د وينډوز سيسټم لپاره ځانګړی پروګرام دلته ډاونلوډ کولای سئ

کيبورد لې آوت دلته ډاونلوډ کولای سئ (https://bit.ly/3aqhdfF) :

  

د تلفظ له پاره د ځانګړو لاتيني حروفو (IPA) يا International Phonetic Alphabets په مرسته د پښتو د ليکلو له پاره ځانګړي کيبورډ ته اړتيا وي. تاسو کولای سئ چي د دغه مطلب سره مل د ډاونلوډ آسانتيا له لاري (زما پر وېبلاګ) ځانګړی د وينډوز لس سيسټم له پاره کيبورډ ترلاسه کړئ.

تاسو کولای سئ چي دغه کيبورډ پر خپل وينډوز سيسټم انسټال کړئ او په مرسته يې د پښتو ټرانسکريپشن يا فونېټيک وليکئ. خو هر وخت که مو وغوښتل چي دغه کيبورډ (Pashto IPA Transcription Keyboard by A.W.Achakzai V.1.0) بېرته ډي انسټال يا له کمپيوتر څخه ليري/پاک کړئ، نو بيا د سېټ اپ (setup.exe) هغه فايل کليک کړئ د کومي په مرسته چي مو دغه کيبورډ انسټال کړی ؤ.

د دې له پاره چي تاسو پوه سئ چي تر کومي کلۍ لاندي کومه ځانګړې د آی پې اې نخښه پټه ده، تر متن لاندي پروت د کيبورډ انځور وګورئ. د تورو اوډون د بېلګي په توګه داسي دی:
shift+a = ā
shift+s = š
shift+d = ḍ
shift+f = ́
shift+g = ǧ
shift+h = ḥ
shift+j = ǰ
shift+; = ̣
shift+' = θ
shift+# = s̠
shift+q = ̰
shift+w = ̠
shift+e = ә
shift+r = ṛ
shift+t = ṭ
shift+y = ǝy
shift+u = ú
shift+ɪ = í
shift+o = ó
shift+p = ̄
shift+[ = ̌
shift+] = ς
shift+z = ž
shift+x = ẍ
shift+c = č
shift+v = v
shift+b = δ
shift+n = ṇ
AltGr+c = ṣ

زما په فکر څلور نخښي مو ښايي زيات وخت په کار راسي. په دغو کي يوه هغه عمودي کرښه (shift+p) ده چي د تورو پر سر لګول کيږي، دويم هغه ټکی (shift+;) دی چي تر تورو لاندي لګول کيږي او دريمه هغه نخښه (shift+f) ده چي د خج يا فشار د ښودلو له پاره استعماليږي. څلورمه د پښتو د ۷ په شان نخښه ده چي د تورو پر سر اچول کيږي. د بيلګي په توګه:

a+shift+p = ā
a+shift+f = á
a+shift+; = ạ
a+shift+[ =  ̌ạ

هيله ده چي دغه کيبورډ به مو تر يوې اندازې د پښتو د ترانسکريپشن په برخه کي کومک سي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۱۸مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page