وصال ورسېد د ميني سلسلې سوې
غماز تښتي يار ته لنډي فاصلې سوې

 وصال ورسېد د ميني سلسلې سوې
غماز تښتي يار ته لنډي فاصلې سوې
سرې پاپۍ سپيني کوتري به بيا ورا سي
شنه توتيان به بيا ګلبڼ ته ډلې راسي
بيا به يار د يار په غاړه کي امېل سي
بيا يوځای به د رامبېل سره چامبېل سي
زړه به زړه ته بيا هينداره سي بېباکه
تهمت مات به کړي اصيله مينه پاکه
بيا به نفس ته ممنوع ونه سبيل نه کړي
بيا به قتل هيڅ قابيل خپل هابيل نه کړي
بيا بچي به د بابا ښه په راحت سي
ميشت چي کله دوی د سولې پر جنت سي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د جولای ۲۹مه نېټه
#جنګه_ورک_شې_له_جهانه

 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page