فوټو کاپي ښايي تر اصلي کتاب قيمت تمامه سي.

 ګړندی: سلام عليکم ډاکټر صاحبه، ګړندی يم زحمت درکوم.
ستړی: وعليکم سلام، ګړندی صاحبه، جوړپخير
ګړندی: خدای دي وکړي چي بې وخته مي زنګ نه وي وهلی، ستړی صاحبه.
ستړی: نه نه ډېر ښه وخت دی
ګړندی: ستاسو د نوي قاموس د چاپېدو مبارکي درته وايم.
ستړی: مننه ګړندی صاحبه، خدای دي وکړي چي د خلکو په کار ورسي. ما هم ورباندي دا تير اوه کاله شپه او ورځ کار کړی دی. تاسو څنګه خبر سوې چي دغه کتاب چاپ سوی دی؟
ګړندی: هغه ورځ مي د ښار په يو کتاب پلورنځي کي وليد. ډېر ورته خوشاله سوم.
ستړی: ډېر ښه، که مو پکښي کومي تېروتنې وموندلې نو هيله ده چي راسره شريکي یې کړئ چي په بل ممکنه چاپ کي يې اصلاح کړو.
ګړندی: انشالله ولي نه، خو که دغه کتاب يو ځل زما لاس ته اسي. ډاکټر صاحبه دا کتاب به چيري تر لاسه کړم؟
ستړی: لکه تاسو چي پوهېږئ د پښتو کتابونو له پاره حتی په اروپا کي لا هم مطبوعې ليکوال ته حق الزحمه نه ورکوي او مفت يې ورڅخه غواړي. بعضي مطبوعې د خرڅلاؤ څخه دوه فيصده ګټه ورکوي او يو څو جلده کتابونه ورکوي. نو ماته چي يې کوم لږ شمېر کتابونه راکړي ول، هغه مي دوستانو ته ورکړل. يو جلد ماته شخصي پاته ؤ چي پروند يو دوست راته ټليفون وکړ ويل په کار يې دی، ځکه چي مږور يې تازه له افغانستان څخه اروپا ته راغلې ده او بايد د ژبي امتحان ورکړي. ما ورته عذر وکړ چي ماته هم دغه آخري کتاب پاته دی. هغه راته وويل چي که يې د يو څو ورځو له پاره ورکړم، نو دی به يې فوټوکاپي کړي. ما ورته وويل چي فوټو کاپي کول خو هم مصرف غواړي او ښايي ارزانه لاره يې همدا وي چي په بازار کي يې رانيسي. خو هغه ويل زوی ته به يې ورکړي چي په خپل دکار په دفتر کي يې فوټو کاپي کړي او دا چي په دې توګه به ورته مفت تمام سي. همدا ؤ چي راغلی او څلور اونۍ مخکي يې کتاب راڅخه واخيست.
ګړندی: هو زما هم ورور راغلی او له دې کبله مي دغه کتاب سخت پکار دی. هر وخت که يې هغه کتاب درته بېرته راوړ، نو لطفا ماته تليفون وکړئ، ځکه چي دا د فوټو کاپي چل زما هم خوښ سو. زه به يې هم په خپل دفتر کي فوټوکاپي کړم او کتاب به بېرته تاسو ته وسپارم.
ستړی: همداسي به وکړم انشالله.
ګړندی: کور مو ودان ډاکټر صاحب، هيله ده چي ژر ستاسو څخه په دې تړاو احوال ترلاسه کړم. اوس درڅخه اجازه غواړم.
ستړی: الله دي مل سه ګړندی صاحبه

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جون ۲۰مه نېټه، بون
 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page