوليو يا ردېدنو پای ته رسېدلای سي؟
افغانستان په نړۍ کي يو له هغو هيوادونو څخه دی چي ورڅخه زيات انسانان مهاجر سوي دي. په دې ترڅ کي له ۲۰۱۵ کال راهيسي په سلهاؤ زره افغانان اروپايي هيوادونو ته رسېدلي چيري چي هغوی د پناه غوښتنه کړې ده.
اروپا ته رسېدل په زياتو مواردو کي د افغان او نورو مهاجرو له پاره د دې معنی نه لري چي »سفر« يې پای ته رسېدلی. بلکه دغه د پناه غوښتنې د دوسيې د پېل سره يو بل سفر پېليږي. دغه سفر ښايي زيات وخت په بر کي ونيسي او په زياته د هغو کسانو له پاره ښايي د مايوسيو سره مل وي چي د ژوند شريک او ماشومان يې شاته پاته وي. ځکه دا چي يو پناه غوښتونکی کولای سي چي خپل د ژوند شريک او ماشومان (له اتلسو کالو کم) روغواړي که نه، په دې پوري اړه لري چي څه ډول قبولي يې تر لاسه کړې ده.

د پناه غوښتنه پنځه ډوله پايلي لرلای سي

لومړۍ پايله يې د سياسي پناه يا د لومړۍ درجې قبولي تر لاسه کول دي. دغه درجه قبولي لرونکي کسان د قبولۍ پر پاسپورټ دايمي اقامه په لاس راوړي او خپل د ژوند شريک او تر اتلسو کالو کم ماشومان هم رابللای سي. خو په زیاته د افغانانو له پاره د دغې قبولۍ تر لاسه کول زښت کم دي. د سياسي پناه تر لاسه کولو له پاره بايد پناه غوښتونکی ثابته کړي چي د خپل سياسي نظر، عقيدې يا تفکر له وجې د دولت يا دولت ته ورته قوې له خوا تر تعقيب لاندي دی او ژوند ته يې ګواښ دی. د بېلګي په توګه د دغې قبولۍ ترلاسه کولو له پاره دا کفايت نه کوي چي په کورنۍ جګړې سره استدلال وسي، ولي چي د کورنۍ جګړې ستونزه خو ټولې سيمي ته ورپېښه وي او دا کوم منفرد دليل نه سي کيدلای. په همدې شان پېښ ګواښ بايد تر يوې سيمي پوري نه وي. که په ټول هيواد کي يوه خوندي سيمه وي، نو ښايي لوېديځ هيواد له دغه مهاجر ته په دې دليل قبولي ورنکړي چي ولي په هيواد کي دننه بلې امن سيمي ته نه تللې؟ د دې تر څنګ د يوې کوچنۍ ډلې له خوا د ګواښ شته والی هم د قبولۍ سبب نه سي کيدلای ولي چي د واک ساحه يې تر ځانګړې سيمي پوري محدوده وي او يا هم تر تعقيب لاندي کس له پوليسو او نورو دولتي ادارو څخه مرسته غوښتلای سوای. د دغې قبولۍ له پاره يو له تر ټولو مهمو شرطونو څخه دا هم دی چي پناه غوښتونکی بايد له افغانستان څخه په مستقيمه توګه المان ته راغلی وي او پر لاري بل کوم هيواد کي نه وي تېر سوی.

دويمه پايله د ژينيف د کانوانسيون پر اساس قبولي کيدلای سي. د دغې قبولۍ تر لاسه کوونکی کس د خپل هيواد پر پاسپورت درې کلنه اقامه ترلاسه کوي. دغه قبولي د سياسي پناه تر لاسه کوونکو د مؤقف سره تقريبا يو شان ده. د سياسي پناه ترلاسه کوونکو له مؤقف سره يې توپير دا دی چي ضروري نه ده چي پناه غوښتونکی له خپل هيواده په مستقيمه توګه المان ته راغلی وي. دغه اقامه لرونکي د ژبي د کورس او نورو ټولو ټولنيزو مرستو مستحق وي او خپله کورنۍ لکه مېرمن يا سړی او تر ۱۸ کلنۍ کښته ماشومان آلمان ته رابللای سي. خو د قبولۍ دغه ډول هم ډېر کم وي. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۸ کال په آلمان هيواد کي له پناه غوښتونکو څخه صرف ۲۷ سلنې يې دغه درجه قبولي ترلاسه کړې وه چي پکښي اکثريت يې افغانان نه بلکه د نورو هيوادونو پناه غوښتونکي ول.

دريمه ممکنه پايله د دويمي درجې قبولي کيدلای سي چي محدوده قبولي هم ورته ويل کيږي. د دويمي درجې قبولۍ او ورسره تړلې اقامه زيات وختونه د کورنيو جګړو څخه تښتېدلو پناه غوښتونکو ته ورکول کيږي. د بېلګې په توګه له ۲۰۱۵م کال راهيسي آلمان ته راغلو سوريايي پناه غوښتونکو ته دغه قبولي ورکړل سوې ده. دغه قبولي ترلاسه کوونکي د بېلګي په توګه په آلمان کي د خپل هيواد پر پاسپورټ يو کلنه اقامه تر لاسه کوي او که په اصلي ټاټوبي کي کورنۍ جګړه يا د تېښتي نور لاملونه پر ځای پاته وي نو هر واري دوه دوه کاله اقامه تمديديږي. د دغې اقامې لرونکي په اوتوماتيکه توګه خپله کورنۍ نه سي رابللای بلکه په دې ترڅ کي يو شمېر شرايط موجود دي چي د اکثرو له پاره يې پوره کول ممکن نه وي.

څلورمه ممکنه پايله ردېدنه یا په مؤقتي ته د اخراج ځنډېدنه او يا هم له اړونده هيواد څخه د وتلو غوښتنه کيدلای سي. دغه ډول پايله د اکثريت پناه غوښتونکو له پاره صدق کوي. د بېلګي په توګه په آلمان کي په ۲۰۱۸ کال تر نيمايي څخه زيات پناه غوښتونکو ياد ډول پايلي په لاس راوړي وې. دغه ډول پايله په لاس راوړونکي نه يوازي دا چي د کار اجازه په اوتوماتيکه توګه په لاس نه راوړي بلکه خپله کورنۍ هم نسي رابللای.

پنځمه ممکنه پايله يې حتمي ردېدنه او خپل هيواد ته اخراج کيدلای سي.

دا چي د پناه غوښتنې مراحل په آلمان کي کوم دي، په دې تړاو لاندنی انځوريز معلوماتي راپور لوستلای سئ چي پکښي اړونده اصول او قوانين لنډ تشريح سوي دي:
د پناه غوښتنې مراحل په آلمان کي کوم دي؟ https://p.dw.com/p/2W7bv

دا چي په آلمان کي کوم ډول اقامې سته، په هکله يې په لاندني مطلب کي اړونده قوانين او اصول په پښتو ژبه لوستلای سئ:
په آلمان کي د مهاجرو له پاره د اقامې لس ډولونه https://p.dw.com/p/36EY2


احمدولي اڅکزی / مهاجر نیوز

 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page