دغه د منظوم نکلونو يوه مجموعه ده

 د قاموسونه ټکی کام پروژې له خوا «د احمدولي اڅکزي پښتو مثنوي (لومړۍ برخه)» په نوم کتاب چاپ کړل سو. دغه کتاب چي د ۲۷ منظوم نکلونو يوه مجموعه ده، سريزه يې د دوکتور زيبستيان هاينه او عبدالمجيد راغستاني له خوا ليکل سوې ده.
دغه کتاب په کوټه او کندهار کي په کتاب فروشيو کي موندل کيدلای سي.
د کتاب سريزه دلته نقل کيږي:

سريزه
د احمدولي اڅکزي پښتو مثنوي (لومړۍ برخه) يو داسي اثر دی چي يو ځل بيا دا خبره په اثبات رسوي چي پښتو ادبيات نه يوازي دا چي ژوندي دي بـلـکه حتی د افغانستان او د پښتنو د اصلي ټاټوبي څخه ليري په غرب کي لا چيري چي اڅکزی ژوند کوي، يو نوي عروج ته پر لاره دي.
په غربي ادبياتو او په همدې شان په ډېرو ختيځو ادبياتو لـکـه عربي او فارسي شاعرۍ کي د آزاد شعر سبک ډېر رواج سوی دی. خو پښتو تر نن پوري په ډېره بريا سره د آزاد شعر د غورځنګ پر خلاف مبارزې ته ادامه ورکړې ده. دا ځکه چي د پښتو ژبي او شاعرۍ اصلي او سوچه ښايست يوازي په نظم کي غوړېدلی دی.
احمدولي اڅکزی زه د يو داسي لوی پوه خو خاکسار انسان په توګه پېژنم چي ورته د ځان له پاره شهرت ګټل هيڅ مهم نه دي. هغه بلکه يو داسي ادبي ملنګ دی چي د خپلو خلکو، خپلې ژبي او خپل کلتور سره د ميني له وجي يې خپله ځواني او خپل ټول ژوند خدمت ته وقف کړی دی. زيات خلک احمدولي اڅکزی د يو ښه قاموس ليکونکي او د قاموسونه ټکی کام (Qamosona.com) د آنلاين پروژې د مؤسس په صفت پېژني. خو د هغه له انجاز يا ادبي او علمي توليد څخه يو ناپېژندل سوی اړخ د هغه د شعر او شاعرۍ بهير دی.
د اڅکزي پښتو مثنوي ظاهرا د بېلابيلو کيسو يوه داسي ګلدسته ده چي لوستونکی د پښتني، تاريخي او د ټولنيز محيط د بېلابيلو ريښو او بنيادونو سره اشنا کوي...: له پښتني ولسي کيسو تر اوسنيو سياسي حالاتو پوري، او له قرآن کريم څخه تر عثمانيانو پوري.
اګرچه د دغه مثنوي کيسې، داستانونه او حکايتونه په اول نظر سره تعلق او رابطه نه لري خو دا واړه کيسې يو ګډ هدف او يوه ګډه موخه لري: هغه موخه دا ده چي هغه ښکلي اقدار چي په افغانستان کي د تيرو تقريبا څلويښتو کالونو جګړې او آفتونو په سبب د هېرېدلو په درشل کي دي، د راتلونکي نسل د لارښوونې په مقصد بېرته راژوندي کړل سي.
احمدولي اڅکزي چي د دغه مثنوي په ليکلو کي کومه ژبه کارولې ده هغه کلاسيکه ده. خو دغې سلاسيکي بڼې ته د پروند د ژبي نوم نه سو کارولای ځکه ښايي هغه به منفي نوم وي. بلکه برعکس د اڅکزي له خوا کارول سوې ژبه ننۍ، پراخ لمنه، بامفهومه او با آهنګه ده. د اڅکزي ژبه ځکه باآهنګه او ښکلې ده ځکه چي د لغتونو په انتخاب کي يې تعصب نه دی کړی او د پښتو تر څنګ يې د نورو ژبو هغه لغتونه هم استعمال کړي دي چي اکثره پښتانه يې په مفهوم پوهيږي او ورسره اشنا دي. دغه بامفهومه ژبه کيدای سي ځوان پښتون نسل ته خپل نن او خپل تېرسوی وخت وروپېژني.
د ځان پېژندنې له پاره د پښتنو د مبارزې انګۍ، انعکاس يا پېشواک په يوه ښکلې او څرګنده توګه په دغه کتاب کي نندارې ته وړاندي سوی دی. اڅکزي په خپلو نظمونو کي د پښتون ولس هغه تر ټولو اصلي او اساسي ستونزي بيان کړي دي: لکه بې اتفاقي، د يو ملي هويت نه وجود، د خپلې ژبي هېرول او د بهرنيو اغېزو په وړاندي د ځان نه ثابتول...
اڅکزي په خپلو نظمونو کي کوښښ کړی چي پښتنو ته حوصله وبخښي او هغوی وهڅوي چي د ځان پېژندنې د تلاښ پر وخت د انسانيت، انسان دوستۍ، منځلاريتوب او مسلمانۍ لاره انتخاب کړي. دا په داسي حال کي چي پښتون لا تر اوسه د لوېديځ او ختيځ تر منځ او د دموکراسۍ او اسلامګرۍ تر منځ منځلاريتوب ته نه دی رسېدلی، خپل ځان يې لا نه دی پېژندلی او يو وخت پر يو اړخ او بل وخت پر بل اړخ افراط ته مخه کوي.
د اڅکزي په مثنوي کي د موضوعاتو داسي انتخاب سوی چي که يې بعضي له قرآن پاک او احاديثو څخه روايت لري نو نور يې له لرغونو او نوو نړيوالو ادبياتو څخه منظومې ژباړي دي. په دغو ټولو کي د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» عنصر ډېر څرګند دی.
نو موږ بايد په خاصه توګه له احمدولي اڅکزي څخه مننه وکړو چي په خپل کتاب کي يې پښتني او افغاني اسلام ته حقيقي موقعيت وربخښلی دی ځکه چي دا بايد د هر چا په ذهن کي وي چي اسلام او پښتو سره تړلي دي.
زما وړانديز خو دا دی چي د افغانستان د ښوونې او روزنې مسؤلې ادارې بايد دغه کتاب په يوه غوره لاره تر شاګردانو پوري ورسوي. د دغه کتاب ژوره معنی لرونکي نظمونه بالکل په دې ارزي چي په ښوونيز او روزنيز نصاب کي ورته ځای ورکول سي.
په آخر کي غواړم د اڅکزي سره زما د يو ملاقات لنډ حال وليکم. کله چي يوه ورځ اڅکزي خپل بعضي نظمونه راته لوستل نو يې راته وويل: «زه شاعر نه يم. خو د نظم ليکلو کوښښ په دې هيله کوم چي زما ولس به د نثر په مقايسه د نظم په بڼه زما د زړه خبرو ته ژر د زړه دروازه پرانيزي. که څه چي نظم به مي نيمګړتياوي هم ولري.»
رشتيا خو دا ده چي په ختيځ کي دا ادعا ډېره زياته او عامه ده چي زيات کسان ځان شاعران بولي. خو که دقيق وکتل سي نو د باارزښته ادبي انجاز او ادبي توليد لرلو په ډګر کي صرف د ګوتو په شمير يو څو کسان بريالي دي.
شاعري د انسان له فطرت څخه راوځي يعني که يو انسان له فطرت څخه شاعر وي نو شاعر وي. خو که يې په فطرت کي شاعري نه وي نو هيڅکله هم شاعر کيدلای نه سي. زه د يو اديب او د يو ادبي ناقد په صفت په ډاډه سره دا وايم چي که څه چي احمدولي اڅکزی پخپله د شاعرۍ ادعا نه لري، خو هغه له فطرت څخه يو ډېر ښه شاعر دی او دغه کتاب د هغه له باارزښته ادبي انجاز څخه يوه ښه بېلګه ده.
دوکتور زېباستيان کورت هاينه Dr. Sebastian Kurt Heine
د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۵مه نېټه، بون ښار، آلمان

 

احمدولي اڅکزی څوک دی؟
د اوس نه پوره يويشت کاله مخکي له هیواد نه د مهاجرت پر لاره مي د جرمني د زولینګین په ښار کي د یو تنـکـي، خوشحاله او هڅاند ځوان سره چي زما په ګمان هغه وخت لا د ښوونځي زده کوونکی وو وپیژندل. دا ځوان احمدولي اڅکزی وو. د ښاغلي اڅکزي سره چي زموږ میلمه پال وو تر روغبړ وروسته د یوه يا دوه ساعتونو په جریان کي ما فکر کاوه چي موږ د کلونو پیژندګلوي لرو یا د یوې کورنۍ غړي یو.
له سیاسته تر فرهنګه، له جنګه تر سولي، د ټوکو او یو او نیم شعرونو په ویلو مو لا نور هم سره وپیژندل. احمد ولي اڅکزی ماته د یو ازاد خیال، له هر ډول تعصب او کرکي پاک، پر وطن مین او راتلونکي ته خوشبین ځوان ښکاره سو. د نوموړي یوه ډیره مهمه ځانګړتیا د هغه وخت له نورو ځوانانو نه دا وه چي هیڅ سیاسي، مذهبي، قومي او ژبني تعصب نه وو را ګیر کړی او غوښتل یې چي د هر چا واوري، هر څه ولولي او پر هرڅه بحث وکړي او یوازنۍ هیله یې د حقایقو لټون او د ستونزو د حل د لارو پیدا کول وه. بله ځانګړنه یې دا وه چي ډیر ښه اوریدونکی وو. په هر صورت دا هغه وخت وو چي ښاغلي اڅکزي غوښتل پوه سي څه ډول د هیواد دا اوږدې غمیزي ته د پای ټکی ایښودل کیدای سي او نوموړی د یوه بادرده او ژمن ځوان په توګه څه رول لوبولای سي؟
د نه ستړي کیدونکو هڅو په پایله کي ښاغلي اڅکزي خپل ځای په ټولنه کي پیدا کړ چي اوس نو هغه ځوان احمد ولي اڅکزی د هیواد د وتلو څیرو او شخصیتونو په ډله کي ځلیدلی نوم دئ .
احمدولي اڅکزی په ۱۹۸۱ کال د حاجي شاولي خان په کور کي زېږېدلی دی. احمدولي اڅکزی د پښتو او فارسي د شاعر مرزا محمد ايوب خان لمسی، د غازي مېداد خان اڅکزي کړوسی، د بدين خان کوسی او د ګل محمد خان کودی دی. هغه په قوم اڅکزی، حميدزی، محک زی، ترهټ زی، ګل محمد زی او ميدادزی دی. د احمد ولي اڅکزي اصلي ټاټوبی توبه اڅکزۍ ده خو د هغه کورنۍ د ډيورنډ کرښې پر دواړو اړخونو آباده ده. هغه خپلي لومړنۍ زده کړي د سهيلي پښتونخوا په کوټه ښار کي او منځنۍ او لوړي زده کړي يې په المان کي سرته رسولي دي. هغه په کوټه ښار کي زيات کلونه ديني زدکړي هم کړي دي. احمدولي اڅکزی د مسلک له مخي ساختماني انجينير دی او د المان د ووپرتال په بېرګيشه پوهنتون کي يې د آرکيتيکچر په پوهنځي کي خپلي لوړي زدکړي بشپړه کړي دي او د څو وخت راهيسي د ووپرتال په ښار کي د خپلې يوې همکارې سره په ګډه د پارشي (Paarchi.com) په نوم د مهندسۍ يو دفتر هم لري. هغه د ۲۰۰۲ کال راهيسي د آلمان ږغ دويچه وېله په راديو کي د ژورنالست په توګه کار کوي. اڅکزي صاحب د دغې راديو د پښتو او دري څانګي تر څنګ په انګريزي، آلماني او اردو څانګو کي هم کار کړی دی. هغه د المان د وي دي آر تلويزيون سره هم همکاري لري. اڅکزی صاحب په پښتو، فارسي، انګريزي، روسي، الماني، اردو او هندي ښه پوهيږي او په دغو ژبو يې کار هم کړی دی. د هغه تر يوې اندازې عربي، سانسکرت او هسپانوي ژبې هم زده دي.
اما د د دې ژوند تر څنګ هغه څه دي چي احمد ولي اڅکزی یې په هیوادوالو وپیژاند او دا پیژندګلوي یې د تاریخ برخه سوه؟
احمدولي اڅکزی چې د ۲۰۰۱ م زېږدي کال راهيسي د پښتو ژبې د پانگې په راټولولو بوخت دی او ورباندې څېړنه کوي، په ۲۰۰۳ م زېږدي کال يې د قاموسونه ټکی کام (Qamosona.com) انټرنټي پروژې بنسټ کېښود. په دغه انټرنټ پاڼه کې تر اوسه پورې نژدې پنځوس پښتو قاموسونه ځای پر ځای شوي دي چې پکې د پښتو مشهوره قاموسونه لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او افغان قاموس هم شامله دي. ده په قاموسونه ټکی کام کې په لسهاوو زره پښتو لنډۍ هم اچولي دي. احمدولي اڅکزي په خپله يو شمېر نوي قاموسونه ليکلي دي چي بعضي يې چاپ سوي او بعضي نور يې صرف آنلاين بڼه لري.
په دې کار سره هغه د نړۍ د نورو ژبو د زده کولو لپاره د میلینونو هیواد والو او نورو پښتنو ستونزي حل کړې، همداسي یې هغو بهرنیانو او د نورو ژبو ویونکو ته چي غواړي پښتو زده کړي نوي اسانتیاوي برابري کړې.
د کابل پوهنتون د هـسـتـوي فـزيـک پخوانی استاد او همدا رنـګـه د طب او سايـنـس په څـانـګـه کې د کتابونو لــيـکـوال ښاغلی ډاکتر صـاحب نظر محمد سلطانزی ځدراڼ د احمد ولي اڅکزي دا کار د «د قاموسونو د بـنـسـټـګـر احمد ولي اڅکزي په ویاړ» تر عنوان لاندي د ۲۰۱۲ کال په خپله يوه ليکنه کي داسي ارزوي:
«موږ ولې ډېری وخت مړه کسان ستايو او ژوندي هغه چې رښتيني او ارزښتناکه کارونه يې کړي دي پام نه ورته کوو؟ ‏دا يوه پوښتنه ده چې ښايي موږ ټول يې په ذهن کې ولرو او کله نا کله خپلې شاوخوا ته هم وگورو چې زموږ ژوندي ‏قهرمانان په کې څوک دي او د مېړانې او قهرمانۍ معيار لکه څنگه چې موږ ټول باور لرو يوازې د جگړو گټل نه بلکې په ‏نورو برخو کې هم ښايي داسې کسان وي چې رښتينې او د وطن او ولس لپاره يې خدمتونه کړي وي او ملي ارزښتونه يې ‏خوندي ساتلي وي‎.‎ د هیواد په کچه زما لپاره یوه داسې نه هـيـريـدونـکـې ژوندۍ څېره احمد ولي اڅکزي دی .(...) زما په اند احمد ولي اڅکزی د پښتو ژبې د علمي کولو او پر مختګ په لاره کې د هیواد یو بې ساری ځلانده ستوری دی.»
احمد ولي اڅکزي د ماشومانو ادبیاتو ته هم خاصه پاملرنه کړیده. هغه نه يوازي دا چي د کوچنی ټکی کام (Kochnai.com) په نوم يوه ډېره محبوبه انټرنټ پاڼه چلوي، بلکه پخپله هم د ماشومانو له پاره منثور او منظوم مطالب ليکي. په دې اړه استاد پوهندوی اصف بهاند «د کوچنيانو ادبيات تاريخي پس منظر، اوسنی حالت څلورويشتمه برخه، احـمـدولــي اڅـکـزی او د کوچنیانو ادب» په ۲۰۱۶ کال کي داسي ليکي:
«د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي تخلیقات او ژباړې که له ژبني پلوه او د محتوا له مخې وڅیړل شي، لیدل کیږي چې ده د ماشومانو د ادبیاتو د اصولو په پیروۍ په ډیره ښکلې او ساده ژبه لیکنې کړې دي چې د کوچنیانو له پاره د پوهیدو وړ دي او د محتوا له پلوه یې هم د کوچنیانو روان په نظر کې نیولی دی او داسې موضوعات یې ورته انتخاب کړي دي چې کوچنیانو ته هم مالومات ورکوي او هم ورته د درک او پوهیدو وړ دي. د مثال له پاره دا شعر وګورئ چې ډیر په ساده او د کـوچـنـيـانـو له پاره د درک وړ ژبه باندې د څلورو فصلونو مالومات وړاندې کوي:

«څلور دي کال کي موسمونــه
هر يو جلا لري خوندونـــه
لنډي سي شپې ورځي اوږدې سي
په دوبي ټول خولې خولې سي
له اوبو ډک چي يخ منګی وي
په دوبي يخ د چا زړګی وي
چي دوبی ولاړ سي، راسي منی
په وچو پاڼو ډک سي کلی
زنګوي وني تېز بادونه
ور رژوي يې وچ بلګونه
بيا ژمی راسي شپې اوږدې سي
ورځي سي لنډي او سړې سي
واوره اوريږي يا يخيان وي
پر صندلي راټول کوچنيان وي
بيا پسرلی سي وني شنې سي
په شنو وښو مځکي ښايستې سي
چيچيان راوزي له هګيو
چو چو کوي له ځالګيو
څلور دي کال کي موسمونه
هر يو جلا لري خوندونه»

د ښاغلي اڅکزي څو شعري مجموعــې هم چاپ ته تیاري دي چي ورڅخه «د احمدولي اڅکزي پښتو مثنوي (لومړۍ برخه) » يې دا ده اوس چاپ ته سپارل کيږي.
د ښاغلي اڅکزي د اوږد ژوند، ښه صحت او د ژوند په ټولو برخو کي د لا زياتو سترو بریاوو په هلیه خپله لیکنه را نغاړم او ستاسو له پاملرني نه تشکر کوم.
په درناوي
عبد المجید راغستانی
د ۲۰۱۸ کال د اګست ۹مه نېټه، ډنمارک

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page