هند او فلمي اندستري ته يې په کار ده چي د افغانانو د احساساتو درناوی وکړي

 له عاليقدر او محترم استاد محمد معصوم هوتک صاحب څخه مي اورېدلي (تقريبي نقل قول):


«کله چي په اصفهان کي د هوتکو واکمني وه، نو په دوامداره توګه به له هغه ځای څخه په مالونو ډک اوښان کندهار ته راتلل او له کندهار له خوا به دغه اوښان د تازه دمه نوو ځوانانو سره بېرته اصفهان ته لېږدول کېدل. دا ځکه چي هلته به هميشه شورشونه او د هوتکو د واکمنۍ پر ضد پاڅونونه او جګړې وې چي پکښي په لوی شمېر افغان ځوانان وژل کېدل. احمدشاه بابا چي کله په هندوستان کي نظامي بريا تر لاسه کړه، نو د نورو لاملونو تر څنګ يې يو مهم دليل ښايي دا هم اوسېدلی وي، چي نه يې غوښتل چي هغه تېروتنه تکرار کړي لکه هوتکو چي په اصفهان کي کړې وه.»


له هندوستان څخه بېرته کندهار ته راستنېدل او په هند کي نه پاتېدل د زياتو عالمانو په وينا د ستر احمدشاه بابا د ژوند يوه له بهترينو پرېکړو څخه وه. البته د دغې پرېکړي لامل د ستر احمدشاه بابا دانايي او دوراندېشي وه، نه کومه «بېره» يا «منفي سبق» چي ګواکي مرهټو به ورکړی وي، لکه څنګه چي يې په هندي فلم «پاني پت» کي ادعا سوې ده. له ياد فلم څخه يو نقل قول وايي: «اس دفعه ابدالی کو ايسا سبق سيکهاو که وه دوباره هندوستان کی طرف ديکهنے کی همت بهی نه کرے.»
ژباړه: د دې واري ابدالي ته داسي درس ورکړه چي بيا هيڅکله هندوستان ته د کتلو جرأت لا ونه کړي.

خو د پاني پت بريا د افغانانو په تاريخ کي نه بلکه د نړۍ په تاريخ کي يوه له سترو، غير عادي او حماسې ته ورته حقيقي نظامي معرکو څخه وه. په دې حقيقت کي کومه هندۍ ډرامه یا فلم هيڅ تغير نه سي راوستلای!

که خدای مه کړه افغانان مسلمانان نه وای او انسانانو ته يې د تقدس درجه ورکولای، نو ستر احمدشاه بابا به د هغوی له پاره تر ټولو مقدس شخصيت وای. د هنر ازادي پر يو لور، خو هند او فلمي اندستري ته يې په کار ده چي د افغانانو د احساساتو درناوی وکړي. يا حد اقل د تاريخي حقايقو د مسخه کولو له هڅو څخه اجتناب وکړي.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د نوامبر  ۶مه نېټه، بون

د احمدشاه بابا په تړاو د ګنډا سينګهـ د کتاب اردو بڼه پر لاندني لينک ډاونلوډ کولای سئ:
https://www.pdfdrive.com/ahmad-shah-abdali-e157853606.html

د اړونده فلم ترېلر پر لاندني لينک کتلای سئ:

https://www.youtube.com/watch?v=zpXnmy-6w1g



 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page